د امریکا دغه نوې بمونه صهیونیستانو ته د ټرامپ تحفه ده
پارس تودی- د پنتاګون له اعلان سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت صهیونیستي رژیم ته د ۶.۷۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، توغندیو او نورو تجهیزاتو له خرڅولو سره هوکړه کړې ده.
د اکسیوس ویب پاڼې په دې اړه اعلان وکړ چي له اسرائیل رژیم سره د امریکا وسله ایز قرارداد په ۱۸ زره بمونو مشتمل دی چي د ۲۰۲۵ میلادي کال کې د سپارلو بهیر پیلیږي. د پارس تودی له راپور سره سم، د یاد قرداد له مخې، همدارنګه درې زره هیل فایر توغندی تر ۲۰۲۸ میلادي کاله پورې اسرائیلو ته ورسپارل کیږي.
د هل فایر توغندی AGM-114 Hellfire له هوا د ځمکې ویشتونکې هدایت موندونکی توغندی دی چي اکثره د امریکا د وسله والو ځواکونو او د دې هیواد د ملګرو له خوا، د زغروال ګاډو، سنګرونو او خوځنده اهدافو د ویشتلو لپاره کارول کیږي.
له دې مخکې ځینې سرچینې ویلي وه چي د ټرامپ حکومت له کنګرس څخه غوښتنه کړې ده چي د یوه میلیارد ډالرو په ارزښت په صهیونیستي رژیم باندې د وسلو د خرڅولو طرحې سره موافقه وکړي.
د جرمني بېلد ورځپانې اشوا کړه چي امریکا ډېر ژر GBU-43/B Massive Ordnance Air Blast چي د بمونو د مور په نامه مشهوره شوي، اسرائیل رژیم ته ورکوي.
د بشري حقوقو څار ډلې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې اعلان وکړ چي تر کومه پورې چي امریکا صهیونیستي رژیم ته د وسلو په ورکولو او مرستو ته دوام ورکړي، تر هغه پورې د صهیونیستي رژیم په بشري نقضونو کې شریک بلل کیږي.
د دې راپور له مخې، امریکا د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر له اووهمې، را په دې خوا، صهیونیستي رژیم سره بې مخینې فوځې مرستي کړي او ډول ډول بمونه او وسلې ورکړي دي، د امریکا دولت په داسي حال کې صهیونیستي رژیم ته د امریکایي وسلو ورکړې ته دوام ورکوي، چي د دې رژیم فوځیانو په یادو وسلو سره جنګي جنایات تر سره کوي.