دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i41886-دتهران_او_کابل_چاپ_ځينو_نننیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې وړاندې کوو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2017 09:05 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل  چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې وړاندې کوو ،نو ترپایه راسره مله ووسئ .

د تهران ورځپاڼو په سر کې دا هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دي ، دایران داسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت ویندوي  بهرام قاسمې په یولړ څرګندونو کې  یو ځل بیا  آذربایجان جمهوریت او ارمنستان  زغم ته بللي او وئيلی ئې دي ،  هرډول اختلافات او شړې  یوازې دخبرواترو او  ډيپلوماټیکې  لارې دحل وړ دي او  لوري باید   دخپلو مینځیو  اختلافات حل  لاره په  سوله ایز ډول ومومي .

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  په تهران کې دانډونیشیا  دولسمشر له ځانګړي استاذي او د دغه هیواد د اقتصادي چارو  له غږملونکي  لوړ پوړي  وزیر سره په کتنې کې  وویل ، تهران  له جکارته سره  په سیاسی ،  اقتصادي ، کلتوري ، علمي  او ټولنیزو  حوزو کې  دخپلو  ملګرتیاؤ دپراختیا او ژورتیا   هرکلی کوي .

دبحرین  د آل خلیفه رژیم  یوې محکمې   د دغه  هیواد  دیوه مبارز دیني  روحاني آیت ا...  شیخ عیسی قاسم  دمحاکمې  وروستۍ غونډه  جوړه کړه   خو دغه غونډه یو ځل بیا  دمارچ ترڅوارلسمې پورې وځنډول شوه .  داپه داسې حال کې دي چې   له دغې محاکمې سره په یووخت  په درست بحرین کې د دغه هیواد انقلابی ولس یو ځل بیا  دمظاهرو اواعتراضونو په جوړولو سره  له شیخ عیسی قاسمه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او  هوډ ئې کړی چې تر وروستۍ سلګۍ پورې به  له خپلو مبارزو  مشرانو  ملاتړ  ته دوام ورکړي .

دعراق وسله وال پوځ او ولسی مبارز ځواک   دموصل  په لودیځي  حوزې کې چې  له  اوو ورځو راهسې ئې ددغې سیمې   دآزادولو عملیات پیل کړي دي  توانیدلي  له داعشی تکفیریانوسره په بیلابیلو  نښتو کې  پرمختګونه وکړي  او زیاتره سیمې آزادي  کړي ، او داپه داسې حال کې دي  چي ویل کیږي  په دغو نښتو کې    په سلګونو داعشیان هلاک  او ټپیان شوي  او دهغوي  په لسګونو په سترو  وسلوسنبال  ګاډي هم تباه شوي دي .  دا هم ویل شوي  دي دموصل په لودیځي  حوزو کې  کابو دوه زره داعشیان دیره دي چې په همدغو سیمو کې  اوس هم  کابو  اوه نیم لکه ښْاریز شپې سبا کوي  او همدغه  دعامو ښاریز اوسیدل لامل شوي څو  دعراق پوځ  په دغو سیمو کې  په ډير دقت سره عملیات   وکړي څو  عامو خلکو ته مرګ ژوبلې ونه رسیږي .

له دې سره په یو وخت  دملګروملتو علمی ،کلوري  اوتربیّتي  ادارې  یونسیکو   هم   په یوې  اعلامیې کې  په عراق کې د  هغو لرغونو آثارو  دبدلولو او رغاولو  لپاره د یو سملاسی   پلان اعلان کړی ،  چې  داعشي تکفیریانو  وران کړي دي .  وروستي راپورونه ښئ  چې دعراق  پوځّ او ولسی مبارز ځواک یو ځل بیا دتدمر ښار  په شاوخوا کې دیره شوی او  ډير زر په دغو سیمو کې   هم د داعشي تکفیریانو سپیره لاسونه لنډ کړي .

دیمن   د پوځ  هوائي ځواک  پرون مازدیګر توانیدلی د عربستان   دوه جاسوسي بې پيلوټه الوتکې وپيژني او  او په الجوف اوجیزان ولایتونو کې  ئې نسکورې کړي  چې دا هم  آل سعود رژيم  داطلاعاتو برخې ته یوبل  دروند ګوزار ګڼل کیږي .

دزوسی مرستیال خارجه وزیر  میخایئل بوګدانف  په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ټينګار کړی ،  ماسکو هره ورځ  د روانو پيښو اوموضوعګانو په باب   دسورئې له لوړپوړو چارواکو سره  په تماس کې دی او  د روسیې لوړپوړي چارواکي په دې ټينګار کوي چې باید  د سورئې  دبدلونونو په باب  دجینوا  په  غونډې  کې  د  سورئې دمخالفانو  هم داراز  دکردانو په ګډون سره   متحد پلاوی ګډون وکړي .

