آیا پاکستان د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو ملاتړ کوي؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167616-آیا_پاکستان_د_ایران_د_سوله_ییزو_اټومي_فعالیتونو_ملاتړ_کوي
پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دې هېواد یوه مهم فکري مرکز د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو ملاتړ وکړ.
(last modified 2025-11-24T01:20:41+00:00 )
Nov 24, 2025 05:49 Asia/Kabul
  • آیا پاکستان د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو ملاتړ کوي؟

پارس ټوډې - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دې هېواد یوه مهم فکري مرکز د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو ملاتړ وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد طاهر اندرابي د ایران اټومي موضوع په اړه د کړکېچ زیاتوونکو او ډیپلوماسۍ ضد اقداماتو سره په مخالفت کې د خپل هېواد پر اصولي دریځ ټینګار وکړ او ويې ویل: اسلام آباد د یورانیوم غني کولو کې د تهران د حق، د برجام بیا ژوندي کولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ قطعنامې ملاتړ کوي.

اندرابي د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې په خپلې اونیزې خبري غونډه کې وویل: پاکستان مخکې هم د ایران پر اټومي تاسیساتو د هر ډول بهرني پوځي برید سره خپل مخالفت اعلان کړی او یوځل بیا له تهران سره هر ډول مخامختیا او د ډیپلوماتیک ضد چلند په ردولو سره، پر خپل دریځ ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه: یادونه کوو چې پاکستان په امنیت شورا کې د وروستیو میاشتو قطعنامه چې د ۲۲۳۱ قطعنامې په اړه وه او د سویلي کوریا بله قطعنامه چې د ایران پر ضد د بندیزونو لغوه کولو دوام یې غوښت، ملاتړ وکړ او باور لري چې د دې موضوع د حل لپاره باید د مقابلې او بندیزونو لاره ونه نیول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هېواد یې د یورانیوم غني کولو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له حق او د نړیوالو نورمونو سره سم د هغوی له ژمنو ملاتړ کوي.

همدارنګه یو شمېر پوځي شخصیتونو او د اټومي نه خپرېدو کارپوهانو په لاهور کې د پاکستان د هوايي ځواک اړوند د امنیتي او هوايي مطالعاتو مرکز (CASS) په کوربتوب په یوه ګردي میز کې چې «د ایران حقونه او ژمنې د اټومي نه خپرېدو رژیم لاندې» یې عنوان وو، د صهیونیسټي رژیم او امریکا له خوا پر ایران د تېري د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې ایران هېڅکله د NPT تړون ژمنې نه دي ماتې کړي او یوازې یې د دې تړون تشې او نېمګړتیاوې ښکاره کړې دي.