د امریکا سناتور: غزه په ځمکه دوزخ ګرځیدلې ده
-
د میریلینډ ایالت نه ډیموکرات سناتور\" کریس وان هالین\"
پارس ټوډې - له میریلینډ ایالت څخه ډیموکرات امریکايي سناتور خبرداری ورکړ چې په غزه کې بشري وضعیت "په ځمکه باندې د دوزخ" په شان دی او دا سیمه د "بشپړې قحطۍ" په درشل کې ده.
پارس ټوډې - له میریلینډ ایالت څخه ډیموکرات امریکايي سناتور خبرداری ورکړ چې په غزه کې بشري وضعیت "په ځمکه باندې د دوزخ" په شان دی او دا سیمه د "بشپړې قحطۍ" په درشل کې ده.
"کریس وان هالین"، بیګا په ټولنیز شبکه ایکس کې ولیکل: په غزه کې بشري بحران له وحشتناک حالته اووښتی او پر ځمکه په یو دوزخ بدل شوی دی.
هغه زیاته کړه: په غزه کښې له ۶۰ زرو ډیر کسان وژل شوي دي چې زیاتره په کښې ښځې او ماشومان دي.
سناتور هیلین همداشان وویل: "د نتنیاهو حکومت بایداجازه ورکړي چې د مرستو د تولید نظام د ملګرو ملتو په مدیریت سره دوباره پيل شي. ماشومان نهر او وږي دي او د یوې بشپړې قحطۍ له خطر سره مخامخ یوو.