کلمبیا خپل سفیر له متحده ایالاتو څخه وغوښت 
(last modified Sat, 05 Jul 2025 01:34:45 GMT )
Jul 05, 2025 06:04 Asia/Kabul
  • کلمبیا خپل سفیر له متحده ایالاتو څخه وغوښت 

پارس تودي - وروسته له هغه چې واشنګټن خپل سفیر له کلمبیا څخه وغوښت، د کلمبیا حکومت هم په ورته اقدام کې له خپل سفیر څخه وغوښتل چې له واشنګټن څخه هېواد ته راستون شي. 

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، د کلمبیا ولسمشر «ګوستاوو پترو» د متحده ایالاتو د دې اقدام په غبرګون کې اعلان وکړ چې په واشنګټن کې یې سفیر «دانیل ګارسیا پنا» راوبلي. 

پترو په ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي: «زموږ سفیر باید راستون شي او موږ د دوه اړخیزې اړیکو د پراختیا، د پاکې انرژۍ د ظرفیتونو، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق اصلي عاملینو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړي.» 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «تمی بروس» د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بوګوټا سفارت کاردار «جان مک‌نامارا» د «کلمبیا د دولت له لوړ پوړو چارواکو څخه د بې بنسټه او شرمناکو څرګندونو» له امله واشنګټن ته راستون شي. 

هغې زیاته کړه چې د ټرمپ اداره به نور اقدامات هم ترسره کړي ترڅو «له کلمبیا سره د دوه اړخیزو اړیکو د اوسني وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه» په ښکاره ډول څرګنده کړي. 

کلمبیا مخکې د واشنګټن یو له نږدې متحدینو څخه وه، خو د دواړو هېوادونو اړیکې په شدت سره خرابې شوې دي.