په غزې کښې د اسرائیلو جنایاتونه نسل وژنه ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د برازیل ولسمشر «لوئیز ایناسیو لولا ډاسیلوا» د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم جنایتونه نسل وژنه وبلله.
هغه په دې خبرې سره چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه نسل وژنه او د ماشومانو او د ښځو عام وژنه ده وویل په غزې تړانګه کښې د فلسطین ماشومان او ښځې خواړو او حتی یو ګلاس شیدو ته له لاسرسي محرومه دي او د اسرائیلو اقدامات په دغه سیمه کښې د انساني غمیزې سبب شوي دي.
د برازیل ولسمشر لولا ډاسیلوا د اوربند د پریکړه لیک د صادرولو په هکله د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د خنډونو جوړولو ته په اشارې سره ټينګار وکړ: دا د منلو خبره نه ده چې په امنیت شورا کښې یوازې د یوه هیواد رایه په غزې تړانګه کښې د اوربند لپاره د پریکړه لیک د تصویبیدا خنډ شي.
هغه د ایتوپیا هیواد په پلازمینې «ادیس ابابا» ښار کښې د افریقايي اتحادیې په اته دیرشمې غونډې کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو د نسل کشۍ په لړ کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او په غزې کښې د اسرائیلو جنګ یې د یهودیانو د له مینځه وړلو لپاره د جرمني د پخواني دیکتاتور «ایډلف هیټلر» له اقداماتو سره ورته وباله.
هغه وویل د غزې تړانګې جنګ د عسکرو پرضد د پوځيانو جنګ نه دی زیاته کړه دغه جنګ له ښځو او ماشومانو سره د ډیر چمتو پوځ ترمینځ دی.
صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له درویشتمې نیټې راهسې تراوسه د امریکا او د لویدیځو هیوادونو په هراړخیزه ملاتړونو سره د فلسطین د مظلومو او د بې دفاع خلکو پرضد د اردن سیند په لویدیځه غاړه او غزې تړانګه کښې د خلکو پراخه نسل وژنه پیل کړي ده او د اسرائیلو د دغو جنایتونو په مقابل کښې د بشري حقوقو د ارګانونو او د نړیوالې ټولنې چوپتیا د اسرائیلو رژیم د جنګي ماشین لخوا د فلسطین د ښځو او د ماشومانو د وژلې د دوام سبب شوي ده.