د امریکا ولسمشر د ایران مرکچیان ډیر باهوشه وبلل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دروغجن او دیکتاتور ولسمشر ډونالډ ټرامپ له «فاکس نیوز» ټيلي ويژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د ایران چارواکي په خبرو کښې ډير هوشمندانه عمل کوي، په عین حال کښې وویل یوې بدې موافقې ته رسیدل زما سره کرښه ده.
ټرامپ د فاکس نیوز ټیلي ويژن د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې چې د تا سره کرښه څه ده او کوم عامل به د ایران پرضد د حملو د له سره پیلیدا سبب شي وویل په نهایت کښې هغه موافقه چې زمونږ لپاره ښه نه وي زما سره کرښه ده زه حاضردمه د دغو خبرو د ترسره کیدا په حال کښې یم او باید ووینو چې څه به کیږي.
فاکس نیوز د امریکا د ولسمشر ټرامپ د مرکې یوازې یوه برخه خپره کړې ده او ټاکل شوې ده چې بشپړه مرکه یې سبا ورځې خپره شي.
د امریکا ولسمشر ټرامپ په دغه مرکه کښې او د خپلو بې اساسه ادعاګانو په دوام کښې له دې سره سره چې د ایران وسله وال ځواکونه هماغه راز پیاوړي دي او خپل پوځي او دفاعي ظرفیت یې ساتلی دی ادعا وکړه که څه هم د ایران مرکچیان ډیر باهوشه دي خو د ایران پوځ تباه شوی او امریکا ته د دباو اړم ورکوي چې د خپل د نظر وړ شرایط تضمین کړي چې تر ټولو مهم یې د ایران اټومي بې وسلې کول دي.
ټرامپ ادعا وکړه ایرانیان ډیر باهوشه مرکچیان دي خو په نهایت کښې مونږ ټول کارډونه لرو ځکه چې له پوځي نظره مو هغوې ته ماتې ورکړي ده.
د امریکا د ولسمشر ټرامپ دغه له دروغو ډکه ادعا او څرګندونې په داسې حال کښې دي چې ایران په وروستي جنګ کښې امریکا او صهیونیسټ رژیم ته داسې ماتې ورکړې ده چې تل به یې په یاد ساتي.
ټرامپ اوس د دنیا د خلکو د غولولو لپاره ادعا کوي چې ایران ته یې ماتې ورکړې ده.