فرانسې د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» د ایران او د امریکا د موافقې په هرکلي سره د موافقې په کامل او چټک ډول د اجرا کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل زه د ایران او د امریکا ترمینځ د ترلاسه شوې موافقې هرکلی کوم داسې موافقه چې د ډيپلوماټیکې هڅې نتیجه ده چې څو هیوادونو پکښې رول لوبولی دی.
مکرون د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي او توغندوي پروګرامونو په هکله د لویدیځو هیوادونو سیاسي ادعاګانې تکرار کړې او ادعا یې وکړه راتلونکي خبرې باید په دغو موضوعګانو باندې غور وکړي.
دغه راز د بریتانیا لومړي وزیر «کی یر اسټارمر» هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران او د امریکا ترمینځ د موافقې هرکلی وکړ او هغه یې د جنګ د ختمولو او د سیمې د ثبات د تضمین لپاره مهم ګام وباله.
هغه وویل زه د نن ورځې د موافقې چې د امریکا او د ایران ترمینځ وشوه تود هرکلی کوم او دغه د جنګ د ختمیدا په لاره کښې ، د سیمې د ثبات د تضمین او د هرمز اوبلارې د بیرته پرانیستل کیدا لپاره ډیر مهم ګام دی.