د امریکا د شتمنو پټ پناهځای چېرې دی؟
-
د امریکا په کېشیرز (Cashiers) کلي کې یوه لوکس ماڼۍ
پارس ټوډې – د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د شتمنو پټ پټنځای ایشواکړی دی.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د شمالي کارولینا ایالت د بلو ریج غرونو په لمنو کې پروت کوچنی کلی کېشیرز (Cashiers)، چې دایمي نفوس ئې یوازې کابو ۸۲۵ تنه دي، د امریکا له شتمنو مېشتو سیمو څخه یو ګرځېدلی او لږ تر لږه څلور میلیارډران پکې ژوند کوي.
د پارسټوډې د راپور له مخې، دا کلی چې نه ښاروال لري او نه هم خپله ځاي پولیس، خپل جذابیت د غرنیو سیمو له یخ او برابرې آب وهوا ، طبیعي ښکلا او خاموشې فضا څخه برخمن دی ؛ نو همدا ځانګړنې شتمن خلک – چې ډېری ئې د امریکا له سوېل ختیځ څخه دي – دې سیمې ته هڅوي چې له توجه پرته هلته ژوند وکړي.
په تېرو پنځو کلونو کې په کېشیرز کلي کې د املاکو او پراپرټیانو یا د مځکې د پير پلور بازار کابو دوه برابره وده کړې ده، او په وروستیو میاشتو کې د کورونو د پلور مینځنۍ بَیه کابو ۵٫۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمینځ، مینځنۍ بیَه له ۱٫۰۵ میلیونه ډالرو څخه ۱٫۹۸ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده، او داسې ریکارډونه هم ثبت شوي لکه په ماونټینټاپ سیمې کې د ۱۱٫۱۱ میلیونه ډالرو په بیَه د یوه کور پلور، او په کولاساجا کلَب کې تر ۱۲ میلیون ډالرو پورې د یوې ماڼۍ پلورنه.
دا رونق د کرونائي بحران وروسته او د امریکا له نورو ایالتونو څخه د پېرېدونکو په ورتګ سره لا ډېر شو.
په کېشیرز کلي کې د ملکیت لرل اکثره د کلبونو د غړیتوب لپاره یو شرط ګڼل کېږي، چې لګښت یې له سلو زرو ډالرو څخه زیات وي، سربېره پر دې کلنۍ د غړیتوب فیس هم اخېستل کېږي. دا کلبونه د تفریحي اسانتیاوو لکه ګالف، ټینس، کرکټ او رستورانونو تر څنګ، بنسټیزې بیخ بینائئ لکه سړکونه، د اوبو او فاضلاب سیستمونه هم برابروي او د لوکس کورونو جوړول ممکن کوي
د دې کلي له مشهورو اوسېدونکو څخه دا کسان یادېږي:
کن لېنګون،(د هوم ډیپو شرکت بنسټاېښودونکی)،د اینګرَم کورنۍ غړي،د تاباسکو ساس تولیدوونکي د مکایلني کورنۍ سکاټ هارډمن وارد ،د راسل سټوور د خوږو د کورنۍ غړی،د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ، او د انرژۍ ستر پانګهوال ویلیام دورې .