دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، له مونږ سره ووسئ
دتهران ورځپاڼو نن زیاتره ایران ته د سویډ دلومړي وزیر سټیفن لوفن دسفر او په تهران کې دهغه دلیدوکاتو ته ډير انعکاس ورکړی او لیکلي ئې دي ، دایران او سویډ ترمینځ دتفاهم او ملګرتیا پنځه تړونونه لاسلیک شوي دي دي . دغه راز ورځپاڼو داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د دسویډ دلومړی وزیر سټیفن لوفن کتنې ته هم ډير انعکاس ورکړی او لیکلي ئې دي حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې روښآنه کړې په سیمې کې د زیاتره مشکلاتو ریښه دځينو سترو قدرتونو په لاسوهنو کې ده . دوي دغه راز فرمائيلي ، امریکا او ډيرو اروپائي قدرتونو په سورئې اوعراق کې د تراخو پيښو په رامینځةکولو کې رول درلودلی دی او دسیمې خلک په دغو لاسوهنو باندې په پوهیدا سره په سمه توګه پر هغوي بدبینه دي .
ورځپاڼو پّه دوام کې لیکلي دي ،حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي همداراز دسیمې دمشکلاتو حل لاره دسیمې د دننه یللې او په عراق کې ښه کیدونکي وضعیَت ته په اشارې سره ئې زیاته کړې ، دسورئې د بحران دحل امکان هم په همدې شان موجود دی ،خو دهغه لازمه ، له ترهه ګرۍ او جنګ جوړونو اوپراخولو څخه دملاتړدغوڅيدا ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دسورئې دحکومت په مخالفانو کې دځينو لودیځي هیوادونو دسفیرانو شتون او په دغه هیواد کې دمخالفتونو په راپورته کولو کې هغوي ته د بې اندازې وسلو ورکول دمشکل جوړونکو لاسوهنو یو مثال بللی او وېیلي یی دي ، دمشکل دحل لپاره باید دمشکل او ستونزې ریښه وپيژندل او وروسته ئې درملنه وشي .
ورځپاڼو پّه دوام کې لیکلي دي حضرت ایت ا.... خامنه ای همداراز په تیر یوه نیم کال کې په تهران کې د ځينو اروپائي حکومتونو د چارواکو تګ راتګ اوخبرو اترو او په عین حال کې د شویو زیاتره موافقو نه عملی کییدو ته په اشارې سره د سویډ لومړي وزیر ته په خطاب کې ټينګار وکړ؛په هغه پيژندګلوۍ سره چې له تاسو ئې لرو،تاسو دعمل او ګام پورته کولو کسان یاست اوتمه کیږي داسې عمل وکړئ چې شوي موافقې یوازې تر کاغذ پورې محدودې نشي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دملګروملتو په امنیت شورا کې دسویډ غړیتوب ته د ایران مثبتې رائ ورکولو ته په اشارې سره زیاته کړې ، امنیت شورا یو داسې مهم ظرفیّت دی چې له بده مرغه ځينو سترو قدرتونو برمته کړی دی ، خو په عین حال کې په یوه رغنده رول لوبولو سره د دغاه اورګان له خوا ، د دوه ګوڼو سټنډرډونو داعمالیدا په مخنیوي کې هڅه کیدلی شي.
دتهران دستو ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز دسلواغې په دوه ویشتمه نیټه داسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزې په مناسبت په میلیوني لاریون کې د ایران د ولس مثال ورکونکی شتون او ګډون هم ، د ایران دملت د تاندوالي او چمتووالي یوه بې بدیله نښه بللې او ټينګار ئې کړی ؛ په دینا کې دانقلابیانو کلیزه ، په تشریفاتي توګه او د یوشمیر سیاستوالانو او شخصیتونو په شتون کې په پوځي پریډ سره ترسره کیږي،خو په ایران کې داسلامی انقلاب د بریالیتوب کلیزه یو واقعي جشن دی چې پخپله د ولس او درستو پرګنو په ګډون سره ترسره کیږي .
