د افغانستان په جنګ کې د ۴۵۷ انګریزو ځواکونو وژنه:
Dec 10, 2024 15:21 Asia/Kabul
تهران راډیو ـ د انګلستان د ولسِ جرگي ویلِي: د افغانستان په جنګ کې ۴۵۷ انګریز ځواکونه وژل شوې دي.
د فارس خبري اژانس د افغانستاتن سایټ د راپور له مخې، د انګلستان پارلیمان د افغانستان د جنګ په اړه یو راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، د افغانستان په ټول جنګ کې ۴۵۷ انګریز عسکر مړه او ۶۱۶ ژوبل شوې دي.
زیاتره انګریز ځواکونه په ۲۰۱۰ کال کې وژل شوي یعنې هغه وخت چې کله په هلمند کې د ناټو ماموریت انګلستان ته وسپارل شو.
د انګلستان د ځانګړو ځواکونو له خوا د عامو خلکو د وژلې دوسیه په افغانستان کې د جنګي جنایت یوه لویه دوسیه ده.
انګریز ځواکونه په هلمند کې د کابو اتیا کسانو په وژله تورن دي چې ویل شوي په ډېرې حوصلې سره او یا په خوب کې او یا د کسانو له نیول کېدو وروسته له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کاله دغه وژلې شوې دي.
ټیګونه