د انګلیس لومړي وزیر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
د انګلیس لومړي وزیر کي یر استارمر له یوې تفصیلې وېنا څخه وروسته، له خپل مقام څخه استعفا وکړه.
د انګلیس لومړي وزیر چي له څو میاشتو څخه را په دې خوا د استعفا په موخه له سختو فشارونو سره مخ و، د لومړي وزیر د دفتر مخې ته له وېنا وروسته، استعفا وکړه.
د انګلیسي ورځپاڼې «آبزرور» تر دې مخکې راپور ورکړی و چې د بریتانیا لومړی وزیر کي یر اسټارمر ښايي راتلونکې دوشنبه خپله استعفا اعلان کړي او هممهاله به د واک د لېږد لپاره یو پلان هم وړاندې کړي.
ستارمر چې د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۵مه د بریتانیا لومړی وزیر شوی و، په وروستیو میاشتو کې له ګڼو سیاسي کړکېچونو سره مخ شوی دی.
د لومړي وزیر نږدې سرچینو ویلي چې هغه له خپلو وزیرانو، سلاکارانو، مالي ملاتړکوونکو او د کارګر اتحاد له مشرانو سره له پراخو مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په واک کې پاتې کېدل نور ممکن نه دي.
«آیریش ټایمز» ورځپاڼې په خپل راپور کې د ستارمر د احتمالي استعفا موضوع ته په اشارې سره په انګلیس کې د پرلهپسې لومړي وزیرانو او د هغوی د استعفاوو بحران ته هم پام اړولی دی
د راپور له مخې، انګلیس په تېرو لسو کلونو کې د محافظهکار او کارګر ګوندونو څخه د اوو لومړي وزیرانو شاهد پاتې شوې ده.