د امریکا قومندان د کیوبا هیواد له پوځیانو سره کتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ګوانتانامو خلیج کښې د امریکا د پوځ د جنوبي قومندنۍ مشر «فرانسیس ډانووان» د کیوبا هیواد له لوړرتبه پوځي چارواکو سره کتنه وکړه.
دغه بې ساري کتنه پرون په ګوانتانامو خلیج کښې د امریکا د سمندري اډې په څنګ کښې وشوه.
د کیوبا د لوی درستیز د لومړي مرستیال جنرال «روبرټو لګارا سوټو لونګو» د کیوبا د پوخي پلاویو په غړیو کښې شامل و او د امریکا او د کیوبا پوځي قومندانانو په دغه کتنه کښې د امنیتي مسائیلو په هکله سلامشوره وکړه.
مخکي د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای مشر «جان ریټکلیف» هم هاوانا ته تللی او د کیوبا له چارواکو سره یې کتنه کړې وه.
دغه کتنې په داسې حال کښې کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ په کیوبا باندې دباونه زیات کړي او په دغه هیواد باندې د پوځي حملې احتمال یې ورکړی دی.
کیوبا ټینګار کړی دی چې د امریکا د پوځي یرغل په مقابل کښې به د ځان دفاع وکړي.
امریکا د کیوبا د انقلاب له بریالیتوب راهسې د دغه جزیرې پرضد کلابندۍ او خپلو سختو اقتصادي بایکاټونو ته دوام ورکړی چې شپیته کاله کیږي روان دي.