شمالي کوریا بل بلاسټیک توغندی توغولی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جاپان ساحلي ګارډ او د جنوبي کوریا پوځ د شمالي کوریا لخوا د یوه بلاسټیک توغندي د ویشتلو خبر ورکړ.
شمالي کوریا ویلي دي تر هغه وخته چې امریکا او ملګري یې د پیانګ یانګ پرضد خپلو دښمانه سیاستونو ته دوام ورکړي له خپل اټومي او توغندوي پروګرام به لاس وانخلي.
دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په سیمه کښې د خپل پوځي شتون په زیاتولو او د جاپان او د جنوبي کوریا په شمول په ختیځې اسیا سیمې کښې له خپلو متحدانو سره د ګډو پوځي مانورو په ترسره کولو سره په سیمه کښې تاوتریخوالي زیات کړي دي.
بل خبر دا چې د جنوبي کوریا سمندري ځواک پرون د خپل هیواد اوبو ته د امریکا د یوه اټومي اوبتل د رسیدا خبر ورکړ.
څه موده مخکې هم د امریکا یو ایس ایس سانتا في اټومي اوبتل د بوسان ښار په سمندري اډې کښې دیره شوی و