دتهران ځيني نننۍ ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده ، ترپایه راسره مله ووسئ
داهم دتهران ورځپاڼو په سرکې جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍګڼې کې ئې لیکلي دي،د ایران داسلامی جمهوریت درستواورګانونو حوزو پوهنتوني او مدني ټولنو دایران درست ملت دسبا یوم ا.... په ورځې په پرتمین او ولولناک لاریون کې ګډون ته بللی اوپه بیلابیلو اعلامیو کې ئې ویلی دي ، سبا به دایران میړنی ملت یو ځل بیا داستکبار اواستعمار په مخ یوه بله درنده څپيړه ووهي او یو ځل بیا به ور وښئ چې دایران ملت خپلو آئيډیالونو او رهبرانو په لارښونو او مشرۍ کې داستکبار سپيرې موخې په هرډګر کې ناکامې کړي او پر خپلو کرغیړنو کړنو به ئې پښمانه کړي او دابه درستې نړۍ ته وښئ چې دایران داسلامی جمهوریت درست ملت له خپلو حقه حقوقو هیڅکله هم په شا نه کیږي او تر وروستیو به خپلوت حقوقو دفاع وکړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خامنه اي د ایران دقضایه قوې دمشر آيت ا.... آملی لاریجاني دلیک په ځواب کې چې د سلګونو بندیانو دعامې بخښنې غوښتنه ئې کړه وه ، کابو د ۶۳۱بندیانو سزاګانې معاف اویا هم کمې کړي دي
دایران داسلامی جمهوریت مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي چې ماسکو ته په سفر تللی ، دروسیې له مرستیال خارجه وزیر او د په ۵+۱ ډلې کې د روسیې مرکچي ټيم مشر سرګئ ریابکوف سره دجامعې ایټمي موافقې داجرا او دغه راز د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت ټينګار کړی دی .
په ایران کې د روسیې سفیر لوان چاګاریّن په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، روسیه د درندو اوبو دترلاسه کولو په بدل کې ایران ته دبډائ شویو یورانیمو دمنتقلولو لپاره تیار دی . هغه وویل ماسکو همداراز په ۲۰۱۶کال کې ایران ته دایس درې سوه ډوله توغندوي دفاعي سسټم سپارل بشپړ کړي دي.
دصهونیسټ رژيم په پارلیمان کینسټ کې دښارګوټو دجوړونې دقانون په تصویبیدا پسې نړیوال غبرګونونه هماغه راز دوام لري په دې توګه چې دملګرملتو دسرمنشي ویندوي سټیفن دوچاریک دیوې اعلامیې په خپرولو سره دصهونیسټ رژیم په پارلیمان کې دنوو قوانینو د تصویبیدا په باب خبرداری ورکړی او دغه راز اروپائي اتحادئې هم د صهونیسټ رژیم دغه نوي اقدامات له خپلو حدودو تیری بللی دی .
دعراق دمشترکو عملیاتو دقوماندې ویندوي یحی رسول دموصل دآزادونکو عملیاتو د دریمې مرحلې دپيلیدو لپاره دلازمو سریزو د ترسره کولو او د دغه ښار لودیځي برخې ته د داخلیدو خبر ورکړ. داپه داسې حال کې دي چې دامریکا ځينو چارواکو هم ویلی دي چې داعشیان دموصل په لودیځي کې یا تسلیم شي او یادې هم باید ووژل شي .
فائنینشل ټایمز خپرونې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې ډير لودیځي او امریکائي بانکونو ګروهنه درلوده ، د آرامکو ونډو په لومړنیو بولیو کې ګډون وکړي ، یو نوی جوړشوی امریکائي صهونیسټي بانک توانیدلی ټول شاته پاتې کړي او د سعودي عربستان دتیلو صنعت ته دصهونیسټانو دلازیات نفوذ لپاره لاره پرانیزي . په دغه راپور کې ویل شوي دي ، دغه نوی امریکائي صهونیسټي بانک :مئولیّس: توانیدلی دی د سعودي عربستان دآرامګو ونډو لومړنۍ برخې په ټيکې ورکولو کې دسعودیانو نظر جلب کړي .
