افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو د غیرقانوني اعدامونو افشا
پارس ټوډې – د انګلستان د پوځ یوه پخواني افسر په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو (Special Forces) د غیرقانوني اعدامونو او په دې اړه د انګلیسي قوماندانانو د چوپ پاتې کېدو څخه پرده پورته کړې ده.
پارس ټوډی د المیادین په حواله را پور ورکړی، د برتانیا یوه لوړپوړي پخواني پوځي افسر په یوه عامه څېړنه کې افشا کړې چې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو واحدونو په افغانستان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د بندیانو چټک او بېمحکمې اعدامونه ترسره کړي دي؛ هغه کار چې د جنګي جنایت په توګه پېژندل کېږي.
د نوموړي په افشا کولو کې راغلي چې د قوماندانۍ سلسلهمراتب له دغو سرغړونو خبر وو، خو هیڅ اقدام یې نه و کړی.
د بیبیسي له خوا د ۵۴ افغانانو د وژل کېدو مستند تر خپرېدو وروسته، د بریتانیا دفاع وزارت د رسمي تحقیق امر صادر کړ.
د بریتانیا دفاع وزارت وروسته له هغه چې بيبيسي یو مستند خپور کړ چې پکې ښودل شوي وو ۵۴ کسان د SAS ځواکونو له خوا وژل شوي، د پلټنو امر یې ورکړ. د دې پلټنو موخه دا ده چې د غیرقانوني وژنو رښتیا معلومه شي، د پخوانیو پوځي پولیسو د پلټنو جديت وڅېړل شي او دا احتمال وڅېړل شي چې آیا په دې دوسیه کې پټکاری شوې که نه.
قاضي چارلز هادون–کیف، چې د دې قضیې د تحقیق کمېټې مشر دی، ټینګار کړی چې د دې جنایاتو مسؤلین باید عدلي مقاماتو ته معرفي شي.
په دې جګړهیي جنایت پورې اړوند، یو انګرېز پوځي افسر چې په رسنیو کې ورته د «N.1466» کوډ کارول کېږي، وویل چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې هغه د وژل شویو کسانو د شمېر او ضبط شویو وسلې ترمنځ توپیر ته شکمن شوی و او دا یې د غیرقانوني اعدام نښه ګڼلې وه.
هغه وروسته له دې چې سمدستي یې پوځي پولیسو ته خبر ورنه کړ، پښېماني ښودله.