له رسنیو سره دد امریکا د ولسمشر ټرمپ شخړې او ترینګلتیاوې
د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ټرمپ او رسندوئي شخړې په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
د امریکا د کرغیړن ولسمشر دونالد ټرمپ خوي له رسنیو سره د منفي او جنجالي اړیکو لپاره پیژندل کیږي، خو په عین حال کې هڅه کوي چې د خبرونو او رسنیو د پوښښ په سر کې پاتې شي. دا یو دوه ګوڼی چال دی.
خوږو دوستانو ، څو میاشتې وړاندې پولیټیکو (Politico) ویب پاڼې لیکلي وو چې د بیان د ازادۍ ډېری پلویان په دې اند دي چې د بې احترامئ او بدنامئ په قضیې او دوسیې کې د ABC چینل او ټرمپ ترمینځ موافقه د ددغه چینل له خوا ټرمپ ته تسلیمیدا ، د ټرمپ بریا او د رسنیو پر وړاندې د قانوني لارې پرانیستل دي. دوي اندېښمن وو چې ټرمپ به سپینې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته د خپلو رسانه ایزوکرکتونکو او نیوکه کونکو پر وړاندې د شخصي مدني دعوو کارول زیات کړي. د پولیټیکو په وینا، د ټرمپ د لومړني پړاؤ پشمول امریکا د ولسمشرانو په وروستیو دورو کې هیڅ یوه د ولسمشرۍ پر مهال د رسنیو پر وړاندې شخصي دعوا نه دي کړې. خو هغه ژمنه کړې وه چې د خبریالانو او نظر ورکوونکو پر وړاندې به نورې دعوې هم وکړي. هغه د خپلې نوې ولسمشرۍ په پیل کې ګواښ وکړ چې خبریالان به زندان ته واچوي او د خیانت په تور به د خبري ادارو په ضد پلټنې وکړي. پر دغو ټولو ګواښونو سربېره، د متحده ایالاتو کرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ له رسنیو او امریکائي خبریالانو سره سپک چلند، او بدې خبرې هره ورځ نوې او زیاتیدونکې بڼه خپلوي. داسې ښکاري چې د ټرمپ په شخصیت کې د خود غرضئ .کبر او ډیکتاتوري عادتونه ، چې د نړۍ په وړاندې یې د فخر کولو لامل کیږي، د رسنیو په اړه لا زیات څرګندیږي. په داسې حالاتو کې، ډېر کتونکي په دې باور دي چې د ټرمپ حکومت د سپینې ماڼۍ د پروګرامونو د پوښښ لپاره د خبریالانو د ټاکلو اختیار په لاس کې په اخستو سره، دا د رسنیو او خبریالانو د سزاګانو او محدودولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. یوازې څو ورځې وړاندې، ډونالد ټرمپ یو ځل بیا د یوه خبریال سپکاوی وکړ. کیسه داسې وه چې کله خبریال له هغه یوه پوښتنه وکړه،نو ټرمپ وویل: "د چا لپاره کار کوې؟" خبریال د خپلې رسانۍ نوم واخست،نو ټرمپ وویل: "زه حتی نه پوهیږم دا څه شی دی! د ځان لپاره یو مناسب کار پیدا کړه!

په امریکا کې مسلکي او خپلواکه جرنالیزم هره ورځ د ټرمپ له خوا له نوي دباؤ او زیان سره مخ کیږي. داسې ښکاري چې د ټرمپ موخه د رسنیو او مسلکي خبریالانو خپلواکي کمول او د دوی په فعالیتونو د مستقیمو او غیر مستقیمو وسیلو او رودو په کارولو سره کنټرول او اغیزشیندل دي. تر ټولو تازه پیښه د سپینې ماڼۍ هغه اقدام دی چې له یوې پیړۍ وروسته ئې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې پر ځای د ولسمشر د سفرونو او پروګرامونو د پوښښ لپاره د خبریالانو او رسنیو ټاکل په خپل لاس کې واخیستل. دا موضوع د خبریالانو او رسنیو له سختو منفي غبرګونونو سره مخ شوه. دا حیرانوونکې موضوع د سپینې ماڼۍ ویندوئې کارولَین لیفیت د ورځني خبري کنفرانس پر مهال اعلان کړه. هغې وویل چې له دې وروسته د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنه به د ولسمشر د فعالیتونو د پوښښ لپاره د خبریالانو د ډلې غړي په خپل انحصار کې ونه لري. د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د دغې نوې پیښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "په