د بریتانیا خلکو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i145048-د_بریتانیا_خلکو_د_فلسطین_په_ملاتړ_کښې_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا په زرګونو خلکو د پرله پسې پینځلسمې ورځې لپاره د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې اعتراض کښې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.
(last modified 2024-01-20T21:50:24+00:00 )
Jan 21, 2024 02:14 Asia/Kabul
  • د بریتانیا خلکو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا په زرګونو خلکو د پرله پسې پینځلسمې ورځې لپاره د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې اعتراض کښې د هیواد په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.

د بیلابیلو قومونو ، ملیتونو او دینونو اعتراض کونکو د« فلسطین لپاره د اقدام د ورځې» په نوم د نوښت په چوکاټ کښې پرون په پلازمینې لندن او د بریتانیا په ګڼ نفوسه ښارونو کښې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د اعلانولو لپاره شعارونه ورکړل.

په بریتانیا کښې د پرون ورځې مظاهرې د فلسطین د ملاتړو د چپ ساتلو لپاره د لندن د حکومت له  محدودیتونو او دباونو سره سره په یوه سیاسي غورځنګ بدلې شوي دي.

تیره اونۍ هم د بریتانیا ګڼ شمیر مظاهره چیانو د لندن د مرکز په واټونو کښې له لاریون وروسته د بریتانیا د پارلمان مخ ته غونډه وکړه او په غزې تړانګه کښې له سمدستي اوربند څخه د پارلمان د استازیو د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

د امریکا سي این ټیلي ويژن دغه راز د سپوږمکۍ په تصویرونو ، ویډیوګانو او نښو نښانو باندې استناد سره ویلي دي چې د صهیونیسټ رژیم پوځ د غزې تړانګې په کابو شپاړسو(۱۶) هدیرو او قبرستانونو باندې تیري کړي دي او د قبرونو له ړنګولو وروسته یې مړي له خاورو رایستلي دي.