مونږ ستر کړئ! د ملوني او ټرمپ استعماري توهمونه
(last modified Wed, 30 Apr 2025 08:27:03 GMT )
Apr 30, 2025 12:57 Asia/Kabul
  • مونږ ستر کړئ! د ملوني او ټرمپ استعماري توهمونه

پارس ټوډی – څیړنې ښیي چې ټرمپ او مالوني د هغه غورځنګ استازیتوب کوي چې د لویدیځ د قدرت له زوال څخه ویره لري.

د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني له ډونالډ ټرمپ سره د خپلې وروستۍ غونډې په جریان کې  د"لویدیځ بیا لوی کړئ" ډډ او مینځ تشی شعار پورته کړ.

دا شعار، چې د ټرمپ د مشهور "امریکا بیا لویه کړئ" کمپاین یادونه کوي او د راتلونکي لپاره یو حقیقي پلان نه دی، بلکې د لویدیځ د تاوتریخوالي دورې ته د بیرته راستنیدو لپاره یو خطرناک یادښت دی؛ هغه پړاؤ چې له استعمار، ویجاړونکو جګړو او د نړیوالو سرچینو له لوټمارۍ سره مل و.

د لویدیځ "عظمت": د جنایت او استحصال بل اړخ

کله چې لویدیځ مشران د تیر "عظمت" په اړه خبرې کوي، نو د دوی په ذهن کې څه انځور وي؟ ایا مراد یې هماغه پړاو دی کله چې اروپا او امریکا د وژنې او غلامۍ له لارې براعظمونه په خاورو او وینو ولړل؟ ایا هغه عظمت چې دوی یې غواړي د غلامۍ، د اصلي امریکایانو او سورپوستو د نسل وژنې، په چین کې د تریاکو د جګړو او د افریقا او منځني ختیځ د استعمار په څیر دی؟

د لوېدیځ تاریخ له خونړیو شخصیتونو ډک دی: د بلجیم له خوا د کانګو له قتل عام څخه چې په میلیونونو خلک یې ووژل، په ویتنام، عراق او افغانستان کې د امریکا تر ویجاړونکو جګړو پورې. نن سبا، هماغه استعماري قدرتونه، د ډیموکراسۍ او بشري حقونو تر نامه لاندې، د فلسطینیانو د نسل وژنې اصلي ملاتړي شوي دي. ایا دا هغه "عظمت" دی چې ملوني او ټرمپ یې بیرته راوستل غواړي؟

نننی لویدیځ: د تسلط زوال او د څو قطبي نړۍ ویره

ټرمپ او ملوني د هغه غورځنګ استازیتوب کوي چې د لویدیځ ځواک له زوال څخه ویره لري. د چین ظهور، د ناټو په وړاندې د روسیې مقاومت او د سویل نړیوالې بیدارۍ ښودلې چې د لویدیځ د تسلط دوره پای ته رسیدلې ده. خو د څو قطبي نړۍ د منلو پر ځای، لویدیځ سیاستوالان هڅه کوي چې د خپل تسلط پاتې شوني د پوځي توب، یو اړخیزو بندیزونو او اقتصادي جګړې په زیاتولو سره وساتي.

د چین، روسیې او ایران پر وړاندې د امریکا بندیزونه، د صهیونیسټ رژیم لپاره بې قید او شرطه ملاتړ، او د خپلواکو نړیوالو سازمانونو د کمزوري کولو هڅې ټول د لویدیځ د نړیوال تسلط له لاسه ورکولو ویره منعکسه کوي. خو دا ستراتیژي نه یوازې لویدیځ  نه"لوی" کوي، بلکې په یوه منزوي او بې باوره لوبغاړي یې هم بدل کړی دی.

د قوانینو پر بنسټ نظم یا منظمه بدماشي او ځورونه؟

لویدیځ ادعا کوي چې د "قوانینو پر بنسټ د نظم" دفاع کوي، خو په عمل کې، دا نظم په نورو باندې  د واشنګټن او بروکسل د نظر وړ قوانینو له ورتپلو پرته بل څه نه دي. کله چې امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پامه غورځوي، کله چې اروپا د اسراییلو د جرمونو د ملاتړ لپاره د خپل ویټو ځواک د وسیلې په توګه کاروي، او کله چې نړیواله جنایي محکمه یوازې د افریقایي او روسي مشرانو د محاکمې هڅه کوي، نو دا روښانه کیږي چې نړیوال قانون یوازې په کمزورو پورې تړلی دی.

غزه د دې لورنیونې او پرې یوه روښانه بیلګه ده: پداسې حال کې چې لویدیځ د فلسطینیانو د نسل وژنې ملاتړ کوي، همدغه هیوادونه د "بشري حقونو" په پلمه په نورو بندیزونه لګوي. دا اخلاقي دوه ګونی والی د لویدیځ "عظمت" اصلي ماهیت څرګندوي: د ډیموکراسۍ په نوم تسلط، د آزادۍ په نوم استحصال.

آیا لویدیځ په ریښتیا هم غواړي چې "ستر" شي؟

که لویدیځ په ریښتیا سره "عظمت" غواړي، نو باید له خپل تیاره تاریخ څخه زده کړه وکړي او د بندیزونو او جګړې پر ځای، نړیوالې همکارۍ ته مخه کړئ. - د تیري کوونکو رژیمونو د ملاتړ پر ځای، د مظلومو ملتونو د حقونو درناوی وکړئ. - د پوځي کولو پر ځای، ډیپلوماسۍ او نړیوال عدالت ته غاړه کیږدئ. خو د ملوني او ټرمپ شعارونه ښيي چې دوی د نړیوالو اړیکو د اصلاحاتو پرځای د ځورونې دورې ته د بیرته ستنېدو په لټه کې دي.

ریښتینی عظمت په سلطۍ کښې نه بلکې په عدالت او سوله راوستلو کې دی:

نن ورځ نړۍ داسې مشرانو ته اړتیا لري چې د ملتونو ترمنځ په عدالت او مساوات باور ولري، نه دا چې د سقوط شویو امپراتوریو  په یادونو کې ډوب وي. ریښتینی "عظمت" په نړۍ کې د امریکایی پوځي اډو په شمیر کې نه دی، نه د اروپا په ظالمانه بندیزونو کې، او نه هم د اسراییلو د جرمونو په وړاندې په چوپتیا کې دی. که لویدیځ غواړي چې یو ځل بیا "ستر" شي، نو باید استحصال او جګړه ودروي او د سولې ساتونکی شي، نه د جګړې جوړونکی. خو تر هغه چې د ټرمپ او ملوني په څېر سیاستوال د استعماري امپراتوریو خوب ته غاړه کیږدي، دا خوب به نه یوازې دا چې پوره نه شي، بلکې د لویدیځ زوال به هم ګړندی کړي.