 الجزیره ټيلویژني چینل راپورورکی  دمصر  نسکور شوي ولسمشر  محمد المرسي  دخپلې محاکمې په وروستۍ  ناستې کې   د هغه د دوسیې  د جاجونې لپاره د دغې محکمې دصلاحیتونو ردیدا ته په اشارې سره  ویلی دي ، دی   اوس هم د مصر ولسمشر دی  او له دغه مقامه ئې هیڅوک نشي لیرې کولی .

روئيټرز خبري آژانس راپور ورکړی   د اوباما په پړاؤ کې  په  جینوا کې د دیره  بشری حقوقو په شورا کې  د دغه هیواد  د وخت  استازي کیث هرپر    وویل  دملګروملتو  دبشری حقوقو شورا   په برما یا میانمار کې  دبشری حقوقو  دحالاتو دجاجونې لپاره سملاسی یو څيړونکی پلاوی  جوړ کړي .  ملګروملتو  په خپلی یوه وروستي راپور کې ویلي دي ،  په میانمار کې په وروستیو څو میاشتو کې  څه دپاسه زر مسلمانان  په بوږنونکي ډول وژل شوي دي .

=  دافغانستان  یوې امنيتي سرچینې  ویلی دي ،   دافغانستان   ولسمشر  اشرف غني  د دغه هیواد دامنیتي ځواک  د وروستیو  بریالیو  پاکونکو عملیاتو  په قدرونې سره ویلی دي ،    په دغو عملیاتو کې په کندوز ولایت کې  د طالبانو  نومول شوی  والی  ملاعبدالسلام   سره دخپلو یوشمیر ملګرو په دغو عملیاتو کې وژل شوی دی چې  د کندوز   ولایت په امنیت ټينګولو  به ډيرې مثبتې اغیزې وشیندي .

= داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،   دخورا بې وزله  عربی هیواد یمن  په ضد دسعودي عربستان  په مشرۍ د سعودي امریکا دائيتلاف  دنابرابر جنګ ، له یوې میاشتې  هم په  کم وخت کې  دریم کال  ته داخلیږي ،   داسې جنګ چې  دنړیوالو حقوقي  اورګانونو او  څارونکو پّ  اعتراف سره  ئې  دیمن دولس  لپاره   له عامو وژلو او کنډوالو پرته بل څه  نه دي ډالۍ کړي ،  په دغو کابو اوه  سوه ورځو کې  آل سعود رژيم  دیمن پر مظلوم ولس  په دغو تیریو کې    څه دپاسه  دوه میلیون  توغندي او ډول ډول بمونه   غورځولي دي  او  د دغه هیواد زیاتره بیخ بینائي تاسیسات ئې  تباه کړي دي .

دترکیې دحکومت  داپوزیشن  لوري مشر  کمال  قلیچدار  اوغلو  داوسني پارلیماني  سسټم دبدلولو لپاره  د واکمن ګوند  هڅو ته په اشارې سره  ویول و  وروستۍ  شوي کودتا یوه کنټرول کړائ شوي کودتا وه  او که یو کس  د دغه هیواد ولسمشر ته دوکه ورکړي ،نو  د دغو بدلونونو په اساس  به د دې  وړ وي چې  د  ترکیې جمهوریت درست  اختیارات په  لاس کې ولري .

دسعودي عربستان مرستیال دفاع وزیر احم  دعسیر  د دغه هیواد دپوځ دپوځ  دمخیني  پر پاکولو مشتمل دنوي سیاست  په چوکاټ کې  ادعا کړې ،  دسعودي  عربستان جنګي الوتکې د داعش  په ضد دائيتلاف  په چوکاټ کې  په سورئې کې  د داعش ډلې پر  مرکزونو  درې سوه  یو څلویښت ځله  بمبارۍ کړي دي   او کلونه کیږي چې دسورئې  په جنګ کې  مونږ شتون لرو .

 دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ  له خوا    دخپلو پلویانو  دقدرت ښودلو لپاره  دبلنې په ځواب کې دهغه  په سلګونو پلویان   په آټلانټا ښار کې د هغه وینا په ځاي کې  له اټومیټيکو وسلو سره خپل قدرت او بدماشي نندارې ته وړاندې کړه .

دسورئې پوځ او ولسی مبارز ځواک  دحلب   او دیرالزور  ولایتونو کې  د دا عشي تکفیریانو پشمول د نور ترهه  ګرو په ضد په پاکونکوعملیاتو کې  یوشمیر سیمې  بیا له ترهه ګرو آزادې کړي او ویل کیږي چې په د غو عملیاتو کئې  په لسګونو ترهه ګرهلاک او دهغوي ستر تجهیزات او په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډي ئې هم تباه کړي دي .

دپاکستان  په ډيره اسماعیل خان  سیمې کې  ترهه ګرو یوځ بیا   د بې ګناه خلکو په ضد   ترهه ګرو  فعالیتونو ته دوام ورکړی او  پّ دغه  ښآر کې ئې درې نور  بې ګناه  شیعیان هم وژلي دي .

  دعراق په نینوا او  صلاح الدین ولایتونو کې  د  دغه هیواد پوځ او   الحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک  په پاکونکو  عملیاتو کې د داعشیانو له سپیرو منګولو په لسګونو کلي او  ښارګي  آزاد کړي او   په لسګونو  تکفیریانو ته  ئې مرګ ژوبلې  اړولي دي .

