Mar 05, 2024 13:21 Asia/Kabul

په هندوستان کې په یوې اته ویشت کلنې سیلانۍ میرمنې د اوو هنديانو له لورې ډله ییز جنسي تیرې قضیه کې درې تنه عاملین نیول شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ د فرناندا او ویسنټه په نومونو برازیلۍ - هسپانیوي سیلاني جوړه چې په موټر سایکل یې له پاکستان، افغانستان، بنګلدېش، ایران او سرلینکا وروسته هندوستان ته سفر کړی وو او د یاد هېواد په بیهار ایالات کې کې میشت شوي وو.

Image Caption

 

د را پورونو له مخې؛ د یادې هسپانیوي جوړې د استوګنې په خیمې اووه تنو هندیانو برید وکړ چې په ترڅ کې پر اته ویشت کلنې میرمنې فرناندا باندې ټولو جنسي تیری کړی وو.

دغه پېښه د جهارکنډ د دومکا ښار په یوې لرې پرتې سیمه کې رامنځته شوې ده.

له دې پېښې وروسته، فرناندا او ویسنټه، چې په موټرسایکل کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفر کوي، په خپل انسټاګرام کې یوه ویډیو خپره کړې او د جنسي تیري کیسه یې تکرار کړه.

دغه قرباني شوې میرمنه په برازیل کې یوه مشهوره انسټاګرام درلودونکې ده چې دوه سوه زره تعقیبوونکي لري.

هغې ویلي چې پر موږ برید وشو، د وهلو، ټکولو ترڅنګ را څخه غلا شوه او را باندې جنسي تیری هم وشو.

د هند پولیسو د پیښې په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته، د پیښې په ځای کې د پلټنو په ترڅ کې د 3 تورنو کسانو په نیولو بریالي شوي او د 4 نورو مجرمینو په لټه کې دي.

د پولیسو په وینا، د دې ناوړه جرم د بیلابیلو اړخونو د روښانه کولو لپاره پلټنې دوام لري.

بلخوا سیمه ییزې محکمې پرېکړه کړې چې قرباني شوې سیلانۍ میرمنې ته یو میلیون هندي کلدارې د جریمې په توګه ورکړل شي.

د شمېرو له مخې په هند کې په اوسط ډول د جنسي تیري ۹۰ قضیې ترسره کیږي.

که څه هم، داسې انګیرل کیږي چې په هند کې د جنسي تیري پیښې ډیرې دي، مګر د قربانیانو د شرم له امله ډیری وختونه دا ډول جرمونه نه راپور کیږي.

 

ټیګونه