جرمني ولې د اسرائیلو رژیم جنایتګرۍ ته اړتیا او ضرورت لري؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i154190
پارس ټوډې- د فلسطین په غزې کښې د اسرائیلو له نسل کشۍ څخه د جرمني د حکومت هرکلی د هولوکاسټ په وړاندې د ګناه له احساسولو سره هیڅ ارتباط نلري بلکې د یوې بلې چارې ښودنه کوي.
(last modified 2024-11-12T07:22:51+00:00 )
Nov 12, 2024 11:41 Asia/Kabul
  • جرمني ولې د اسرائیلو رژیم جنایتګرۍ ته اړتیا او ضرورت لري؟

پارس ټوډې- د فلسطین په غزې کښې د اسرائیلو له نسل کشۍ څخه د جرمني د حکومت هرکلی د هولوکاسټ په وړاندې د ګناه له احساسولو سره هیڅ ارتباط نلري بلکې د یوې بلې چارې ښودنه کوي.

د جرمني حکومتي چارواکي پوهیږي چې اسرائیل د یوه بل هولوکاسټ د ترسره کولو په حال کښې دی خو کوشش کوي هغه عادي ، عادلانه او ضروري وښيي، ځکه چې دغه چاره فکر کولو ته ضرورت لري.

پارس ټوډي سایټ راپور راکړی «دفاع پریس» په یوه مطلب کښې په تیر یوه کال کښې او په تیره بیا د فلسطینیانو په وړاندې د جرمني په کړچار باندې کره کتنه وکړه چې ځینې برخې یې اوس تاسو دلته لولئ: د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې ترنن ورځې پورې هیڅ هیواد د جرمني په اندازه د فلسطین د ملاتړو په ځپلو او په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم د نسل کشۍ په ملاتړ کښې سرزوری او سخت نه دی ظاهر شوی.

حاضردمه په برلین او د جرمني په هره بله سیمه کښې د فلسطین د پلویتوب لپاره د  مظاهرو ترسره کیدل د دغه هیواد د پولیسو او د مطبوعاتو له وحشیانه حملې سره مخامخ کیږي.

جرمني له صهیونیسټ څخه په ملاتړ او د فلسطین له بې دفاع خلکو په دښمنۍ کښې ګویا د امریکا له ډیموکراټ ګوند څخه سیالۍ ګټلي ده یعني مخکي شوي ده.

خو پوښتنه دا ده چې د جرمني د حکومت د دغه کړچار علت څه دی او ولې دغه هیواد په شوق سره له صهیونیسټ رژيم څخه د دفاع کولو تر ټولو زیات لګښتونه او پیسې ورکوي؟!

دغه پوښتنې ته ځواب د تاریخ په یوې برخې کښې چې یو تیاره او نفرت رامینځته کونکی قضاوت دی ډک دی خو د غالب تصور په اپوټه له هولوکاسټ سره هیڅ ارتباط نلري او د نازي جرمني د جنایتونو د جبرانولو لپاره هڅه او د دغو جنایتونو د نه تکراریدا په هکله ډاډ نه دی.

تریخ حقیقت دا دی چې په جرمني کښې هیڅکله نازي ایزم ختم نشو او هیڅکله د هغو سیاستونو په حذفولو سره چې د ایډولف هیټلر د څرګندیدا سبب شول و نه منل.

د «جرمني ناروغۍ» په لومړي او دوهم نړیوالو جنګونو کښې په خپریدا سره دوه ځله د ټولې ځمکې په کرې کښې سوله او امنیت په خطر کښې واچول انساني تمدن یې له ډیرو تاوانونو سره مخامخ کړ.

له دوهم نړیوال جنګ وروسته په نړیواله ټولنه کښې د جرمني د حکومت بیا منل د نازیانو د ځپلو له بهیر سره اړونده شو.

جرمني له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته ټاکل شوي وه یوازې د کرهڼې او د مالدارۍ یو ایالت ووسي.

سره له دې دغه بهیر د جرمنیانو په ښه چانس سره زر  څنګ ته کړی شو.

د جرمنیانو ښه چانس دا و چې له نړیوال جنګ څخه سملاسي وروسته د امریکا او د پخواني شوروي ترمنځ سوړ جنګ پیل شو او د نازي ایزم د له مینځه وړلو اهمیت یې تر سیوري لاندې وروست.

له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته لویدیځو هیوادونو زیات د جرمني په وسلو سمبالیدا سره مخالفت کاوه.

د «مورګنتاو« پلان چې په نولس سوه څلور څلویښتم میلادي کال مکښې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر «تئوډور روزولټ» لخوا یې ملاتړ وشو د جرمني د وسلو د صنعت او د نورو صنایعو په کامل ډول حذفول وو چې کولای یې شو د جرمني د پوځ له بیا رغونې سره مرسته  وکړي.

د جرمني پوځي صنایعو په عمل کښې د سیاسي جوړښتونو په توګه عمل کاوه چې کولای یې شو د نازیانو د بیا راڅرګندیدا سبب شي.

جرمني په لویدیځې اسیا سیمې کښې د لویدیځ د پوځي کیمپ په توګه له نوي جوړ یهودي حکومت څخه په نامحدود او بې قید او شرط پرته ملاتړ سره هڅه وکړه چې په خپلو لویدیځو سیالانو کښې خپله څیره سوکه سوکه ترمیم کړي.

جرمني په نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال کښې د ګرمې ورکول پیل کړل خو د هولوکاسټ د وژل شویو کسانو کورنیو ته نه بلکې د اسرائیلو  حکومت ته هغه هم د پوځي وسلو د صادرولو په چوکاټ کښې.

په هغه وخت کښې لویدیځ د امریکا په مشرۍ له پخواني شوروي اتحاد سره په مبارزې تمرکز وکړ.

بالاخره په نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال کښې له ناټو تړون سره د  جرمني په یوځاې کیدا سره د نازیانو له مینځه وړل په چوپتیا سره هیر  کړې شول.

باید پام وکړو چې هولو کاسټ لومړنۍ نسل وژنه نه وه چې جرمني ترسره کړي ده.

له نولس سوه څلورم میلادي کال څخه تر نولس سوه اوم میلادي کال پورې د جرمني پوځ د جنرال «لوتار فون تروتا» په مشرۍ په جنوب لویدیځې افریقا کښې د «هررو» اتیا فیصده او د «ناما» پنځوس فیصده خلک وژلي وو.

د جرمني چارواکي په کامل ډول پوهیږي چې اسرائیل د نسل کشۍ په حال کښې دی او جنګ یې د فلسطین د خلکو د قومي پاکونې او د له مینځه وړلو په نیت سره پیل کړی دی.