= دتهران ورځپاڼو په سر کې داهم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپل لومړي مخ ئې لیکلي دي ،دایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر حجةالاسلام سید محمود علوي پرون په تهران کې دخبریالانو په ټول کې ویلی دي ، د سباؤن لسیزې په شپو ورځو او د یوم ا.... دپرتمین لاریون په درشل کې دتهران په شاوخوا او دغه راز د ایران په ختیځي او لوديځي ولایتونو کې د تکفیری بهیرونو یو خطرناک چینل کشف او دهغوي اته اصلي جنایتکار نیول شوي دي چې دهغوي له پټنځایونو زیات شمیر وسله او نور تجهیزات هم کشف اوضبط شوي دي . هغه دغه راز ویلی دي په لومړنیو پلټنو کې مشخصه شوې چې نیول شوي ټول ترهه ګر غیر ایراني دي او له هیواد په بهر ځينوګاونډيو هیوادونو کې د دیره خپلو اربابانو له له خوا په لارښونو سره ئې سترې دسیسې جوړې کړې وي خو دخداي پاک په مهربانۍ او دامام الزمان علیه السلام دبې نامې سربازانو په زیار اوهوښیارتیا سره نیول شوي او دهغوي ټوله دسیسې شنډې کړائ شوي دي . هغه دغه راز ویلی دي ، چې دغه عملیات داطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته د سلواغې له پنځلسمې نیټې پیل او د سلواغې تر یویشتمې پورې پاي ته ورسیدل او دغه ستره دسیسه هم شنډه شوه .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،دسورئې پوځ دخپلو متحدانو په مرستې سره دترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې د الباب ښار په جنوب کې چې دحلب په شاوخوا کې دداعشی تکفیري ډلې یو خورا ستر مرکز ګڼل کیږي ، رسیدلی او الباب ښار ته ډير نزدې شوی دی .
دملګرومتلو دانسان دوستۍ ادارې په یمن کې دانساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب په جدي ګواښ سره د دغه هیواد دتاوان موندونکو خلکو لپاره دسملاسي مرستو غوښتنه کړې او وئيلي دي که دیمن دخلکو لپاره فروي مرستې ونه رسول شي ، نو په دغه جنګ ځپلي هیوادکې به ډير زر د یوې سترې بوږنونکي انساني غمیزې په تیره بیا د ماشومانو لپاره د سترې غمیزې او شخړې لیدونکي شو
دعراق په نینوا ولایت کې داعشیانوله سپیرو منګولو یو شمیر نور کلي اوښارګي هم آزاد کړائ شوي دي .
د مصر د مکملین سپوږمکیز چینل خبری سایټ راپورورکړی دمصر خارجه وزیر دصهونیسټ رژیم له لوړپوړو چارواکو سره د تیران او صنافیر موافقې په باب پټې خبرې اترې کړي او ویل کیږي چې ډير زر به د مصر او صهونیسټ رژیم لوړپوړي چارواکي په یوه نامعلوم ځاي کې سره وګوري او دغه موافقه به نهائي کړي .
= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل لومړي مخ ئې لیکلي دي ، سی این این ټيلویژني چینل په دوهمه ورځ هم په یوه خصوصي راپور کې ویلي دي ، دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب داته دیرشمې کلیزې په ورځې په درست ایران کې د خلکو په دغه لاریون کې ګډون،دسختې یخنۍ او ورښتونو سره سره دتیرو کلونو په نسبت څو چنده زیات ؤ .
رائ الیوم ورځپاڼې په یوې شننې کې لیکلي دي ، دترکیې درجب طیب اردوغان حکومت له تیرو شپږو کلونو راهسې تراوسه پورې په سورئې کې په بې ځایه لاسوهنو سره په څا کې ګیرشوی دی ، هماغه د سعودیانو په څير چې څو کاله کیږي دیمن په جبۍ کې ښکیل شوي دي .
