اسرائیل له فلسطیني بندیانو سره د ځناورو په شان چلند کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د «المیزان» په نوم د بشري حقوقو مرکز د لوږې د سیاستونو، د درملو د نه ورکولو او له سپکاوي د ډک چلند او د نورو غیر انساني کارونو، د فیزیکي او د نفسیاتي شکنجه په شمول د اسرائیلو په زندانونو کښې د فلسطیني بندیانو د حقوقو د خلاف ورزیو په هکله خبرداری ورکړ.
د المیزان په نوم د بشري حقوقو مرکز وویل چې زمونږ یوه وکیل د اسرائیلو په جنوب کښې «نقب» زندان ته ورغلی و او هغه په خپلو سترګو لیدلي وو چې د اسرائیلو په زندانونو کښې له فلسطیني بندیانو سره بد چلند او شکنجه کول ډير زیات دي او دغه بد چلند یوازې ټیمان زندان ته محدود نه دی چیرې چې د صهیونیسټ رژيم عسکرو په یوه فلسطیني بندي جنسي تیری کړی و چې له کبله یې څو اسرائیل پوځیان نیول شوي هم دي.
دغه مرکز وویل چې د اسرائیلو چارواکي د فلسطین د غزې تړانګې کابو شپږ سوه بندیان په نقب زندان کښې په ډیرو ناوړه شرایطو کښې ساتي او ځینې کسان وايي چې په دغه زندان کښې د فلسطیني بندیانو شمیر له نهو سوو(۹۰۰) څخه زیات دی.
د المیزان په نوم د بشري حقوقو مرکز په خپلې بیانیې کښې وویل د اسرائیلو چارواکي د نړۍ د هیوادونو په چوپتیا سره له تیرو لسو میاشتو راهسې له فلسطینیانو سره بد چلند کوي.
بل خبر دا چې د فلسطین د هډوکو یوه جراح ډاکټر «علي ایلادي» چې په غزې کښې کار کوي وویل زما زړه د هغه خبر په اوریدا سره مات شوی چې وايي ملګري ملتونه په غزې تړانګه کښې خپل عملیات ځنډوي.
هغه وویل په غزې کښې د روغتونونو د فعالیت لپاره د ملګروملتونو عملیات سل په سله ضروري دي.