دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i40928-دتهران_او_کابل_چاپ_ځينو_نننیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،تر پایه راسره مله ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2017 08:47 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل  چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو په پيل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،تر پایه راسره مله ووسئ

دتهران دورځپاڼو په سر کې داهم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده  چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي  بهرام قاسمي  دسعودي عربستان دځينو  چارواکو ګډو وډو  څرګندونو په غبرګون کې ویلی دي ،دسعودي واکوالان د خپلو تیروتنو له امله    له مشکلاتو سره لاس اوګریوان شوي دي او باید خپلې تیروتنې دخپلو عملو  په سمولو سره جبران کړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دسورئې  وسله وال پوځ دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ویلی دي  دحمص  په ختیځې  سیمې کې دطبعیي ګیسو پلیټ فارم او چاڼځاي له داعشي ترهه ګرو آزاد کړائ شوی دی  او په دغو عملیاتو کې ېئ  په لسګونو ترهه ګر  هلاک او ټپيان کړي او دهغوي په سترووسلو سنبال په لسګونو ګاډي ئې هم  تباه کړي دي .

دیمن توغندوي یونټونوپه عسیر سیمې کې  دسعودي عربستان دپوځ  دوسلو  ستر انبار  تباه کړی او دغه راز ئې   په نجران  کې  دهجله  سترې لارې  کې  د آل سعود رژیم دپوځ په څو پوځي ګاډو حمله کړې  چې  له امله ئې درې  ګاډي تباه شوي او پکې موجود کسان او  تجهیزات هم له مینځه تللي دي .

 همداراز دعراق  دپوځ   جنګلي الوتکو په  حملې کې   په الانبار ولایت  کې  د داعش تکفیری ډلې  د  مشرابوبکر بغدادي په مشرۍ دغونډې په ځآي سخته بمباري کړي چې ویل  کیږي د دغې تکفیری ډلې د دیارلسو لوړپوړو کمانډرانو پشمول اتلس  داعشی  جنایتکار قوماندانان  هلاک شوي دي

 دامریکا دنوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملی امنیت سلاکار مائيکل  فلین   په همداوروستیو شپو ورځو کې   له روسي چارواکو سره  دپټو تماسونو دایشواکیدا درسوائئ  پسې   له خپله مقامه استعفی کړې  ده  چې  له  همدااوسه د ټرمپ دحکومت دلالهاندۍ  ښودنه کوي .

دبحرین  انقلابی ولس  دخپل ولسی پاڅون  په سپږمې کلیزې  درشل کې    دمنامې پشمول  په بیلابیلو ښارونو ا وښارګیو  کې  دآل خلیفه رژیم په ضد سترې مظاهرې کړي او ویل کيږي چې په ځينو ښارونو کې  له  امنیتي مامورانو سره په  اخ وډپ کې  په لسګونو کسان ټپیان او نیول شوي هم دي .

دغې ورځپاڼې همداراز  دایران او افغانستان د اړیکو دپراخولو په باب  یوه مقاله لیکلي ده  په دغې مقالې کې لیکل شوي دي،  په هرات کې د ایران کونسلر وویل:  له  ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا د ایران په بهرنی سیاست کې  د یو لومړی توب په توګه   په سیمه کې د امنیت د ټینګیدو او د دواړو لورو د ملی ګټو د تامین لپاره ده .

 په هرات کې د ایران کونسلر محمود افخمی  په  همداوروستیو کې په یولړ څرګندونو کې ویلی،  ایران باوری دی چې  له نړۍ سره تعامل او د متقابل احترام په اساس هر اړخیزې اړیکې  په اوسنۍ کړکیچنې دنیا کې د سولې او ارامښت د ټینګولو یوازینۍ لاره ده .

د ایران کونسلر جوته کړې   پّه تیرو اته دیرشو کلونو کې ایران  تل د ترهه ګرۍ قربانی پاتې شوی او تر بل هر هیواد ښه د افغانستان حالات درک کوی او د افغانستان د ولس او دولت ښه ملاتړی کیدلی شی.

