په جرمني کې د امریکا یوه F-16 جنګي الوتکه لوېدلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178630-په_جرمني_کې_د_امریکا_یوه_f_16_جنګي_الوتکه_لوېدلې
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا یوه F-16 جنګي الوتکه د جرمني په لوېدیځ کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې لوېدلې ده.
(last modified 2026-09-23T10:56:54+00:00 )
Sep 23, 2026 15:23 Asia/Kabul
  • په جرمني کې د امریکا یوه F-16 جنګي الوتکه لوېدلې

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا یوه F-16 جنګي الوتکه د جرمني په لوېدیځ کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې لوېدلې ده.

د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پېښې علت تر څېړنې لاندې دی او د ژغورنې ځواکونه د پېښې په ځای کې حضور لري.

د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.