ابوتینسکي، د فلسطین نیواک او د وسپينز دیوال آئيډیا
پارس ټو ډې– ژابوتینسکي د صهیونیسټانو هغه لومړنی رهبر ؤ چې اعتراف ئې کړی،فلسطینیان هغه ولس دی چې حاضر به نشي،پخپله خوښه د خپل برخلیک دټاکنې له حقه لا س واخلي.
د یهودی او لژیون یهودیانو دملی بسپنې د یوه بنسټګر په توګه ژیو ژابوتینسکي Ze'ev Jabotinsky چې په لومړي نړیوال جنګ کې د بریتانیا په پوځ کې ئې خدمت کړی،اسرائيلو په تاریخ کې یو ډیر اغیزشیندونکی شخصیّت دی. ژایوتینسکي ،د بالفوربیانیې په صادرولو کې د انګریز حکومت په قانع کولو کې ډیر اغیزشیندونکی او حیاتي رول درلود. ددغې اعلامیې په اساس،په فلسطین کې د انګریز استعمار په منلو وړ فلسطین کې د یهودیانو لپاره دی وه ټاټوبی رامینځةشو.ژایو تینسکي هیله مند ؤ دغه ټاټوبی د اردن سین ددواړو ساحلو پشمول له یهودیانو سره اړونده شي او هغه وتوانیږي له اروپا او نورو هیوادونو څخه د یهودیانو په مهاجرت سره ، خپله آئيډیا پلي کړي.
ژایوتینسکي یوه بله ډيره مهمه اغیزه هم درلوده او هغه د اسرائيلو دامنیتی نظرئې او سیاست برابرول وو چې ورڅخه د وسپنیز دیوال په عنوان سره یادیږي.ژایوتینسکي اساسا باؤري وو چې فلسطینیان به د فلسطین په تاریخي ټاټوبي کې د یوه یهودي هیواد سره موافقه ونه کړي او د یوه یهودي هیواد تاسیس به یوازې هغه مهال ترلاسه شي چې دصهیونزم غورځنګ له یوه نړیوال قدرت سره متحد شي او د هغو له ملاتړ او پشتیبانۍ برخمنیدلی شي.
ژابوتینسکي د صهیونیسټانو لومړنی رهبر ؤ چې اعتراف ئې وک، فلسطینیان هغه خلک دي چې حاضر به نشي ،پخپله خوښه د خپل برخلیک د ټاکنې له حقه تیر شي. هغه په دې اند ؤ چې د فلسطین عربان به حاضر نشي د ځينو اقتصادي امتیازونو د ترلاسه کیدا په بدل کې یهودیانو ته اجازت ورکړي ، ددوي په ټاټوبی کې یو هیواد تاسیس کړي او سوکه سوکه په هغې سیمې کې یو اکثریّتي لوری شي.
د ژایو تینسکي له نظره، په فلسطیني ټاټوبي کې دیهودیانو ددیره کیدا او د عربانو له خوا د صهیونزم د منلو آئيډیا،له دې پرته چې کوم مشکل رامینځةکړي ،یو توّهم ؤ. ژایوتینسکي په ډاګه عنوان کړې ده چې په دې باب فلسطینیانو ته له ورکړل شوو ژمنو سره سره چې له دوي سره به محترمانه چلند وشي،بیا به هم دوي د یهودیانو له شره د خلاصیدو لپاره خپل امید او هیله له لاسه ورنه کړي.
ځکه هیڅ یو ژوندی انسان به ددې جوګه نه وي دددغه شان مهمې موضوع په سر کومه معامله وکړي او دغه شان کوم مهم امتیاز یهودیانو ته ورکړي. له دې امله وه چې ژایو تینسکي دې نتیجې ته ورسید،ددوی د قانع کولو په امیدسره له فلسطینیانو سره د خبرواترو ددروازو پرانیستل به، هغه هم په فلسطینیو ټاټوبو کې د صهیونزم د پروژې د اجرا په لومړنیو مرحلو کې کومه حل لاره و نه لري.
له دې امله ژایوتینسکي وړاندیز وکړ ، د صهیونزم پروژه باید امنیت ولرل شي او دغه پروژه د وسپنیز دیوال ترشا اجرا شي څو د فلسطین عربان ئې وران نه کړئ شي او یا ئې د پرمختګ خنډ نشي .
[ دغه مطلب له هلال خشان ۱۴۰۳،د اسرائيلو د وسپنیز دیوال په نظرئې کې درز، او وطندار څخه اخستل شوی دی)