دیمن په انسان دوستۍ چارو کې دملګروملتو غږملونکي جمی مک ګلدریک ددې خبرې په کولو سره چې په یمن کې نولس میلیون خلک له سختې لوږې او مرګوني خطرې سره لاس اوګریوان دي ، وویل ، له یمن سره ئې د سملاسي انساني مرستو لپاهر د یو اعشاریه دوه میلیارډ ډالري فوري مرستو غوښتنه کړې ده .
دامریکا ټایمز خپرونې راپور ورکړی دانټرنیټ له لارې دټولینزو چینلونو څخه استفاده کونکو د امریکا دولسشمر ډونالډ ټرمپ دمواخذه کولو لپاره څه دپاسه شپږنیم لکوکسانو لاسلیکونه غونډ کړي دي او دغه بهیر دوام لري .
د امریکا د استخباراتي ادارې سي آئي اې نوی مشر مایک پمپئو پخپل لومړني بهرني سفر کې ترکيې ته په سفر ځي .
دمصر پخواني مرستیال خارجه وزیر جمال بیومي په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، مصر لومړنی هیواد ؤ چې له ترهه ګرۍ سره ئې دمبارزې دسمینار ترسره کیدا غوښتنه کړې وه خو لوديځي او امریکا چې تمه دارې سترګې ئې پر صهونیسټي ترهه ګرۍ بندې کړي دي ، ګروهنه ئې نه درلوده ترهه ګري په سمه توګه معرفي شي ، مخالفت وکړ .
دغې ورځپاڼې همداراز له سعودي عربستانه دپاکستانیو کارګرانو په ویستلو باندې یوه مقاله لیکلي ده . په دغې مقالې کې لیکل شوي دي ، د سعودی عربستان امنیتی ادارو په تیرو څلورو میاشتو کې تر نهه دېرش زره زیات پاکستانی کارګران له هیواده ویستلي دی.
د سعودی په ملی شورا کښې د امنیتی کمېټۍ مشر عبدا...السعدون ویلی چې د سعودی حکومت باید د پاکستانیو ښاریزو د څارنې پروسه سخته کړی او تر کلکی څارنی وروسته هغوی ته وېزې ورکړل شی.
نوموړی زیاته کړې چې په دې اړه باید د پاکستان حکومت او امنیتی ادارو سره په ګډه یو داسې میکانیزم جوړ شی چې په ترڅ کې یې د پاکستانیوښاریزو څارنه په دقیقه او سمه توګه ترسره شی.
باید وویل شی چې د پاکستان سرکاری تحقیقاتی ادارې (FIA) د ۲۰۱۵ کال رپوټ سره سم سعودی له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې تر یو نیم لکو پورې پاکستانیان له سعودی عربستان څخه ویستلی دي .
په رپوټ کې همدارنګ ویل شوی چې زرګونه پاکستانیان اوس هم په سعودی کې په جېلونو کښې پراته دی.
د یوې شمېرنې له مخې سعودی عربستان په ۲۰۱۳ کال کی تر ۷ لکو زیات بهرنیان له هیواده ویستل شوي دي .
د ویلو ده چې په دې وروستۍ موده کښې په یمن باندې د سعودی ائتلاف د یرغل او په سوریې، عراق او نورو سیمو کښې د ترهه ګرو ډلو د مالی او وسله ایزو ملاتړونو په وجه د سعودی عربستان اقتصادی حالت ته سخت زیانونه رسېدلی دی او ډېرې کمپنۍ او پروژې په ټپه ولاړې دی. او حتی نړیوالو پورونو ته یې مخه کړې ده.
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ، دایران اسلامی جمهوریت درست ملت به سبا د سلواغې په دوویشتمه یوم ا... په مناسبت په پرتمین او ولولناک میلیوني لاریو ن کې دباراک اوباما اوډونالډ ټرمپ او نورو استعماری قدرتونو سپیرې هیلې تر پښو لاندې کړي او خپل انسجام او یووالی به یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړي .
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، دسعودي عربستان په جده کې پر پوځي مرکز د یمن د پوځ او مبارز ولسی ځواک د توغندوي یونټ له خوا دیوه بالسټیک توغندي له لګیدو وروسته په ریاض کې دپاچائي کورنۍ څو ماڼۍ دانصار ا... ولسی غورځنګ دبالسټیک توغندیو له ویرې خالی کړائ شوي دي .
