امریکاپه افغانستان کې د هند دکړچار په غږملولو پسې ده
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي وئيلي دي ،له هندي چارواکو سره ئې د افغانستان له حکومت سره په ډيپلوماټيک تعامل کې دغږمله کړچار په باب خبرې اترې کړي دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي اسنتازي ټام وسټ په ایکس پاڼې کې د یوه پیغام په خپرولو سره وئيلي دي ، له هندي چارواکو سره ئې له افغانستان سره داړونده ګډو ګټو په ملاتړ کې د یوه واحد ټيپلوماټيک تعامل د پراختیا په باب خبرې کړي دي.
دغه امریکائي ډيپلوماټ همداراز زیاته کړې ده ، هندوستان به افغانستان ته د درملو د لیږدولو او د انسان دوستۍ مرستو ته دوام ورکړي.
ویسټ زیاته کړې ده ،نوي ډیلي ته په سفر ک ئې د هندوستان د خارجه وزارت له مرستیال او ددغه وزارت د افغانستان او پاکستان د برخې له مشر جي پي سنګ لیده کاته او په دې اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي همداراز د افغانستان لپاره د په وړاندې لارې او په روان میلادی کال کې ددغه هیواد د اړتیاؤ په باب هم خبرې اترې کړي دي.