هر څه کې، ټرمپ سم دی. هغه زیاته کړه: مونږ په دې برخې کې پریکړه کوو. په دې توګه، د اپریل په وروستیو کې سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د رویئټرز او بلومبرګ په شمول د خبري اژانسونو خبریالانو ته به د ټرمپ او سپینې ماڼۍ د خبرونو د هممهاله پوښښ اجازه ورنه کړي. د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې په یوې اعلامیې کې دا پریکړه وغندله او و ې ویل: د دغو خبریالانو راپورونه په چټکۍ سره د نړۍ په زرګونو نورو رسنیو او میلیونونو لوستونکو ته هره ورځ لیږدول کیږي څو ټول د ولسمشرۍ د خبري پوښښ لپاره مساوي لاسرسی ولري. د سپینې ماڼۍ دا سرغړونه او ځپنه د رسنیو پر وړاندې وروسته له دې زیاته شوه چې اسوشیټیډ پریس (Associated Press) د دغه حکومت پر وړاندې قانوني جګړه پیل کړه. اسوشیټیډ پریس د سپینې ماڼۍ پر وړاندې دعوه کړې ځکه چې دغې ادارې د دوي خبریال د سپینې ماڼۍ د خبرونو د پوښښ مخه نیولې وه. دا کار د دې لپاره شوی و چې دغه خبري اژانس د ټرمپ د خوښې خلاف د *میکسیکو خلیج* پر ځای د ؛امریکا خلیج؛ نوم کارولی و. د دې دعوا په کیسې کې د سپینې ماڼۍ له ماتې وروسته، د غه حکومت پریکړه کړې چې د هغو رسنیو لپاره چې ناخوښې ئې بولي، نوې رسنیزې تګلارې پلي کړي. د دغې نوې تګلارې له مخې، د خبري اژانسونو خبریالان د چاپي رسنیو د خبریالانو په کټګورئ کې دي چې یوازې په پړاویزه توګه اجازه لري یو خبریال د ولسمشرۍ ځانګړې الوتکې ته واستوي. د دغه نوې قانون له مخې، د رویئټرز خبریال وتوانید چې د کاتولیک نړۍ د وخت د مشر پاپ فرانسیس د جنازې مراسمو لپاره د ټرمپ په سفر کې د هغه په الوتکه کې ورسره ملګری شي.

البته د امریکا د حکومت کارنامه یوازې په دغو دباؤنو، ګواښونو او سپکاویو پورې محدوده نه ده، او دا حکومت د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخې سره هر کال میلیاردونو ډالره مرستې کسانو ، بنسټونو، ادارو، بهرنیوحکومتونو، رسنیو، خبریالانو او نورو ته ورکوي، په دې شرط چې د سپینې ماڼۍ له سیاستونو سره سم عمل وکړي. راپورونه ښئي چې د دغو مرستو اړخونه د هغه څه په پرتله ډېر پراخ دي چې مخکې ئې ایشوا شوي وو، ځکه چې په نړۍ کې سلګونه رسنۍ او زرګونه خبریالان په رسمي توګه د امریکا د حکومت له خوا معاش اخلي ، څو د امریکا د ګټو په خاطر لیکنې وکړي. د بې پولې خبریالانو تنظیم (گزارشگران بدون مرز) په دې اړه ایشوا کړې چې د امریکا د مالي مرستو بندولو له شپږ زره دوه سؤ څخه ( ۶۲۰۰ )زیات خبریالان اوکابو ۱۰۰۰ رسنۍ یا د رسنیو اړوند ادارې په نښه کړي دي. د دغه راپور له مخې، د مالي مرستو ځنډولو له امله له ۳۰ زیاتو هېوادونو کې ۶۲۰۰ خبریالان، ۷۰۷ غیر حکومتي رسانۍ او ۲۷۹ غیر حکومتي رسانه ایز ې ادارې،له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. دغې ادارې د یوه استخباراتي سند په استناد راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د امریکا د بهرنیومرستوبودجه دوه سوه اته شبیته اعشاریه څلور( ۲۶۸.۴) میلیون ډالره ده، چې د هغه څه لپاره ځانګړې شوې چې دوي ئې ؛خپلواکه رسانۍ او د معلوماتو ازاد بهیر ؛ بولي. د بې پولې خبریالانو اداره وائي، دا اداره له دغې بودجې څخه د خپلواکو رسنیو د پیاوړتیا لپاره د روزنې او ملاتړ په موخه کار اخلي، په تیره بیا دا چې د لویو رسنیزو او رګانونو او کوچنیو رسنیزو سرچینو یا وګړو لپاره چې په ځپونکي چاپېریال کې فعالیت کوي. دغې ادارې اعلان کړی چې د امریکا بهرنۍ مرستې په اوکراین کې د خپلواکو رسنیو اصلي ملاتړي دي، چیرې چې له هرو لسو رسنیو څخه ۹ ئې پر