هېوادونه څنګه د امریکا له مالي فشارونو تښتي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164112-هېوادونه_څنګه_د_امریکا_له_مالي_فشارونو_تښتي
پارس ټوډې - د بریتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د امریکا له مالي فشارونو څخه د هېوادونو د خلاصون لارې چارې څېړلي دي.
(last modified 2025-09-03T07:36:15+00:00 )
Sep 03, 2025 12:04 Asia/Kabul
  • هېوادونه څنګه د امریکا له مالي فشارونو تښتي؟

پارس ټوډې - د بریتانیا فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د امریکا له مالي فشارونو څخه د هېوادونو د خلاصون لارې چارې څېړلي دي.

فایننشل ټایمز لیکلي: د پرمختګ په لاره کې هېوادونه په زیاتېدونکي ډول د ډالري پورونو پر اتکا کمولو او د چین یوان او د سویس فرانک په څېر د کمې ګټې والا اسعارو ته مخه کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، دا بدلونونه د امریکا د فډرال رزرو له خوا د ګټې نرخونو لوړېدو او د ډالري مالي تمویل د لوړ لګښت له امله رامنځته شوي دي.

د دې راپور له مخې، د کینیا، سریلانکا او پاناما په څېر هېوادونه، د خپلو ډالري پورونو یوه برخه په ارزانه اسعارو بدلوي، ترڅو پر خپلو دولتونو مالي فشار کم او خپل اضطراري بودیجې اداره کړي.

 

ډالر ګران او مالي تمویل ستونزمن

د AllianceBernstein پانګونې شرکت د نړیوال اقتصادي څېړنو د برخې مرستیال آرمندو آرمینتا، په دې اړه وویل: د ګټې لوړ نرخونه او د امریکا د خزانې د اوراقو د مفاد تېز منحني د پرمختګ په حال کې هېوادونو لپاره ډالري مالي تمویل ستونزمن کړی، حتی کله چې د ګټې نرخ توپیر نسبتاً کم وي. نوموړي زیاته کړه چې دا هېوادونه د مالي فشار کمولو لپاره ارزانه او دوامداره انتخابونه لټوي.

 

د «یوه کمربند، یوه لارې» پروګرام رول

د انگلیس فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي: د چین یوان ته د مخ اړولو یوه برخه د «یوه کمربند، یوه لارې» نړیوال پروګرام پورې اړه لري، چې له مخې یې چین د پرمختګ په حال کې هېوادونو ته د زیربناوو پروژو لپاره پراخ مالي مرستې چمتو کوي. د کینیا او سریلانکا په څېر هېوادونه د خپلو ډالري پورونو یوه برخه یوان ته بدلوي، ځکه چې د ډالر د مالي تمویل لګښت د پام وړ ډول زیات شوی او د اسعارو بدلون لپاره انگیزه پیاوړې شوې ده.

د کلمبو د Frontier Research شرکت اقتصادپوه ثیلینا باندواوالا، فایننشل ټایمز ته وویل: داسې ښکاري چې د مالي تمویل لوړ لګښت د یوان په لور د مخ اړولو اصلي لامل دی.