د امام محمد باقر علیه السلام د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155826
نن د رجب د میاشتې اوله نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د ولادت کلیزه ده.
(last modified 2025-01-02T00:43:14+00:00 )
Jan 02, 2025 05:06 Asia/Kabul
  • د امام محمد باقر علیه السلام د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ

نن د رجب د میاشتې اوله نیټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د پنځم معصوم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د ولادت کلیزه ده.

امام محمد باقر علیه السلام د ۵۷ هجري قمري کال د رجب د میاشتې په اوله نیټه په مدینې منورې کښې دنیا ته راغی.

د امام محمد باقر علیه السلام عظمت او سترتوب په عام و خاص کښې مشهور و.

هرچرته به چې د هاشمیانو، علویانو او فاطمیانو د لوړوالي خبره کیده، دوي د هغې ټولې سپیڅلتیا، میړانۍ او سترتوب یوازنی وارث پيژندل کیده.

مونږ د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو مینه والو ته د امام محمد باقر علیه السلام د زوکړې د کلیزې مبارکي وایو.