له صهیونیسټ رژیم سره د «پوما» د همکارۍ ختمول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i154780-له_صهیونیسټ_رژیم_سره_د_پوما_د_همکارۍ_ختمول
پارس ټوډی – د جرمني شرکت پوما له پنځه کلن فشار او نړیوالو بندیزونو وروسته له صهیونیسټ رژیم سره خپله همکاري ختمه کړه.
(last modified 2024-11-30T08:34:19+00:00 )
Nov 30, 2024 13:02 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټ رژیم سره د «پوما» د همکارۍ ختمول

پارس ټوډی – د جرمني شرکت پوما له پنځه کلن فشار او نړیوالو بندیزونو وروسته له صهیونیسټ رژیم سره خپله همکاري ختمه کړه.

د لوبو وسایلو اړوند شرکت «پوما» د فلسطین د ملاتړو له پراخو فشارونو او شاوخوا ۵ کلنو نړیوالو بندیزونو وروسته بالاخره د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د فوټبال له فدراسیون سره خپله همکاري پای ته ورسوله.

آلماني شرکت پوماPUMA  خبر ورکړی، چې د روان کال (۲۰۲۴) تر پایه به له صهیونیسټي فوټبال فدراسیون سره خپل ملاتړي قرارداد پای ته ورسوي.

د صهیونیسټ رژیم د تحریم او پریکون لپاره د نړیوال غورځنګ په هڅو سره دغه شرکت د څه د پاسه پنځو کلونو لپاره له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره د همکارۍ په خاطر د نړۍ له تر ټولو سختو بندیزونو سره مخامخ شو.

تر دې مخکې د نړۍ یو شمېر مشهور سپورتي کلبونه له دې بندیزونو سره یو ځای شول او د دغه جرمني شرکت له تولیداتو یې د ګټې اخیستنې څخه ډډه وکړه.

د صهیونیسټ رژيم د تحریم او پریکون غورځنګ، چې د BDS په نوم یادیږي، د نړۍ په کابو شلو هېوادونو کې د صهیونیسټي رژیم پرضد فعالیت کوي، دوی په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له آلماني شرکت پوما سره د صهیونیسټ رژیم سره د همکارۍ له امله د سپورتي توکو د بایکاټ کولو کمپاین پیل کړ.

د پوما سپورت شرکت، چې د سپورټي د توکو په برخه کې د آلمان یو له سترو تولیدونکو څخه دی، اکثریت یې د صهیونیسټ سپورت ټیمونو د ملاتړ لپاره مالي تړون لاسلیک کړي وو.

د یورو مدیترانې د بشری حقوقو د څارنې د ادارې په وینا، امریکا او جرمنی د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم په نسل وژنې کې شریک دي.