سروې: د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی
Jul 25, 2026 16:04 Asia/Kabul
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د «پیو» څېړنیز مرکز تازه سروې ښيي چې په وروستیو کلونو کې د اسرائیلو په اړه د امریکایانو منفي لید زیات شوی، خو د فلسطینیانو، د فلسطیني ادارې او حماس په اړه د دوی نظرونه تر ډېره بدلون نه دی کړی.
د سروې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲ سلنه امریکایانو د اسرائیلو په اړه منفي نظر څرګند کړی، حال دا چې دغه کچه په ۲۰۱۹ کال کې ۲۸ سلنه وه. همدارنګه د اسرائیلو په اړه مثبت نظر له ۴۱ سلنې څخه ۳۲ سلنې ته راټیټ شوی دی.
ټیګونه