دامریکا زیډنسل ټرامپ ته له رایه ورکولو پښیمانه د ی
پارس ټوډې ــ د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د نسل Z شاوخوا یو پر درېیمه برخه هغه امریکايي ځوانان، چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکړې وه، اوس له خپلې رایې پښېمانه دي.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې، د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې د هغو امریکايي ځوانانو یوه د پام وړ برخه، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ټرمپ ته رایه ورکړې وه، اوس له خپلې پرېکړې پښېماني څرګندوي.
دا موضوع ښايي د روان کال د مني په منځمهاله ټاکنو کې اغېز ولري.
د نظرپوښتنې له مخې، د نسل Z هغه ۳۱ سلنه رایه ورکوونکو ویلي، چې ټرمپ ته له رایې ورکولو څخه پښېمانه دي.
د هیل د راپور له مخې، نسل Z د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ د مهمو رایه ورکوونکو له ډلو څخه و.
د Navigator موسسې د نظرپوښتنې او تحلیلونو برخې مشرې، ټینا ټینګ، ویلي، چې امریکايي ځوانان سیاست ته ډېره پاملرنه کوي.
خو د نوموړې په وینا، دا په دې معنا نه ده، چې ځوانان له اوسني سیاسي وضعیت راضي دي او یا د هېواد د راتلونکي په اړه خوشبینه دي.
ټینا ټینګ زیاته کړې، چې امریکايي ځوانان د ټرمپ له کړنو او اقتصادي وضعیت څخه ناراضي دي.
د هیل د راپور له مخې، د ژوند لوړ لګښتونه او اقتصادي وضعیت ښايي د منځمهاله ټاکنو پر مهال د نسل Z د رایو په جلبولو کې مهم رول ولري.
د راپور له مخې، هر هغه ګوند چې د ژوند د لګښتونو د کمولو لپاره روښانه او قانع کوونکی پلان وړاندې کړي، د نسل Z د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره به ډېر چانس ولري.