  په هرات کې د ایران کونسلر د هرات خواف د ریل لارې د دریمې قطعې د پټلۍ غځول، هرات ته د بریښنا رسولو د چینل پیاوړتیا ،  محصلینو ته د لوړوزده کړو په  برخو کې د بورسیو  ورکول، او د هرات ولایت  پوهنتونونو ته له زده کړې سره د مرستې د وسایلو ورکول  د افغانسان په لویدیځ کې د ایران ځینې اقدامات وګڼل.

=  داهم کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،  دایران د اسلامی جمهوریت  دولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری   پرون ناوخته په یولړ  دستورو کې  پخپلې وینا کې روښانه کړې  دایران ملت به په هغې تجروبې سره چې د  تپلی جنګ په پړاؤ کې ئې ترلاسه کړې ، دخپل هیواد ددفاع لپاره  ددفاعي تجهیزاتو او وسلو  جوړولو ته دوام ورکړي او  داسې کوم  کم عقل به وي چې  د دښمنانو  په مقابل کې   له دفاعي وسلو اوتجهیزاتو   له درلودلو  ځان محرومه کړي .  هغه په عین حال کې جوته کړې چې په دفاعي   موضوع کې  د توغندوي  سسټم اونورو دفاعي تجهیزاتو  په  اړه له هیچا سره  خبرې اترې نه کوي .

دجرمني دپارلیمان مشرنوربرت لامرت دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، پخپلې ګټې ،د دغه هیواد د اساسی قانون  دبدلولو لپاره  په هڅې تورن  کړ او  دترکیې دولسمشر دغه اقدام ئې   د دغه هیواد داساسی قانون په ضد یوه کودتا بللې ده   

کره راپورورنه ښئ   دبحرین  دولسی انقلاب دشپږمې کلیزې په مناسبت د  دغه هیواد د انقلابی ولس دمظاهرو  اواعتراضونو  دمخنیوي په خاطر دصهونیسټ رژیم د ځانګړي ځواک  په  ماډرنووسلو سنبال یو یونټ   منامې ته رسیدلی څو  دآل خلیفه رژیم له امنیتي مامورانو سره د بحرین دولس  په ځپنې  کې لاس یو کړي .

دفلسطین   داسلامی مقاومت غورځنګ  د دسیاسی دفتر دنوي  مشر په توګه  یحی سنوار  له ټاکل کیدو څو  شیبې وروسته  په یوې وینا کې  اعلان کړی ،  داسې کار به وکړي چې  دصهونیسټ رژیم  لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو  ژړا ته اړ باسي .

دیمن خبري سرچینو راپو رورکړی  دسعودي عربستا آل سعود رژيم   دیمن له انقلابیانو  سره په مخامخیدا کې له ناکامۍ  او دغه راز دانصار ا.... ولسی غورځنګ دمبارزانو  په لاس   دتیرو اونیو پرله  پسې سختو  ماتو  او ګوزارونو خوړولو  وروسته   دکومور  کوچني  هیواد دپوځیانولمن  ته  هم لاسونه واچول .

دپاکستان  په کراچۍ کې  ټارګټ کیلینګ یو ځل بیا سر راپورته کړی او ویلی کیږي  چې پرون هم  په ټارګټ کیلینګ کې درې  کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

دافغانستان په  ننګرهار کې د داعشي تکفیری ترهه ګرو په خلاف  دافغانستان دملی اردو اوامنیتي مامورانو په ګډو پاکونکو عملیاتو کې په لسګونو  ترهه ګر هلاک او ټپیان شوي دي .

 دعراق  په نینوا او صلاح الدین ولایتونو کې  هم  دداعشی تکفیریانوپه  ضد دعراق دپوځ او ولسی مبارز ځواک  پاکونکو عملیاتو په دوام کې یو شمیر کلي اوښارګي   دهغوي له سپیرو منګولو آزاد کړائ شوي  او دغه راز په دغو عملیاتو کې   په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډي  هم تباه کړائ شوي دي .

