اسرائیلي جنایتکاره وزیر ونیسئ
پارس ټوډې - په پولنډ کې د بشري حقونو سازمانونو د صهیونیسټي رژیم د ښوونې او روزنې د وزیر د نیولو غوښتنه وکړه چې پولنډ ته یې سفر کړی دی.
په پولنډ کې د بشري حقونو سازمانونو د دغه هېواد لویې څارنوالۍ ته په شکایت کولو سره، د صهیونیسټي رژیم د ښوونې او روزنې وزیر یوآو کیش یې په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې له عاملینو څخه ګڼلی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې غوښتنه کې راغلي چې یوآف کیش د یوې جنګي الوتکې پیلوټ وو او د صهیونیسټي رژیم په کابینه کې د غړیتوب له امله، په غزې کې د اسرائیلو د جنګي جنایتونو مسئول دی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۲۱مه نېټه په هاګ کې میشته د جرمونو نړیوالې محکمې په متفقه توګه، په غزې کې د بشري او جنګي جنایتونه ترسره کولو له امله، د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دې رژیم د جګړې د ګوښه شوي وزیر یوآف ګالانت د نیولو حکم صادر کړ.
د دې حکم له مخې، نتانیاهو او ګالانټ به د دې محکمې غړيو هېوادونو ته په سفر سره ونیول شي.