هندوستان د پاکستان په وړاندې سخت اقدامات پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i159330-هندوستان_د_پاکستان_په_وړاندې_سخت_اقدامات_پیل_کړل
د هندوستان لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د کابینې امنیتي غونډه پرون ترسره شوه، چې په کې د پاکستان په وړاندې سختې پرېکړې وکړې.
(last modified 2025-04-24T06:43:04+00:00 )
Apr 24, 2025 11:10 Asia/Kabul
  • هندوستان د پاکستان په وړاندې سخت اقدامات پیل کړل

د هندوستان لومړي وزیر په مشرۍ د دغه هېواد د کابینې امنیتي غونډه پرون ترسره شوه، چې په کې د پاکستان په وړاندې سختې پرېکړې وکړې.

په دغه پرېکړو کې د سند اوبو تړون وځنډول شو، د اټاري سرحدي لاره وتړل شوه او د پاکستاني وګړو لپاره د سارک ویزې لغوه شوې.

همدارنګه، د پاکستان پوځي سلاکاران له ډیلي څخه وشړل شول او د سفارتخانو د کارکوونکو شمېر کم شو.

هند د کشمیر د ترهګریز برید په غبرګون کې یاد سخت اقدامات پیل کړل.

د اپریل په ۲۲مه په پاهلګام کې د ترهګریز برید له امله ۲۷ سیلانیان ووژل شول، چې هند یې مسؤل پاکستان بولي.

خو پاکستان له وړاندې ویلي، چې په دغه برید کې هیڅ ډول لاس نلري.