دجرمني ولسمشر یوخایئم ګواک پر اروپائي اتحادئې غږ کړی له امریکا سره د اړوندوالي دکمیدو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټيلیفوني خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې کړي چې اردوغان په لومړنیو څرګندون کې دسورئې په الباب او رقه دوو ښاروو کې دترکیې اوامریکا په ګډو عملیاتو داده شوی دی . داپه داسې حال کې دي چې دترکیې حکومت په یوه بل نوي فرمان کې دحکومتي ادارو نور کابو څلور زره پنځه سوه هغه کارکونکي له کاره ګوښه کړي چې په دغه هیواد کې دناکامې کودتا سره په اړونده پلمو کې ئې نامې شاملې شوي وې .
واشنګټن ټامیز ورځپانې پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي ، ډونالډ ټرمپ هم د باراک اوباما هماغه لاره خپله کړې او هغه هم په همداوروستیو کې پر عربستا اوبحرین دمیلیارډونو ډالري ارزښت دوسلو او پوځي تجهیزاتو د خرڅولو پلان تصویب کړی دی .
امریکا کارپيژانو د دغه هیواد نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی له چین سره دې هیڅکله هم ښکر په ښکر نشي ځکه دهغه او درستې امریکا لپاره به خطرناکې پایلې ولري . همداراز دچین لوړپوړو پوځي اوسیاسی چارواکو هم په همداوروستیو کې ویلی دي ، چې دچین او امریکا ترمینځ احتمالی جنګ به بریالی لوری ونه لري .
= داهم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ېئ لیکلي دي ، د سورئې ولسمشر بشار اسد په همداوروستیو کې په دغه هیواد کې دخپل متحد هیواد روسیې د وژل شویو عسکرو دارښت په باب ویلی دي ، دروسیې دعسکرو بیه هیڅکله هم په پیسو سره نه جبرانیږي او دا یوه دوست او غوره ملګري متحد یو ستر ویاړ دی .
دپاکستان په کراچۍ کې ټارګټ کلینګ هماغه راز قربانۍ اخلي او په تیر شواروز کې بیا هم یو شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
دافغانستان په کابل کې له وروستیو سختو چاودنو وروسته د دغه هیواد حکومتي او پوځي چارواکو ګواښ کړی چې باید له ترهه ګرۍ او ترهه ګرو سره په وسپنیز سوک سره مقابله وشي . همداراز یو بل راپور هم ښئ چې دافغانستان په ننګرهار ولایت کې هم دترهه ګرو په ضد د افغان ملی اردو او ملی امنیت ځواک په ګډو عملیاتو کې یوشمیر ترهه ګرهلاک اودهغوي سترې وسلې اوتجهیزات هم تباه شوي دي .
دپاکستان په قبایلی سیمو کې هماغه راز د ترهه ګرو او نورو اورپکو ډلو په ضد دضرب عضب پاکونکو عملیاتو په دوام کې په خیبر ایجنسۍ کې د وسله والو ترهه ګرو یو شمیر کورونه په کنډوالو بدل شوي او دهغوي دپټنځایونوپه ضد عملیات شوي دي چې ویل کیږي په دغو عملیاتو کې هم یوشمیر پټنځایونه تباه او د ترهه ګرو زیات شمیر وسلې اوتجهیزات هم تباه کړائ شوي دي .
په سورئې کې د دغه هیواد پوځ اوولسی مبارز ځواک په حمص ادلب اوالرقه کې د ترهه ګرو په ضد په پاکونکو علمیاتو کې په لسګونو ترهه ګر هلاک او دهغوي په سترو وسلو سنبال زیات شمیر ګاډي اونور پوځي تجهیزات تباه کړي دي .
دعراق په موصل شاوخوا کې دداعشي ترهه ګروپه ضد دنوي مرحلې دپیلیدا لپاره سریزې برابرې شوي او یل کیږي چې په همداورستیو کې ممکنه ده د موصل دآزا دونکوعملیاتو دریمه مرحله هم پیل شي .