ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۱۱-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i40625-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۳_۱۱_۹۵
ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2017 09:54 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۱۱-۹۵

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره ورځپاڼو ته کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

نن د تهران چاپ تقریباً ټولو ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کښې د پرونۍ ورځې یعنې د سلواغې د میاشتې د دویشتمې نېټې چې د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اته دېرشمې کلیزې سره برابره وه په په ټول ایران کښې د ایران د ملت د عظیم الشان لاریونونو په اړه خبرونه او مختلفو تصویرونه ورکړی دی.

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل پرون دیوم ا....  په مناسبت په درست  اسلامی ایران کې په څه   دپاسه زرو ښارونو اوښارګیو او دغه راز  کلو کې  د ایران داسلامی جمهوریت  ولس  د  اسلامی انقلاب د بریالیتوب داته دیرشمې کلیزې  په مناسبت په میلیونی لاریونونو کې په شتون سره  د استکبار  او استعمار ته یوه بله مضبوطه څپیړه ورکړه او  نړۍ ته ئې یو ځل بیا وښودله چې له خپلو ارمانونو  اورهبرۍ سره هماغه شان ژمن دی او دخپلو حقه حقوقو د ترلاسه کولو لپاره  به تل په ډګرونو کې  موجود وی .

 

 ورځپاڼه لیکی پرون  نهه بجې  په درست ایران کې د یوم ا... ولولناک  اوپرتمین لاریونونه پیل شول  او په ټاکلو لارو   له تیریدو وروسته  او  د مړه دې امریکا، مړ دې وی ټرمپ  ،مړ دې وی استکبار  او مړ دې وی استعمار   او مړ دې   وی اسرائیل  او له خپلو حقوقو څخه نه  تیریږو او  ایټمی ټیکنالوجی زمونږ مونږ مسلم حق دے   په څیر په شعارونو  سره  ئې  خپل اسنجام  ،ولوله ،اتحاد او دغه راز له نړیوال استکباره خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ.

--------

ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د کلیزې د پرونو لاریونونو په اړه د نړۍ په رسنیو کښې زیات انعکاس ولرۀ د اېسوشی اېټډ پرېس د خبریال د رپوت له مخې په دغو لاریونونو کښې خلقو د سختې یخنۍ او په ځینو سیمو کښې د بارانونو او واورو ورېدو باوجود په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړ. دغې رسنې زیاته کړه په داسې حال کښې چې د امریکې ولسمشر له ایران سره سخت لفظی جنګ شروع کړے دے د ایران خلقو د مړه دې وی امریکه په شان شعارونو سره خپلو لاریونونو ته لکه د تېرو کلونو په شان دوام ورکړ.

ورځپاڼې زیاته کړه دغه شان سی اېن اېن چېنل، یورونیوز چېنل، فرانس څلوریشت چېنل، فرانس پرېس، روئیټرز، واشنګټن پوسټ او د نړۍ نورو اکثرو رسنیو پرونیو لاریونونو ته ښه انعکاس ورکړ.

------

د تهران چاپ اطلاعات و رځپاڼې ولیکل، د یوم ا... په دغه  میلیونی لاریون کې دایران میړنی ولس  وروستی پریکړ لیک هم صادرکړ  چې  پکې ویل شوی دی ،  امریکا   زمونږ د اول لمبر دښمنه ده .

د ایران درست ولس په دغه پریکړ لیک کې همدارنګ  ویلی دی ، د ایران ولس  د امریکا په وسیله  دجامعې ایټمی موافقې  د مادو  په خلاف ورزیو او بدعهدیو  دخپلې کرکې او غوسې په څرګندولو  او د نوو بندیزونو  د لګولو لپاره دسپینې ماڼۍ دهڅو په محکوم کولو   او دغه رنګ   د سیمې له مرتجعو  حکومتونو سره په یوځای کیدو سره  له اسلام سره د مقابلې او له ایرانه د ویرولو دڅپو  په محکوم کولو سره  دایران  له مسئولانو وغوښتل ،څو داغیزمنو  او پریکنده دریځونو اولارو چارو په غوره کولو سره دې   ورته مقابله پخپلې ایجنډا کې راولی ،

په دغه پریکړه لیک کې   همداراز دایران  دامنیت په باب دخبرواترو  دنه کولو په اصل په ټینګار سره  ، توغندوی اقتدار   ،  د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتو د منشور په اساس  د دفاعی قدرت بیلګه، د خپلو دفاعی کرښو او ملی امنیت ضمانت  بلل شوے دے .  اعلامیه کې ویل شوی دی ،  د ایران ولس  په سیمه کې د اسلامی مقاومت له بهیره  په ملاتړ او  په یمن او بحرین کې د آل سعود او آل خلیفه رژیمونو د جنایتونو په محکوم کولو سره چې  د امریکې،انګلستان او صهونیسټ رژیم  او د سیمې د مرتجعو  په پلانونې او ملاتړ سره  کیږی ، په نړۍ کې  له ترهه ګرۍ، نفرت   خورولو ، افراط پالنې او د تاؤتریخوالو  له دودولوسره   خپل مخالفت  او  کرکه  نندارې ته وړاندې کوی .  په دغه پریکړه لیک کې  زیاته شوې، د ایران ولس  فلسطین هماغه رنګ  د اسلامی نړۍ چورلیزې موضوع او  مقاومت   خپلو حقه حقوقو ته   دفلسطین دمظلوم ملت  درسیدو یوازینۍ لاره ګڼی او د غاصب او خونخوار صهونیسټی  رژیم  له سپیرو منګولو دخپل ټاټوبی دآزادولو لپاره  د فلسطین   له مظلوملت او مبارزو ډلو سره د مرستې لپاره داسلامی نړۍ دټولو ظرفیّتونو   دکارولو غوښتنه کوی .

