آیرلینډ او د اسراییلو د جنایتونودوسیه ؛ په اروپا کې خپلواکه کړچار
پارس ټو ډی - د آیرلنډ په پارلیمان کې د جنایتکار رژیم په توګه د اسراییلو رژیم د معرفي کولو پلان له تصویب وروسته، دغه هیواد وښوله چې له اروپایي اتحادیې سره یی متفاوت چلند غوره کړی او په اسراییلو خپلواکه بندیزونه لګوي.
د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه هیواد په پارلمان کښې یو لایحه تصویب کړه چې پکښې صهیونیسټ رژیم د یو جنایتکار رژیم په توګه معرفی شوی دی چې د نړۍ د سترګو په وړاندې په غزه کښې نسل وژنه کوی. د پارس ټوډې د راپور له مخې، د دغه غیر الزامی پریکړه لیک پراساس د ایرلینډ له حکومته غوښتل شوی چې د صهیونیسټ رژیم پرضد تجارتی، سفری او ډیپلوماټیک بندیزونه ولګوی.
د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه پلان په تصویبولو سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په سمدستي توګه له صهیونیسټ رژیم سره د پوځي تجهیزاتو او وسلو په برخه کښې ټولې راکړې ورکړې وځنډوي او دغه رژیم ته د دوه اړخیزو توکو د صادراتو د جواز صادرول غیر قانوني کړي. ، او د هوايي حریم او د آیرلینډ د هوایی ډګرونو کارول باید د هغو الوتکو لپاره هم منع شي چې تل ابیب ته وسلې لیږدوي.
د ایرلنډ د پارلیمان له خوا د دغه طرحې تصویب په داسې حال کښې شوی دی چې د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزیر«مایکل مارتین» له دې مخکې د عدالت په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم په خلاف د جنوبی افریقا د شکایت د درجولو لپاره د ډوبلین پریکړه اعلان کړې وه .
څه موده وړاندې د آیرلنډ حکومت اعلان وکړ چې پر اسراییلو به خپلواک بندیزونه ولګوي. د آیرلینډ دغه اقدام د اروپایی اتحادیې له چوکاټه بهر په دغه اتحادیه کښې د صهیونیسټ رژیم د ملاتړو په دغه ډګر کښې د ایرلینډ او اسپانیا د هلو ځلو له ناکامۍ وروسته ترسره کیږی . دغه دوه هېوادونه له سلوانیا او لوګزامبورګ سره په ګډه هغه غورځنګ جوړوي چې په دې وچه کې د فلسطینیانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې اروپا ته د اسرائیلي محصولاتو په تېره بیا د خوراکي او صنعتي تولیداتو د صادراتو مخه ونیسي.
اروپايي ټولنه د اسراييلو تر ټولو لوى سوداګريز ملګرى دى، چې تېر کال يې د سوداګرۍ کچه شاوخوا ٥٠ ميلياردو ډالرو ته رسېده. په همدې حال کې د روان کال له پیل راهیسې ایرلنډ، اسپانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د اروپايي ټولنې او اسرائیلو ترمنځ د همکاریو د تړون د لغوه کېدو غوښتنه کړې او د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې مسوول "جوزف بورل" یې ملاتړ کړی دی. اروپایی اتحادیه خو هغه هیوادونه چې د صهیونیسټ رژیم ملاتړ کوی په تیره بیا اتریش او جرمنی د دغه کار مخه ونیوله .
ایرلنډ او اسپانیا ټینګار کړی چې دا کار باید په هیګ کې د عدالت د نړیوالې محکمې د هغې پرېکړې په نظر کې نیولو سره وشي چې د تېر جولای په میاشت کې صادر شوی و او د لویدیځې غاړې د اسرائیلو اشغال یې غیر قانوني بللی و.
په وروستیو څو میاشتو کې په دې برخه کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ایرلنډ غواړي له اروپايي ټولنې سره مخالف چلند وکړي او له اسراییلو سره په خپلواکه توګه بایکاټ وکړي.
د ایرلنډ لومړي وزیر "سایمن هریس" شاوخوا درې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې پر اسراییلو د اقتصادي بندیزونو د لګولو هڅې کوي او په دې باور دی چې اروپايي هېوادونه باید د دې سزا په عملي کولو کې مرسته وکړي. د کارپوهانو په اند ایرلنډ به احتمالاً په لویدیځه غاړه کې په صهیونیسټ میشتو سیمو کې د تولید شویو نورو شیانو په وړاندې بندیزونه ولګوي او اروپايي ټولنه به د دغه هیواد په وړاندې کوم غبرګون ونه ښیي او مشخصې سزاګانې به ونه لګوي ځکه چې نه غواړي په اتحادیه کې د داخلي کړکیچ لامل شي. یو له شته انتخابونو د لویدیځې غاړې په صهیونیسټ میشته سیمو کې د تولید شوي خوراکي توکو او شیانو د وارداتو بندول دي چېله شنه کرښې بهر دي ، چې په آیرلینډ کې د اټکلونو له مخې د دې توکو ارزښت په کال کې یو ملیون یورو ته رسیږي.
د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته په غزې باندې د صهیونیسټی رژیم د حملو له پیله، د دغه رژیم د بایکاټ د ملاتړی غورځنګ په ډګر کښې ستر بدلون راغلی دی. د دې عملیاتو او د غزې د جګړې په پایله کې، د اسراییلو د بایکاټ غورځنګ او د فلسطین پلوه سازمانونو ځینې اوږدمهاله اهداف ترلاسه شوي. اوس د غزې د جګړې په څوارلسمه میاشت کښې په مختلفو ډګرونو کښې د اسرائیلو پرضد د بندیزونو په پراخولو سره حتی د اروپا او لاتینې امریکا په شمول په لویدیځو هیوادونو کښې هم د اسراییلي رژیم د انزوا خوبونه په حقیقت بدل شوی دی.
کلیدي ټکي: آیرلینډ او اسراییل، د اسراییل بایکاټ حرکت، د اسراییلو جنایتونه، د اسراییلو رژیم انزوا، د غزې جګړه، د لبنان جګړه