داسلامی مذهبونو دنزدیوالي  دنړیوالې ټولنې عمومی منشي آیت ا....  محسن  اراکي چې  دهندوستان په  سفر تللی، د هندوستان په حیدر آباد کی د شیعه او سنی عالمانو په ټول پخپلې وینا کې وئيلي دي ،  هماغه ډول چی په قرآن کریم او د رسول ا... ص په سنت کی راغلی دی؛ په اوس وخت کی د اسلامی ټولنې دنده، د مسلمانانو د وحدت او یووالی د پیاوړتیا، او د اسلام په نړۍ کی د دښمنانو له کلتوری نفوذ  د مخنیوی لپاره هڅه ده. هغه ویلی دي باید  اسلامی نړۍ  د دښمنانو د دسیسو دشنډولو لپاره پخپلو کې  سره یو موټی او متحد شي څو  د اسلامی امت اصلی قدرت نندارې ته وړاندې شي .

=   اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخسي او له تاسو سره ئې  هم شریکې کوو

 (البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )

د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د افغانستان په اړه د مسکو د نننۍ غونډې او دې غونډې ته د افغانستان د استول شوي پلاوي په هکله لیکلي دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې لیکلي چې افغان حکومت  دغې ناستې ته په ټیټه سطح پلاوی لیږلی دی.

په مطلب کې راغلي ،په دغې غونډه کې د سیمې د مهمو هېوادونو استازي برخه اخلي خو افغان حکومت دې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژۍ او پالیسۍ  مشر استولی دی.د مطلب لیکوال ویلي چې دا غونډه د ترهګرۍ پرخلاف د سیمه ییزې همکارۍ د جلبولو ښه فرصت دی خو لیکوال ویلي چې دې غونډې ته د افغانستان د ټیټې کچې د پلاوي استول او مبهم دریځ غوره نه دی.

چراغ ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې همدې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي  چې روسیه، چین، پاکستان، ایران او هند په افغانستان کې د روان جنګ پای ته د رسېدو لارې چارې لټوي.لیکوال ویلي، دا غوڼده ښیي چې روسیه په افغانستان کې د مهم رول د لوبولو په هڅه کې ده.د مطلب لیکوال په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون  ته په پام سره ویلي چې دې غونډې ته د متحده ایالاتو او ناټو کوم استازی نه دی بلل شوی.

هېواد دولتي ورځپاڼې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي چې د مسکو د  غونډې ایجنډا د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ او په دې هکله د دغو هېوادونو د همآهنګۍ رامنځ ته کولو په اړه بحثونه دي.د مطلب لیکوال د مسکو تېرې غونډې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې هغې غونډې ته افغانستان نه وو بلل شوی او افغان حکومت پرې سخت اعتراض هم وکړ.

او ملي ارمان ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د مسکو په غونډه  کې پاکستان باید ژمنه وکړي چې نور له ترهګرو نه ملاتړ نه کوي.د سرمقالې لیکوال ویلي چې د افغانستان استازی باید په دې غونډه کې موجوده ستونزې د ګډونوالو هېوادونو له استازو سره شریکې کړي.سرمقاله لیکونکی وایي، له شک پرته په افغانستان کې سوله هغه مهال راتلای شي چې له دې هېواده بهر په پاکستان کې د تروریستانو مرکزونه یو مخ وتړل شي او د طالبانو مشران چې له هغه ځایه په افغانستان کې د جګړې مشري کوي تر فشار لاندې راشي.د سرمقالې لیکوال په پای کی ویلي چې د مسکو په غونډه کې ګډون کونکي هېوادونه باید د پاکستان له خوا دا ژمنه ترلاسه کړي چې د ترورېزم پرضد به عملي، رښتیني او جدي اقدامات کوي.