افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت په فعالیت پیل وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155496-افغانستان_کې_د_سعودي_عربستان_سفارت_په_فعالیت_پیل_وکړ
تهران راډیو ـ په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي: په دغه هېواد کې يې د خلکو ستونزو ته په کتو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه یې د سفارت ډپلوماتيکې چارې بیا پيل کړې.
(last modified 2024-12-23T07:01:34+00:00 )
Dec 23, 2024 11:29 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت په فعالیت پیل وکړ

تهران راډیو ـ په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي: په دغه هېواد کې يې د خلکو ستونزو ته په کتو او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه یې د سفارت ډپلوماتيکې چارې بیا پيل کړې.

د سعودي عربستان د حکومت پر پښتو اېکس پاڼه لیکل شوي: “د سعودي عربستان شاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو د تمایل له مخې، پرېکړه وشوه چې د سعودي عربستان نمایندګي په کابل کې خپل فعالیتونه د ۱۴۴۶/۶/۲۱هـ نېټه چې د ۲۰۲۴/۱۲/۲۲م سره سمون خوري، بیا پیل کړي.”

سعودي عربستان د ۱۹۳۲ کال راهېسې له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکي لري، خو د جمهوري نظام د سقوط وروسته یې د خپل سفارت فعالیت درولی وو.