-----------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د سلواغې د دویشتمې نېټې د میلینی لاریون کوونکو په غونډه کښې په خپله وېنا کښې وویل: مونږ ټول د زور او ګواښ په وړاندې یو اواز یوو او د انقلاب، ارواښاد امام او معظم رهبر له لارې به په هیڅ ډول حالاتو کښې لا په سر نه شوو.  هغه وویل  نوی واکوالان چې  په امریکا او دسیمې په ځینو هیوادونو  کې  ئې قدرت ترلاسه کړی ،  باید  په دې پوه شی چې  دایران دملت په وړاندې  دې یوازې  په احترام او عزت سره  خبرې وکړی .

  هغه   په دې  خبرې کولو سره چې  ګواښونو ته به دایران دملت ځواب پریکنده وی ، وویل ،  هغه کسان چې   دایران  حکومت او وسله وال ځواک ګواښی پوه دې شی  چې دی ایران ملت   دخپل تاریخ  په مهمو پیښو او واقعو کې  په مقاومت ، قدرت ،هوښیارتیا  او منطق سره  خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړی دی .

---------

ورځپاڼې ولیکل د پاکستان وزیراعظم  نواز شریف د ایران له ولسمشر سره په  ټیلفونی خبرو اترو کښې هغه ته د ایکو په غونډه کښې د ګډون لپاره بلنه ورکړه.

---------

ورځپاڼې د یمنی خبری سرچینو له قوله ولیکل د دغه هېواد مختلفو ګوندونو او ډلو په یمن کښې د ملګرو ملتو خاص استازے له سعودی ائتلاف څخه په ملاتړ تورن کړ.

---------

اطلاعات  ورځپاڼې ولیکل د ترکیې او سوریې په پولو کښې د دواړو هېوادونو ځواکونه په اول ځل په خپلو کښې سره ښکېل شول.

------

ورځپاڼې په یو خبر کښې ولیکل :د امریکې د بیا کتنې محکمې هم د ډونالډ ټرمپ له فرمان سره مخالفت وکړ ورځپاڼې زیاته کړه د امریکې د کلېلفورنیا ایالت د سانفرانسېسکو ښار د بیا نظر کولو محکمې وویل، د دغه هېواد حکومت هیڅ داسې دلائل محکمې ته وړاندې نه کړې شول چې دا ښودنه وکړی چې د هغو هېوادونو ښاریزو چې امریکې ته په سفر یې بندیز لګول شوے دے د امریکې په خاوره کښې حمله ترسره کړې وی.چ

------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل د امریکې فوځی او سیاسی چارواکو ټرمپ له د ایران له اسلامی جمهوریت سره له مخامخېدنې اویروۀ او ورته خبردارے ورکړ چې له ایرن سره دې پنجه نه اچوی.

----------

ورځپاڼې ولیکل د اسلامی ایران په خلاف د امریکې نوی بائیکاټونه د امریکې د ځان وژنې نښه ده.

---------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل د افغانستان له خاورې څخه ترهه ګرو د پاکستان د  مهمند اېجنسۍ  د پوله ساتونکو ځواکونو په پوستې باندې حمله وکړه خو د پاکستان ځواکونو په  ځوابی ‌ډزو سره ترهه  ګر بېرته وتښتېدل.

----------

ورځپاڼې ولیکل په امریکه کښې امنیتی ځواکونو په دغه هېواد کښې د مېشته مهاجرینو په خلاف سخت عملیات پېل کړل او په کورونو باندې یې په چاپو لګولو سره په سلګونو کډوال د صحیح  مدرکونو نه لرلو په تور ونیول.

-----------

ابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د ولسمشر غنی او جمهور رئیس ټرامپ ټلیفونی خبرو او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومی قوماندان وروستیو څرګندونوته ځانګړی کړی دی.

سرخط ورځپاڼې لیکلی چې ټرمپ او غنی د افغانستان او سیمې د امنیت، اقتصاد او د افغان حکومت د موجوده ستونزو په اړه ټیلفونی خبرې کړی.

ورځپاڼې زیاته کړه دا د ټرمپ هغه زنګ وو چې له ډېرې مودې راهیسې افغان چارواکی ورته په انتظار وو خو لا نه ده معلومه چې ټرمپ به افغانستان ته ډېر پام وکړی او که.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم پرهمدې موضوع لیکل کړی دی او په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو د سرتېرو د زیاتولو غوښتنه یې یوه مبتذله ډرامه بللې ده.

لیکونکی وایی چې په افغانستاان کې د امریکا د جنګی ماموریت له پای ته رسېدو نه وروسته دا څووم ځل دی چې د متحده ایالاتو سیاسی او پوځی چارواکی په یوه او بله پلمه دې هېواد ته د نورو ځواکونو د استولو خبره کوی.

لیکونکی لیکلی چې په افغانستان کې نه د امریکا جنګی ماموریت ختم دی او نه هم له دې هېواد نه د پوځونو د ایستلو اراده لری.

 

او وایی، یو تریخ واقعیت دا دی چې امریکا په افغانستان کې او سیمه کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې او له بده مرغه د دې لوبې مرکز اوس افغانستان دی.

سرنوشت ورځپاڼې لیکلی چې جنرال نېکلسن ستونزه درک کړې خو حل لاره یې بیا هم ناسمه ده.

لیکونکی لیکلی، دا چې جنرال نېکلسن ویلی چې حقانی شبکه او طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لری پرځای خبره ده.

خو لیکونکی وایی چې د دې ستونزې حل په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو زیاتول نه بلکې اصلی حل لاره سیاسی ده چې باید پرې تمرکز وشی.

------