اروپایي ټولنه به پر اسرائیلي رژیم بندیزونه ولګوي
-
اروپائی اتحادیه
پارسټوډي - اروپائي ټولنې په یوې خبرتیا کې وئيلي چې په غزې تړانګې کې د جګړې د پراخیدو په دلیل به پر اسرائیلي رژیم ځینې بندیزونه ولګوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اروپائي کمیشن نن سهار وختي پر اسرائیلي رژیم ځیني نوي بندیزونه تصویب کړل.
د اروپائي کمیشن د اعلان له مخې، په غزې ښار کې د اسرائیلي رژیم عملیاتو پراخول به د لا زیاتې ویجاړۍ او مرګژوبلې لامل شي.
د اروپائي کمیشن ویاندې ویلي، له اسرائیلي رژیم سره د ټولنې په سوداګریزو تړونونو کې ځینې مادې به په دغو بندیزونو کې وځنډول شي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم په دې مناسبت اعلان کړی چې په غزې کې د پوځي عملیاتو پراخول باید ودرول شي، ځکه چې دا کار د اسرائیلي بندیانو د خوشی کیدا هیلې له مینځه وړي او د غزې اوسیدونکو ته نورې بدبختۍ رامینځةکوي او انساني ناورین به لازیات کړي