ګروسي: باید له ایران سره د دیپلوماسۍ لارې ته بېرته وګرځو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166882-ګروسي_باید_له_ایران_سره_د_دیپلوماسۍ_لارې_ته_بېرته_وګرځو
پارس‌ ټوډی- د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي په خپلو څرګندونو کې غوښتنه وکړه چې هېوادونه دې د ایران اسلامي جمهوریت سره د دیپلوماسۍ لارې ته بېرته وګرځي.
(last modified 2025-11-07T10:59:51+00:00 )
Nov 07, 2025 15:27 Asia/Kabul
  • ګروسي: باید له ایران سره د دیپلوماسۍ لارې ته بېرته وګرځو

پارس‌ ټوډی- د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي په خپلو څرګندونو کې غوښتنه وکړه چې هېوادونه دې د ایران اسلامي جمهوریت سره د دیپلوماسۍ لارې ته بېرته وګرځي.

ګروسي د خبرو اترو بېرته پیلولو غوښتنه وکړه او دیپلوماسي یې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د «یوازینۍ دوامدار حل لار» په توګه یاده کړه او ویې ویل: «د جون له بریدونو راهیسې، موږ لا هم ونه توانېدو چې پخواني بهیر ته بېرته وګرځو.»

د نړیوال اټومي انرژۍ ادارې مشر وویل چې اداره لا هم له تهران سره مشورې کوي، او د ایران پر وړاندې د بریدونو لپاره د ادارې راپور هیڅ پلمه نه ده برابره کړې.

هغه وویل راپور کې «هیڅ نوې معلومات نه و» او «بې ځایه سیاسي شوی دی».

گروسي همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا د راپورونو اغېز بې اساسه وبللې او ټینګار یې وکړ: «زموږ پایلې د انساني څارونکو له خوا ترسره کېږي، نه د ماشینونو له لارې