د بریکس غړیتوب ته د هېوادونو ګروهنه ولې زیات شوی دی؟
پارس ټوډی – د نیجریه د بهرنیو چارو وزیر «یوسف توګار»په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ ابوجا لېواله ده څ و د بریکس ډلې له غړو هېوادونو ډلې سره یوځای شي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، د نیجریه د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد ئې په دې لیدلوري سره چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به ئې نفوس کابو ۴۰۰ میلیونو ته ورسېږي او د یوې منځني پرګنې پر بنسټ ولاړې ټولنې به بدل شي، غواړي له د بریکس ډلې د تجروبو ګټه واخلي. هغه هیله څرګنده کړه چې نیجریه وکولای شي په نزدې راتلونکي کې د بریکس ډلې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.
د بریکس ډلې غړیتوب ته د نیجریه پرېکړه د دې ګروهنې څرګندونه کوي چې د پرمختیا په حال کې هېوادونه زیات په دې هڅه کې دي چې دې اقتصادي بلاک سره یوځای شي؛ داسې یوه ډله چې په نړیوال سیاست او اقتصاد کې په تېرو لسیزو کې په یو مهم قطب بدله شوې ده. د بریکس ډله چې په ۲۰۰۹ کال کې د برازیل، روسیې، هند او چین له ګډون سره رامینځته شوه او وروسته سویلي افریقا هم ورسره یوځای شوه، په وروستیو کلونو کې ئې د پام وړ پراخوالی موندلی دی. دې ډلې په نړیوال سیاست او اقتصاد کې خپل ځای په څرګنده توګه پیاوړی کړی او اوس له بېلابېلو سیمو څخه نور هېوادونه هم جذبوي.
خو ولې مختلف هېوادونه، په تیره بیا افریقائي هېوادونه، غواړي بریکس ډلې ته وارد شي؟ یو له مهمو دلیلونو څخه دا دی چې بریکس ډلې خپلو غړو ته په نړیوالو اقتصادي او مالي بنسټونو لکه د د پيسو نړیوال صندوق (IMF) او د نړیوال بانک په وړاندې ملاتړ ورکوي؛ هغه بنسټونه چې حدوداً د لوېدیځو هېوادونو تر نفوذ لاندې دي. بریکس ډله له دغو فاونډينشنونو یا بنسټونو څخه یو جلا خپلواکه جوړښت رامنځته کړی چې غړو هېوادونو ته دا زمینه برابروي څو خپل اقتصادي سیاستونه له بهرني دباؤ پرته پلي کړي. د بېلګې په توګه، د بریکس د پرمختیا بانک (NDB) او نوې مالي مؤسسې په جوړولو سره، دغه ډله توانیدلې ده ډېرې بنسټیزې او اقتصادي پروژې په خپلو غړو کې تمویل کړي او د لوېدیځو مالي سرچینو اړتیا کمه کړي.
په همدې تړاو، د سویلي افریقا پخواني ولسمشر «جېکوب زوما» ویلي: بریکس د پراختیائي هېوادونو ته دا فرصت ورکوي چې د یو داسې نړیوال اقتصادي نظام په وړاندې پياوړی دریځ ولري چې ډېر ځله د دوي ګټې له پامه غورځوي. همدا موضوع ډېرو هېوادونو ته د بریکس د جذابیت مهم عامل ګرځېدلې ده.
اوس بریکس د یو اقتصادي او سیاسي قطب په توګه ځانګړی ځای لري، لکه څنګه چې د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» هم ټینګار کړی: بریکس نه یوازې یوه اقتصادي همکاري ده، بلکې د نړیوال ځواک د جوړښت د بدلون لپاره یوه نوې ځواکمنه وسیله ده او د لوېدیځو هېوادونو د سیاستونو د تسلط د کمولو لپاره کار کوي. له همدې امله، بریکس نه یوازې اقتصادي اهمیت لري، بلکې په سیاسي برخو کې هم د هغو هېوادونو لپاره په ځانګړي ډول د افریقا د هېوادونو لپاره چې غواړي خپلو نړیوالواړیکو ته ډولوالي ورکړي ، زړه راښکونکی دی.
له بل پلوه، ډېر افریقایي هېوادونه، په ځانګړي ډول هغه چې غواړي خپل اقتصادي جوړښت بدل کړي او پایداره اقتصادي وده پیاوړې کړي، بریکس ته د یوې داسې موقعې په سترګه ګوري چې له اقتصادي، تخنیکي او سوداګریز ملاتړ څخه ګټه واخلي. د بریکس د غړیتوب د ترلاسه کولو دا ګروهنه یوازې د اقتصادي او بنسټیزو اړتیاوو له امله نه ده، بلکې دا د افریقا د هڅو ښکارندوئي هم کوي چې غواړي په نړیوال نظم کې خپل رول بدل کړي. د افریقایي هېوادونو بریکس ته ورګډېدل هغوی ته دا توان ورکوي چې یو ګډ سیاسي ځواک ولري او د لوېدیځو سترو قدرتونو د سیاسي دباؤنو پر وړاندې پیاوړی دریځ خپل کړي.
ځکه بریکس د لوېدیځو قدرتونو څخه مستقل جوړښت دی، نو غړي هېوادونه کولای شي په ګډه د ناعادلانه اقتصادي او سیاسي دباؤنو پر وړاندې مقاومت وکړي. همدارنګه، د بریکس غړیتوب افریقائي هېوادونو ته دا فرصت ورکوي چې په نړیوالو مذاکراتو او پرېکړو کې فعاله ونډه ولري.
له بلې خوا، وړاندوینې ښئي چې بریکس به په نزدې راتلونکي کې د نړۍ په یوه ستر اقتصادي بلاک بدل شي. د دې ډلې پراخېدل او نوي غړي کولای شي بریکس په راتلونکې کې په نړیوال سیاست او اقتصاد کې په یوه ځواکمن قطب بدل کړي. همدارنګه، ځکه چې د بریکس غړي هېوادونه په دوامدار ډول هڅه کوي خپلې سوداګریزې او اقتصادي ملګرتیاوې زیاتې کړي، دا ډله کولای شي د پرمختیا په حال کې هېوادونو لپاره د پایدار اقتصادي ودې د چټکولو محرک وګرځي.
په پایله کې، د نړیوالو اقتصادي او سیاسي چلنجونو په پام کې نیولو سره، بریکس د دودیزو نړیوالو جوړښتونو په وړاندې د یوې بدیلې ډلې په توګه راڅرګندېږي، او بېلابېل هېوادونه په ځانګړي ډول افریقایي هېوادونه کوښښ کوي د دې اقتصادي، سوداګریز او سیاسي فرصتونو څخه ګټه واخلي. د نیجریه پرېکړه هم په همدې لړ کې ارزول کېږي.