اروپا بیا د عسکرۍ خدمت ته ګرځي
پارس ټوډې - د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو ناکامو هڅو په سیوري کې، په اروپا کې د پوځي خدمت بېلابېل ماډلونه مخ په زیاتېدو دي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د اروپا په قاره کې د پوځي تاوتریخوالي د بیا راګرځېدو وېرې، یو ځل بیا د «پوځي خدمت» مختلفو ماډلونو ته د هېوادونو پام راګرځولی دی.
ځینې حکومتونه لکه ډنمارک، فنلنډ، ناروې، استونیا، یونان، قبرس، اتریش او سویس لا هم اجباري خدمت ساتلی دی؛ ځینو یې حتی د هغې لمن پراخه کړې ده، لکه ډنمارک چې موده یې اوږده کړې او هغه یې د ښځو لپاره هم اجباري کړې ده.
بلې ډلې یې له کلونو ځنډ وروسته بیا فعاله کړې ده؛ لکه لیتوانیا، سوېډن، لاتویا او کرواتیا چې د امنیتي ګواښونو له امله یې بیا اجباري عسکري پیل کړې ده.
برعکس، ځینې هېوادونه د «اجباري» اصطلاح پر ځای د «رضاکارانه» ماډلونو وړاندیز کوي؛ لکه فرانسه، بلجیم، رومانیا، هالنډ او المان چې لنډمهاله رضاکارانه پروګرامونه یا بنسټیز روزنیز کورسونه یې جوړ کړي دي.
دا پراخ بدلونونه ښیي چې اروپا خپل دفاعي جوړښت د قارې د نوي امنیتي وضعیت سره برابرولو په حال کې ده.