روسیې د عمان هیواد پرضد د ټرامپ ګواښ ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/world-i176844-روسیې_د_عمان_هیواد_پرضد_د_ټرامپ_ګواښ_ته_غبرګون_وښود
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «ګئورګي بوریسنکو» وویل د عمان هیواد پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ ګواښ په دغه هیواد باندې د دباو د راوستلو لپاره یوه هڅه ده.
(last modified 2026-08-20T00:14:29+00:00 )
Aug 20, 2026 04:40 Asia/Kabul
  • روسیې د عمان هیواد پرضد د ټرامپ ګواښ ته غبرګون وښود

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «ګئورګي بوریسنکو» وویل د عمان هیواد پرضد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ ګواښ په دغه هیواد باندې د دباو د راوستلو لپاره یوه هڅه ده.

هغه خبریالانو ته وویل له دې سره سره مونږ د مشکلاتو په چټک ډول حل کولو او د فارس خلیج سیمې ته د سولې او د ارامښت بیرته ستنیدا ته  هیله من یوو؛ ځکه چې دغه موضوع د فارس خلیج سیمې، د ایران او زمونږ د عربو دوستانو لپاره چې په فارس خلیج سیمه کښې ژوند کوی او د ټولې دنیا لپاره چې تر ډیره حده د فارس خلیج د انرژۍ په سرچینو باندې تکیه لري مهمه ده.

د روسیې دغه لوړرتبه ډيپلوماټ ډاګینه کړه ګواښونه تل شته خو له دې سره سره مونږ داسې فرض کړو چې عقل سلیم به بریالی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال بوریسنکو او په ماسکو کښې د عمان سفیر حمود بن سالم ال تویه پرون په فارس خلیج سیمه کښې د  حالاتو په اړه خبرې وکړې.

په عین حال کښې د روسیې د فیډریشن شورا د نړیوالو چارو د کمیټۍ مشر «ګریګوري کاراسین» «ایزوستیا» ورځپاڼې ته وویل د عمان پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ ګواښونه د هرمز اوبلارې په هکله د ایران او د عمان احتمالي موافقې ته د امریکا د سپینې ماڼۍ غبرګون ګڼل کیږي.

د امریکا دیکتاتور، بې منطقه او دروغجن ولسمشر ټرامپ د هرمز اوبلارې په هکله له ایران سره د موافقې کولو په خاطر د عمان په اقدام باندې د خپګان په دلیل په مسقط باندې د بمبارۍ کولو ګواښ کړی و.