نړیوالو سبسډیانو یا کریډیټونو تکیه کوي. دغه تنظیم زیاته کړې، د ډونالد ټرمپ له خوا د رسنیزو مرستو په شمول ، د میلیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو، د بندولو پریکړې د زیانمن شوو ادارو ترمینځ ګډوډې او ناڅرګندتیا رامینځته کړې ده. دوي وائي، دا رودې او بهیرونه د هغو مالي سرچینو پر وړاندې لاره پرانیسنلی شی چې ممکنه ده ، د مسئولو مدیرانو خپلواکي له ګواښ سره مخ کړي. البته، د بې پولې خبریالان دا نه تشریح کوي چې د امریکا له خوا د مرستو بندول څنګه د رسنیو خپلواکي له ګواښ سره مخ کوي او دا رسنۍ چې مخکې ئې له امریکا څخه بودجه ترلاسه کوله، څنګه ئې خپلواکه دریځونه څرګندول.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په عین حال کې چې محدودیتونه زیاتوي،د رسنیو پر وړاندې خپل قانوني ټکونه او بریدونه هم پراخ کړي او د خبریالانو او خبري چینلونو پر وړاندې د میلیارډونو ډالرو د ګرَمې ادعا تنظیم کړې ده. هغه له CBS چینل څخه د ۲۰ میلیارډ ډالره ګرمې اخستو غوښتنه کړې او Des Moines Register ورځپاڼه ئې د یوې ناسمې نظرپوښتنې په علت محکمې ته کش کړې ده. همدارنګه، د ABC چینل د ای. جین کارول په قضیې کې د ټرمپ د ناسم راپور په اړه د ادعا پای ته د رسولو لپاره ۱۵ میلیون ډالره ورکړي دي.په دې مینځو میان کې،د فیډرالي مخابراتو کمیشن هم د Comcast، PBS او NPR په څیر د رسنیو پر وړاندې نوي پلټنې پیل کړې دي. په ورته وخت کې، د نیویارک ټایمز راپور ایشوا کړې چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د عامه رسنیو فیډرالي بودجه په بشپړه توګه بنده کړي؛ دا اقدام که د کانګرس له خوا تصویب شي،نو د عامه رسنیو شرکت (CPB) یو اعشاریه یو میلیارډ ډالري بودجه به د خلکو د مالیاتو له لارې بیرته واخیستل شي. دا ټولې کړنې، او حتی له دې زیاتې، د امریکا د ولسمشر د رسنیزو اړیکو په کارنامې کې موندل کیدلی شي. د مثال په توګه، په ۲۰۱۷ کال په مئ میاشت کې، د CBS چینل له یوه خبریال سره د ټرمپ د اختصاصي مرکې پر مهال، کله چې خبریال له هغه وغوښتل چې د پخوانی ا مریکائي ولسمشر باراک اوباما له خوا د هغه د ټيلیفوني خبرو د اوریدلو په اړه د هغه د ادعا په اړه توضیحات ورکړي، نو ټرمپ ناڅاپه مرکه نیمګړي پرېښودله او خپل کاري میز ته ستون شو. هغه په غوسه د CBS خبریال ته وویل: لکه څنګه چې غواړې وې ګڼه. دا پوښتنه له ما مه کوه. دا پیښې بیا کتنې یا هیڅ اضافي تفسیر یا توضیح ته اړتیا نلري. دا روښانه ده چې د متحده ایالاتو ولسمشر ځان له هرچا او حتی له قانونه پورته ګڼي او هر ډول چې وغواړي له نورو، په تیره بیا له نیوکه کونکو رسنیو او خبریالانو سره چلند کوي. مهمه او حیرانوونکې خبره دا ده چې د امریکا د حاکم نظام نورې برخې، چې کلونه ئې په خپلو رسنیو کې د نړۍ د نورو هېوادونو د حاکمانو د نامناسبو چلندونو په وړاندې غبرګون ښودلی، په داسې قضیو کې، د ازادو رسنیو او د معلوماتو د تبادلې د ملاتړ ادعاګانو سره سره، د ټرمپ د چلند په وړاندې مناسب غبرګون نه ښئي. په داسې حال کې چې دوي پوهیږي، تاوتریخوالی، کرکه خپرول او د رسنیو سپکاوي، د دوی ازادي او د معلوماتو سالم بهیر کمزوری کوي او د دې منفي پایلې، ټولنې او د رسنیو مخاطبانو ته ورستنېږي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه ځانګړي مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،بریالي اوسئ
(سیماب)
*********************************************************************************************************************************************************