د اکو موسسې اقتصادي موخې او دسیمې دامنیت ترینګلتیا
آذربایجان جمهوریت چې د ۱۳۹۱لمریز کال په تلې میاشتې کې داکو موسسې له دولسمې سرمشریزې ترسره کیدا سره ئې د دغې سیمه ایزې ملګرتیاؤ موسسې پړاویزه مشري په غاړه درلوده نن ئې دپآکستان په اسلام اباد کې داکو په دیارلسمې سرمشریزې کې دغه مشري پاکستان ته وسپارله او دپاکستان لومړي وزیر نواز شریف د دغې سرمشریزې په پرانیستونکو دستورو کې ټولو مشرانو ته هرکله راشه وویل .
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان لومړي وزیر او اکو دسرمشریزې پړاویز مشر نواز شریف پخپلې وینا کې ټينګار وکړ،پاکستان به په سیمې کې داقتصادي اوتجارتي ملګرتیاؤ دپیاوړتیا او پراختیا په خاطر د اکو موسسې دموخو او پروګرامونو دپوره کولو لپاره خپلې ټوله هلې ځلې وکاروي . دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم پرون په اسلام اباد کې داکو دخارجه وزیرانو په دوه ویشتمې غونډې کې د دغې دخارجه وزیرانو پړاویزه مشري هم دپاکستان دخارجه چارو ځانګړي سلاکار سرتاج عزیز ته وسپارله.
باید وویل شي ، چې دکو موسسې دتاسیس مخینه ۱۹۶۲کال ته ګرځي چې ایران ، پاکستان او ترکیې درو هیوادونو د آر سي ډي په نامې سره دسیمه ایزو ملګرتیاؤ لپاره دغه موسسه تاسیس کړه چې دآر سی ډي په نامه ئې تر ۱۹۷۹کال پورې فعالیتونه کول او په ۱۹۷۹کال کې دایران داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره ددغې موسسې فعالیتونه ودریدل تر دې چې په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې ایران او پاکستان په ملګرتیاؤ سره یو ځل بیا اقتصادي ملګرتیاؤ موسسه (اي ،سی ،او یا اکو)جوړه شوه چې وروسته په ۱۹۹۲کال کې له دغې موسسې سره د ازبکستان ، آذربایجان ،قزاقستان ،ترکمنستان ، تاجکستان او افغانتسان په یوځاي کیدو سره د دغې موسسې دغړو هیوادونو شمیر لسوهیوادونو ته ورسید.اوس د ۳۲کلونو په تیریدو سره،د دغې موسسې دیارلسمه سرمشریزه په داسې حال کې په اسلام آباد کې ترسره شوه چې له یوې خوا درسته سیمه له بلواګرۍ او ترهه ګرۍ سره په جدي توګه لاس اوګریوان ده،د دغې موسسې دوه غړي هیوادونه،افغانستان او پاکستان دترهه ګرۍ او امنیتي مشکلاتو په سر له سختو تاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ دي او یو بل له خپلو وسله والو مخالفانو څخه په ملاتړ تورنوي او په همدې خاطر افغانستان د اکوموسسې په نننۍ سرمشریزې کې چې په اسلام اباد کې ترسره شوه ،دخپل سفیر تر سوئې ئې ګډون وکړ .
دافغانستان حکومت په دغې ټيټې سوئې ګډون سره غواړي خپل اعتراض نړیوالو په تیره بیا داکو په سرمشریزې کې دګډون کونکو غوږونو ته ورسوي، څو هغوي قانع کړي چې پاکستان له طالبانو دملاتړ ختمولو او دافغانستان په داخلی چارو کې له لاسوهنو منع کړي .
دتهران ریډیو پښتو خپرونې د اکو موسسې د روانې سرمشریزې په اړه دټيلیفون له لاهرې د پاکستان دمشرانو جرګې له غړي او د عوامي نیشنل پارټۍ له یوه مشر زاهد خان څخه پوښتنه وکړه چې هغه هم په ځواب کې ووئيل ، که څه هم د سیمې دهیوادونو دمشرانو په سویه دغه شان غونډو جوړول غوره خبره ده او دسیمې داقتصادي پرمختګ په لور یو حرکت حسابیږي ،خو که د دغې موسسې کړچار او کړنې له هماغه تاسیس وخت راهسې تراوسه پورې وسپړو ، نو څه خاص نتیجې ئې نه ښکاري او دخپلې خوښې موخو ته نه ده رسیدلې او علت ئې هم دترهه ګرۍ رامینځةکیدا او هغه اوږده جنګونه دي چې له افغانستانه پیل شول او پاکستان ،عراق ، سورئې او دسیمې نورو هیوادونو ته هم وغزیدل . په داسې حال کې چې د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ لومړنۍ اړتیا دسیمه ایز امنیت پیاوړي کیدا ده . پر دې اساس تر هغه وخته چې داکو موسسې غړي هیوادونه چې ټول سره په یوې کړۍ کې پيرل شوي دي او امنیت ئې له یوه بل سره تړلی دی،یو بل درک نه کړي اودیوه بل هیواد ناکراري او بې ثباتي خپله ناکراري اوبې ثباتي ونه ګڼي او کې نه ني دترهه ګرۍ د له مینځه وړلو لپاره کومه چاره ونه لټوي ، نو د داسې غونډو ترسره کیدا چې یوازې کاغذي فیصلې پکې کیږي او دناکراریو دختمولو لپاره کوم عملی ګامونه پورته نه کړي ، هیڅ ګټه نه لري . سناتور زاهد خان همداراز په دغې غونډې کې دافغانستان دمشرانو نه ګډون ته په اشارې سره وویل ، د اکو غړي هیوادونه باید داستعمار له تالی څټيتوبه ووځي او یوازې دسیمې اوخپلې ګټې په نظر کې ونیسي او دکبرجنو زبرځواکونو استعماري دسیسې شنډې کړي او دافغانستان دمظلوم هیواد اصلي اندیښنې دې ختمې کړي چې په درستې سیمې کې دامنیت په تامینیدا سره د اکو موسسې دموخو پوره کیدا هم ممکنه ده .