دنیجریه په یوشمیر ښارونو کې په لسګونو زره مسلمانانو دخپل مبارز رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي دخوشي کیدا لپاره پر حکومت اوپوځ ددباؤنو دزیاتولو په دوام کې مظاهرو ته مخه کړې او ویلی ئې دي دنیجریه پوځ دې دسترې محکمې دفیصلې په اساس شیخ ابراهیم الزکزکي او دهغه ماندینه سملاسی خوشي کړي او د بې ګناه عامو خلکو قاتلانو ته دې دقانون په اساس سزا ورکړي .
امریکا دپاکستان د مشرانو جرګې مرستیال مشر او د دغه هیواد جمیعت علماي اسلام ف څانګې یوه لوړپوړي مشر مولانا عبدالغفور حیدري ته چې په نیویارک کې دملګروملتو په کوربتوب سره په یوې غونډې کې دپارلیماني پلاوي دګډون په موخې سره د پاکستان دمشرانو جرګې دپلاوي په مشرۍ تلونکی ؤ ویزا ورنه کړه چې د دغه هیواد دمشرانو جرګې دمشر رضا رباني له سخت غبرګون سره مخ شوې . دامریکا دسفارت له دغه سپک اقدامه وروسته رضا رباني نیویارک ته دپاکستان د پارلیماني پلاوي تلل لغوه کړي او فوری ئې فرمان جاري کړی ترڅو چې دپاکستان دمشرانو جرګې مرستیال مشر ته دامریکا سفارت د دغه سپک اقدام به باب توضیح نه وي ورکړي مشرانوجرګې یو پلاوی به هم امریکا ته لاړ نشي او دغه راز به پاکستان ته دامریکا دراتلونکي یوه پلاوي ته هم اجازه ورنکړي.
دیمن دانصار ا.... ولسی مبارز ځواک مشر سید عبدلمالک الحوثي روښآنه کړې دانصار ا.. غورځنګ توغندي دسعودي عربستان له ریاضه ورآخوا هم خپل دښمن په نښه کولی شي
= اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .
(البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )
دکابل چاپ ځینونننیو ورځپاڼو د افغانستان د حالاتو په اړه په بېلابېلو موضوعگانو لیکنې او تبصرې کړې دي.
د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د افغان ولسمشر او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ټیلیفوني خبرو داسې معلومیږي چې واشنګټن له کابل سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او افغانستان د امریکا په سټراټیژیکو لومړیتوبونو کې ځای لري.
د لیکوال په باور اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا په پاکستان دباو زیات کړي،څو د طالبانو،داعش او د نورو وسلهوالو ډلو له ملاتړه لاس په سر شي.
د سرخط د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي افغان حکومت دې له دې چانسه څه ډول چې لازمه ده ستره استفاده وکړي.
د هېواد ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي،اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکا د پاکستان مغرضانه هڅې مهار کړي.
د لیکوال په باور له دې پرته د امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه د ترهګرو له شره خوندي نشي پاتې کېدای.
سرنوشت ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله لیکلي د نړۍ د قدرتونو ترمینځ شخړه به افغانستان اوګاونډیو ته ناوړه پایلې ولري.
وړاندې په مطلب کې راغلي امریکا د نړۍ د وضعیت په تړاو ګیچ کوونکي، استبدادي او له اضطرابه ډک پيغامونه ورکوي،خو د ښاغلي کرزي په وینا دغه هېواد لا هم د نړۍ یوازینی ستر قدرت دی چې د نړۍ پر حالاتو اغېز شېندلی شي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې له بده مرغه یو تریخ واقعیت همدغه دی چې په افغانستان کې روانه جګړه استخباراتي جګړه ده.
د لیکوال په باور تر څو چې استخباراتي لوی لوبغاړي د جګړې له دوامه لاس وانخلي جګړه به دوام لري، مرګونه به دوام لري او د ماتم ټغر به غوړېدلې وي.
په پای کې چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي روسیه له امو سینده په وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي.
ورځپاڼې د ملي شورا د غړي عبدالودود پیمان له قوله لیکلي روسیه هره شپه ۱۰ بېړۍ وسله افغانستان لوري ته راوړي او طالبانو ته یې سپاري.