ولې ډونالډ ټرامپ، له ایران سره جنګ وبایله؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173402-ولې_ډونالډ_ټرامپ_له_ایران_سره_جنګ_وبایله
پارس ټوډې- د اټلانټیک شورا د فکر کوټې په ایران باندې د بیا حملې په دلایلو باندې غور کولو سره په یوه راپور کښې په دغه جنګ کښې د امریکا په ماتې باندې د ټینګار په ترڅ کښې ولیکل: ولسمشر ټرامپ د سټراټيژۍ پراساس نه بلکې د شخصيتي دلایلو په وجه له ایران سره په جنګ شو او همدا اوس له جنګ څخه د وتلو یوه لاره لټوي چې پکښې ایران له مخکې څخه زیات په هرمز اوبلارې کنټرول لري.
(last modified 2026-05-26T08:02:54+00:00 )
May 26, 2026 12:13 Asia/Kabul
  • ولې ډونالډ ټرامپ، له ایران سره جنګ وبایله؟

پارس ټوډې- د اټلانټیک شورا د فکر کوټې په ایران باندې د بیا حملې په دلایلو باندې غور کولو سره په یوه راپور کښې په دغه جنګ کښې د امریکا په ماتې باندې د ټینګار په ترڅ کښې ولیکل: ولسمشر ټرامپ د سټراټيژۍ پراساس نه بلکې د شخصيتي دلایلو په وجه له ایران سره په جنګ شو او همدا اوس له جنګ څخه د وتلو یوه لاره لټوي چې پکښې ایران له مخکې څخه زیات په هرمز اوبلارې کنټرول لري.

پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د اټلانټیک شورا د فکر کوټې یوه غړي «ډیویډجیفرې فرام» په یوه مطلب کښې ولیکل: د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپل دوهم حکومت کښې ونه توانید د ایران په هکله په خپلو شعارونو باندې عمل وکړي او په نهایت کښې یې یوازې ځان ته دوکه ورکړه.

د دغه مطلب د لیکوال ډیویډ جیفرې فرام له نظره د امریکا ولسمشر ټرامپ د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په اتویشتمه نیټه د ایران پرضد جنګ د سټراټيژۍ پراساس نه بلکې د شخصیتي دلایلو په وجه پیل کړ او هغه همدا اوس د همدغو دلایلو په خاطر له ماتې سره مخامخ دی.

د ټرامپ شخصیتي غلطیانې چې هغه یې د ایران پرضد جنګ ته وروکاږه؛

د دغه مطلب لیکوال جیفرې فرام  د امریکا د ولسمشر ټرامپ په مغرور بللو سره دلیل وړاندې کوي: ټرامپ تل پخوانی ولسمشر باراک اوباما  یو احمق او ځان یې باهوش کس نومولی.

دا په داسې حال کښې دي چې له ټرامپ څخه مخکې د امریکا ټولو ولسمشرانو د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له وخت راهسې د تهران پرضد یرغلیز کړچار درلود خو په نهایت کښې یې فیصله وکړه چې د ایران پرضد پراخ جنګ ته ورګډ نشي.

خو داسې ښکاري ټرامپ ګومان کاوه داسې فیصله چې د نورو ولسمشرانو لپاره له حد څخه زیاته سخته وه د ده لپاره به د جادو په شان اسانه وي ، څرنګه چې یو سخت سړی دی او په رسمي عکسونو کښې هم د غصه ناک سړي په شان ځان نندرې ته وړاندې کوي.

ترامپ بې پروا او د پلان د لرلو خاوند نه دی.

د اټلانټیک شورا د فکر کوټې غړی او لیکوال د ترامپ د دغه خصوصیت په تشریح کښې د جنورۍ د میاشتې د شپږمې نیټې بلوا ته اشاره کوي؛ هغه وخت چې خپل ګڼ شمیر پلویان یې د دوه زره شلم میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجې باندې د اعتراض کولو لپاره د کانګرس په ودانۍ باندې برید کولو ته وهڅول.

دغه لیکوال  د ټرامپ یو بل خصوصیت وارخطا کیدل وبلل؛ په دې ډول چې له ټولو لافو وهلو او د ځان له ستاینې سره سره چې کله یې نظر په نظر پوښتنې پریوځي دباو نشي زغملی او ویریږي او لاره بدلوي.

د بیلګې په توګه ټرامپ د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې له نیمايي څخه بیا بیا ویل چې په هره بیه له ایران سره د جنګ ختمول غواړي.

ایران هم د دغه پیغام معنا ترلاسه کړه او ډاډمن شو چې له ټرامپ څخه زیات دباو زغملی شي.

ټرامپ زر باور کونکی او دوکه باز  سړی دی

د دغه مطلب پراساس ټرامپ زر باور کوي او یا هماغه ډول چې د امریکا اوسني خارجه وزیر مارکو روبیو په دوه زره شپاړسم میلادي کال کښې ویلي وو، ټرامپ له اساسه یو دوکه باز دی چې په نهایت کښې په خپله د دوکې قرباني کیږي.

ټرامپ د ایران پرضد جنګ کښې له قید او شرط پرته د تهران د تسلیمیدا غوښتنه کوله خو اوس د یوې لارې د لټولو لپاره د خبرو په حال کښې دی چې پکښې د ایران د ډیرو غوښتنو منل شامل دي او دغه چاره ایران له جنګ څخه د مخکې وخت په نسبت په هرمز اوبلاره کښې  په بره موقعیت کښې ورولي.

که څه هم ټرامپ  په عین حال کښې کوشش کوي ځان قانع کړي چې ستر بریالیتوب یې ترلاسه کړی دی او په دې خبره چې نور کسان د ټرامپ په دوکې ورکولو باور نه کوي حیرانه کیږي.

ټرامپ یو مشر نه دی

د امریکا دغه لیکوال په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ټرامپ د مشرۍ کولو جوګه نه دی ، وايي د ټرامپ د واکمنۍ روده د حکم د ورکولو پراساس ده هغه نشي کولای له دوو سیاسي ګوندونو سره ملګرتیا وکړي او نه جوګه دی چې د ملت له یوې برخې سره ارتباط ټینګ کړي.

لیکوال په پاې  کښې په ډاګه کوي:د ولسمشرۍ په هکله د ټرامپ نظر د حکم ورکول او غلا کول دي، حکم ورکړه او پیسې جیب ته واچوه ، له چاپلوسۍ خوند واخله او د ځان لپاره یو یادګار جوړه کړه.

خو دا ډول روده نشي کولای امریکا د جنګ له خطرونو او سختیانو وباسي.

همدا اوس د ایران پرضد جنګ د امریکا لپاره په ناخوښو شرایطو سره د ختمیدا په حال کښې دی او ټرامپ به دوباره له هماغه همیشنیو رودو څخه کار واخلي؛ د امریکا او د دنیا خلکو ته د دوکې د ورکولو هڅه چې باور وکړي هغه جنګ چې ټرامپ بایللی دی په حقیقت کښې یو ستر بریالیتوب دی؛ د تاریخ تر ټولو ستر بریالیتوب؛ دومره ستر چې د باور وړ نه دی او احتمالا ډير زر به پوه شو چې څوک د ټرامپ په خبره باور نه کوي.