حسینی اربعین د کربلا دانقلاب د بشپریدا ورځ ده .
https://parstoday.ir/ps/news/world-i32593-حسینی_اربعین_د_کربلا_دانقلاب_د_بشپریدا_ورځ_ده_.
ایرنا خبری اژانس وایی دایران په خراسان ولایت کښې د ولایت فقیه استازی ایت الله سید احمد علم الهدی اربعین د کربلا دانقلاب د کامل کیدا ورځ وبلله او ویې ویل دڅلویښتې(۴۰) کلیزې ته د ائمه اطهار علیه السلام احترام په همدې دلیل یوه(۱) ګواښي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2016 01:55 Asia/Kabul
  • عاشورا او حسیني  اربعین د  درس دترلاسه کولو لپاره دی او ماتم کول او د اوښکو تویول دبصیرت د ترلاسه کولو لپاره یوه(۱) وسیله ده .
    عاشورا او حسیني اربعین د درس دترلاسه کولو لپاره دی او ماتم کول او د اوښکو تویول دبصیرت د ترلاسه کولو لپاره یوه(۱) وسیله ده .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران په خراسان ولایت کښې د ولایت فقیه استازی ایت الله سید احمد علم الهدی اربعین د کربلا دانقلاب د کامل کیدا ورځ وبلله او ویې ویل دڅلویښتې(۴۰) کلیزې ته د ائمه اطهار علیه السلام احترام په همدې دلیل یوه(۱) ګواښي ده .

هغه دحسینی عزادارو په ټول کښې وویل داربعین په باره کښې د ائمه اطهار علیه السلام ټینګار په دې دلیل دی چې خلک دې ورځې ته په پام سره هغه څه چې په تیرو څلویښتو (۴۰)ورځو کښې تیر شوی دی پام وکړی چې دهغوې سترګې ، غوږونه او فکر وده وکړی او بصیرت پیدا کړی .

دایران دغه ستر مذهبی عالم ایت الله سید احمد علم الهدی  وویل دحسینی اربعین لاریون د استکباری دنیا په مقابل کښې یوه(۱) مانوره ده او دغه څه دپاسه شل(۲۰) میلیونه خلک چې ښځې ، ماشومان ، ځوانان ، بوډاګان او سړی پکښې شامل دی په دومره عظمت سره په یوه هدف سره د کربلا په لور  دحرکت په حال کښې دی او داستکبار جبهه باید پوهه شی له دغو  خلکو سره د مخامخ کیدا په بڼه کښې دهغوې زوال او له مینځه تلل پریکنده دی .

هغه وویل نن سبا کفری دنیا دومره له اسلام څخه څپیړه خوړلی ده  او داسلام لخوا دهغوې نړیوال معادلات ګډوډ شوی دی چې د ایران د اسلامی نظام د له مینځه وړلو په فکر کښې دی  او په دې اساس باید هوښیار ووسو .

دایران دغه ستر عالم وویل عاشورا او حسینی  اربعین د  درس دترلاسه کولو لپاره دی او ماتم کول او د اوښکو تویول دبصیرت د ترلاسه کولو لپاره یوه(۱) وسیله ده .