 دافغانستان په بیلابیلو  سیمو کې   د ملی اردو او  امنيتي ځواک  په  پاکونکو عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو په تیره بیا د داعشي تکفیریانو  یو شمیر پټنځایونه تباه شوي او دهغوي په لسګونو کسان هم هلاک شوي دي

   دغې ورځپاڼې همداراز د افغانستان د ملی اردو او امنیتي ځواک   دپیاوړتیا په باب د دغه هیواد دولسمشر پر وروستيو څرګندونو  هم یوه مقاله لیکلې ده ، دغې ورځپاڼې په دوام  کې لیکلي دي ، د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د ملی امنیتی ځواک د ورځې په مناسبت په  کابل کې په یوې غونډې کې د دغو ځواکونو ستاینه  کړې او هغو ته په اشاره یې  ویلي  دي ، ټول دې  په دي پوه شي چې راځئ لاسونه سره یو ک ړو او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې تر نمانځنې افغانستان، پر یو خپلواک، با ثبات او مرفه هېواد بدل کړو.

 په کابل کې د ملی دفاع وزارت د هوایی ځواک په عمومی قوماندانۍ او ارګ کې د سلګونو کسانو په ګډون  پرون د دغې ورځې نمانځ غونډې جوړې شوې او د ځینو نورو کسانو تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غنی ورته وینا وکړه .

اشرف غنِ  د ملی دفاع وزارت د هوایی ځواک  په عمومی قوماندانۍ کې په خپلو خبرو کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سرښندنې وستایلې او هغوی ته یې په خطاب کې وویل، ستاسو د قربانیو په برکت دا خاوره مستقله ده او زرګونه کلونه به مستقله پاتې شی، دوه کاله مخکې اکثریت په دې فکر کې و چې نن سبا به مونږ او تاسې دلته نه وو پاتې خو تاسو وښودله چې وړاندوینې غلطې دی؛ ځکه افغانان په تیره بیا افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه په خپله خاوره مین دی .

  =   اوس هم راګرځو    دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخسي او له تاسو سره ئې  هم شریکې کوو .

 ( البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي )

د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو تر ډېره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځې او د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه مطالب را اخيستي.

سرخط ورځپاڼې "يو خوندور ګام خو همداسې څو نور" تر عنوان لاندې مقاله کې لیکلي چې د افغانستان تاریخ کې په لومړي ځل يوه ورځ دعسکرو  د ورځې په توګه ونومول شوه او په دې توګه د هېواد او نظام د ثبات پر خوا يو بل قوي ګام واخېستل شو. د مقالې د لیکوال په خبره د دولت دغه ګام د ستایلو دی چې يوه ورځ د عسکر په نوم نوموي ،خو خبره يوازې تر همدې ځایه نهده.

د مقالې لیکوال لیکي چې زمونږ عسکر د ځېنو خاینانو له لاسه پهخپله وسله شهید شوی، زموږ سرتېری د خاین ملګري په مرمۍ سوری شوی، زموږ سرتېری د خپل خاین افسر له لاسه په ګېډه نهر دی او تر ټولو بده يې دا يې چې هغه عسکر  چې د دې وطن، نظام، خاورې، خلکو او بېرغ لپاره له خپل سر تېر شوی،نن يې بچی په همدې وطن کې د يوې مړۍ  ډوډۍ پيدا کولو ته حېران دی.

=    ويسا ورځپاڼې بیا د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په باب د موجودو اندېښنو په اړه مقاله کې لیکلي چې دا دی د ټاکنیزو کمېسیونونو چارواکي يو ځل بیا په راتلونکو ټاکنو کې د سیاسي مداخلو په باب اندېښنه لري او وايي چې يو شمېر سیاسي کړیو د دوی په چارو کې مداخلو ته مخه کړې.

خو د مقالې لیکوال لیکي چې د انتخاباتو او شکایتونو کمېسیونونو مشران پر دې مسئلې باید سرسري تېر نشي، ځکه سبا ته به یې مسؤلیت همدوی ته متوجه وي، دوی باید دېته ونهګوري چې کوم چارواکی یې په چارو کې مداخله کوي او باید د ابهاماتو له مخې همدا اوس پرده پورته کړي چې خبره "جنګ شدیار،سر شدیار" شي.

او هېواد دولتي ورځپاڼې بیا کورني ځواکونه ملي او نړيوال ملاتړ له ځانه سره لري  تر عنوان مقاله لیکلي چې اوس هم افغان ځواکونه د نړۍ له ترهګرو سره په جګړه کې دي چې له همدې امله په کورنۍ او نړیواله کچه ملاتړ کېږي.

د مقالې د لیکوال په خبره، همدا اوس چې د پاکستان لهخوا پر افغانستان يرغلونه کېږي نو ولس تيار دی چې د پاکستان پر خلاف له خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه د پاکستان پر وړاندې وجنګېږي.