نیواکي ټاټوبي کښې د آنروا په فعالیت بندیز ولګیده
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د کارموندنې او خدماتو د آژانس (انروا) د فعالیت د بندولو په هکله د صهیونیسټي رژیم د پارلیمان (کنسټ) په فعالیت د بندیز قانون اجرايي شو.
انروا ته د اسرائیلو د رژيم د کابینې د ۴۸ ساعتونو د مهلت په ختمیدو سره، په نیواکي فلسطین کښې د ملګرو ملتو د دغه ارګان په کار باندې بندیز له پرون پنجشنبې څخه اجرايي شو.
صهیونیسټي رژیم چې انروا یې د غیرقانوني اقداماتو په ترسره کولو تورن کړی، تراوسه یې د دغو تورونو د ثابتولو لپاره هیڅ ډول سند او مدرک نه ده وړاندې کړی.
د فتح غورځنګ یو مشر «حاتم عبدالقادر» له العربي الجدید ویب سایټ سره په مرکه کښې، په دې خبرې سره چې د انروا په فعالیت باندې له بندیزه د اسرائیلو هدف، سیاسي دی، وویل: په داسې حالاتو کښې چې نیواکګر په ختیځ قدس کښې د ښارګي جوړونې پراختیا غواړي، پ خپل مسئولیت باندې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو ارګانونو مسئولیت ضروري دی.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش هم د صهیونیسټي رزیم د پارلیمان له خوا د انروا په فعالیت د بندیز د قانون د تصویبیدو په غبرګون کښې وویل چې په روانو حالاتو کښې د انروا هیڅ بدیل نشته.