د خیټې وازده څرنګه کمولای شو .؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i39821-د_خیټې_وازده_څرنګه_کمولای_شو_.
زمونږ خبریال وایی د خیټې د چربۍ(Fat) یعنی د وازدې په وجه اکثره خلک ډیر پریشان او خپه وی او د وازدې دختمولو لپاره ځینې وختونه ډوډۍ خوړل هم پریږدی چې د ګټې پرځاې تاوان رسوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2017 11:27 Asia/Kabul
  • په ډیرو تحقیقاتو کښې معلومه شوي ده چې دسرې غوښې د استعمال دکمولو په وجه دانسان په بدن کښې سیز کمیږي .
    په ډیرو تحقیقاتو کښې معلومه شوي ده چې دسرې غوښې د استعمال دکمولو په وجه دانسان په بدن کښې سیز کمیږي .

زمونږ خبریال وایی د خیټې د چربۍ(Fat) یعنی د وازدې په وجه اکثره خلک ډیر پریشان او خپه وی او د وازدې دختمولو لپاره ځینې وختونه ډوډۍ خوړل هم پریږدی چې د ګټې پرځاې تاوان رسوی .

اوس راځئ چې د خیټې د وازدې دختمولو لپاره ګټورې رودې دروښیو .

دامریکا دماساچوسټ د عمومی روغتون د خوراکی شیانو کارپیژاند ایملی ګیلسو مین داسې مشورې ورکوی چې مونږ تاسو ټولو ته به ګټورې وی .

هغه وویل دلاندې طبیعی او قدرتی شیانو دخوړلو په خاطر له بدن څخه زهرجنې مادې په اتومات توګه خارجیږی او  دتاسو خیټه به هم ښایسته ښکاری.

(۱)

په وریژو او پاستا کښې چڼې او مټر شامل کړئ .

دامریکا د ماساچوست د عمومی روغتون دخوراکی شیانو کارپیژاند ایملی ګیلسومین وایی که چیرې تاسو د وریژو او دپاستا دخوړلو شوقین یاست او ورسره دهغوې له تاوانونو بچ کیدل غواړئ نو پکښې  سپینې او تورې چڼې ، مټر او لوبیا یعنی کورخې شاملې کړئ چې له کبله به  یې تاسو ته  د فیبر او پروټین انډوال خواړه هم ملاو شی او د خیټې چربۍ مو به هم کمه شی .

(۲)

سپینې او سرې مولۍ استعمال کړئ .

تاسو ته پکار ده چې په خپلو خواړو کښې مولۍ یعنی ترب  هم شامله کړئ .

په مولۍ  یعنی ترب کښې موجوده ګلوکوسینولیټس  (GLUCOSINOLATES) ماده دتاسو د خیټې د چربۍ په ختمولو سربیره له سرطان او کینسر ناروغۍ هم بچ کولای شی .

(۳)

دترب یعنی مولۍ پاڼې وخورئ .

تاسو ته پکار ده چې هیڅکله د مولۍ پاڼې مه غورځوئ بلکې هغه په کوچنیو کوچینو کولو سره په سالاد کښې شاملې کړئ چې له کبله یې دتاسو د وینې فشار هم کنټرول وی او دخیټې چربۍ او وازده به مو هم کمه شی .

(۴)

ګوپۍ ضرور  استعمال کړئ .

که چیرې تاسو دګوپی په ایشولو سره هغه په خپل سوپ کښې استعمال کړئ نود بدن دتغذیې سبب کیږی او ورسره د خیټې وازده هم کمیږی .

تاسو باید د بروکلې او دهغه په شان نورې شنې سبزې په خپلو خواړو کښې شامل کړئ .

(۵)

شنې پاڼې یعنی سبزیانې وخورئ .

د پالکو او د سالادو پاڼې  د کیروټینیوډز(Carotenoids) مهمه سرچینه ده او که چیرې تاسو په دغو پاڼو یو قاشق زیتون تیل واچوئ نو پکښې موجود ایرن(Iron) په ډیر ښه ډول په جسم کښې جذبیږی .

دکیروټینیوډز(Carotenoids) ډلې میوې او سبزیانې دانسان له بدن څخه د زهرجنو مادو په ایستلو کښې ډیره مرسته کوی .

()

سره غوښه مه خورئ .

په ډیرو تحقیقاتو کښې معلومه شوی ده چې دسرې غوښې د استعمال دکمولو په وجه دانسان په بدن کښې سیز کمیږی او له کبله یې په بدن کښې زهرجنې مادې کمې جوړیږی .