دتهران او کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i42164-دتهران_او_کابل_چاپ_ځينو_نننیو_ورځپاڼو_ته_کتنه
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره مله ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2017 09:48 Asia/Kabul
  • دتهران او کابل  چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته کتنه

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم دتهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره مله ووسئ

دوستانو لکه څنګه چې خبرئۍ    دتیرودوو ورځو چوټیو له امله  دوې ورځې یعني پرون اوبل پرون  ورځپاڼې  نه دي خپرې شوي .    دتهرانننیو  ورځپاڼو په سر کې داهم  جمهوری اسلامی ورځپاڼه  ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،   دایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر  حسن روحاني  دچارشنبې  په مازدیګر   دپاکستان په اسلام اباد کې  د اکو موسسې د دیارلمسې  سرمشریزې  ترڅنګ   دترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او  دپاکستان  له لومړي وزیر نواز شریف سره  په جلاجلا کتنو کې  له ګاونډیانو سره  د دوستانه مناسباتو  او ملګرتیاؤ په پراختیاپه ټينګار کړی اودا ئې دایران داسلامی جمهوریت دبهرني سیاست   اصول بللي  او دغه رازئې  جوته کړې ، چې  دایران داسلامی جمهوریت لپاره  له  ګاونډيو هیوادونو سره  غوره اوښې اړیکې  او ښه ګاونډيتوب  ډير اهمیّت لري .

ورځپاڼې په دوام کې  لیکلي دي ،  دسورئې  دپوځ  لوئې درستیزوالۍ  په یوې رسمي اعلامیې خپرولو سره  د دغه  هیواد   په حمص ولایت کې واقع  تدمر تاریخي ښار آزادیدا اعلان کړې ده.

دیمن مبارز ولس پرون  په پلازمنیې صنعا کې  دآل سعود رژیم دجنایتونو  په ضد  په میلیوني لاریون جوړولو سره  د  دغه جنایتکار رژیم  دتیریو اوجنایتونو په وړاندې د توغندوي توان څخه داستفادې غوښتنه کړې . راپورښئ  دغه  میلیوني لاریون د یمن دانصار ا... ولسی مبارز غورځنګ  په بلنې سره او د  اشداء علی الکفار  په شعار سره   په صنعا کې   له باب الیمن څخه پیل شو او تر څو ساعتونو پورې ئې دوام درلود اودآل سعود جنایتکار رژیم  دجنایتونو په وړاندې ئې  د نړیوالې ټولنې او دبشری حقوقو د  نړیوالو اورګانونو  په چپتیا سختې نیوکې وکړې   او دغه راز ئې د سعودي عربستان په مشرۍ د آل سعود  امریکائي ائيتلاف دکلابندۍ د سملاسی ختمولو غوښتنه هم وکړه .

دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت  ملایشیا ته د سعودي عربستان د پاچا دسفر  په پایزې اعلامیې کې  داسلامی ایران په ضد  تورونه  سخت رټلي او  درکړي دي  او ویلی ئې دي ، اسلامی ایران  نه د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې وهي  او نه  هم چا ته په دغه ډول تورونو لګولو سره  د تکراري او چټي ادعاګانو  اجازت ورکوي .

دغې ورځپاڼې  همداراز  دایران او ماسکو  داړیکو دپیاوړتیا او پراختیا په باب د روسیې دخارجه وزارت   وروستیو  دریځونوباندې هم یوه مقاله لیکلې او  ویلی ئې دي ، د تهران او ماسکو اړیکې ورځ تر بلې په پیاوړتیا دي او  دا اړیکې د دواړو هیوادونو ا ودسیمې  دامنیت  په ګټه دي .

په مقالې کې ویل شوي دي . دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زخارووا په یولړ څرګندونو کې ویلی دي ، دتهران اوماسکو اړیکې جرړه ایزې ،پراخې اونه شلیدونکي دي او اوس هم په ښو اوغوره شرائطو کې دي  

 میرمن زخارووا زیاته کړې ، ایران اوروسیه دسیمې د  دوو مهمو  هیوادونو په توګه  د  داسې  ارزښمتنو اوپیاوړو اړیکو  له ملاتړه برخمن دي  چې    په بیلابیلو  زمینو کې ټينګې شوي  او  هماغه راز دوام لري .

 د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې همداراز تهران په ټولو زمینو کې یو توانمن اوتل پاتې شریک  بللی اوویل ي یی دي،   دمینځني ختیځ ،مینځنۍ آسیا  او  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې پشمول  دبیلابیلو موضوعګانو  په باب د تهران اوماسکو ترمینځ  ملګرتیاؤ اوسلامشورو  بې مخینې دوام  هماغه راز  ښه  لرلید لري.  او دغه اړیکې به هیڅکله هم ونه شلیږي .  

=  داهم کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپل ننني  لومړي مخ ئې لیکلي دي ،  دامریکا فاریّن افیّر  خپرونې په یوه وروستی راپور کې  دایران دولمسشرۍ  دانتخاباتو په درشل کې  دمینځ لارو   نومې له پرګنې دواشنګټن دملاتړ کولو غوښتنه کړې  او ویلی ئې دي له دې مخکې کې ځنډ شي  دامریکا حکومت په دې باب باید لاس په کار شي .

په عراق او سورئې کې د داعش تکفیری ډلې  اوڅاره ناکامیو او  دغه راز د زیاتره سیمو دله لاسه ورکولو وروسته د داعش ترهه ګرې ډلې  مشر ابوبکر ابغدادي  چې   دعراق په موصل  کې ئې په تیرو  دوه نیمو کلونو کې  دعامو خلکو  په ضد له هیڅ ډول جنایت اوتیري ډډه نه  ده کړې ،حال دا چې  ځان ئې د د تش په نامه اسلامی  حکومت خلیفه  هم باله ، اوس نهیلی شوی او  له خپلو  پلوي داعشیانو ئې غوښتي دي  چې  په عراق اوسورئې کې دې  ځانونه وژغوري اوغرنیو سیمو ته دې پنا  یوسي .

داپه داسې حال کې دي چې  په  عراق او سورئې کې  په همداوروستیو کې  د داعشي تکفثیریانو په  خلاف  د دغوهیوادونودپوځونو اوولسی مبارز ځواکونو په لاس دغې جنایتکارې  او وحشي ترهه ګرې ډلې سخت ګوزارونه خوړلي او داسې کومه ورځ نشته چې  یوشمیر  سیمې له لاسه ورنکړي او په لسګونو ترهه ګر ئې هلاک نشي .

دمصر یوې محکمې  دمصر د ولسی انقلاب په وخت  د عاموخلکو  د وژلو په تورونو د دغه هیواد  دیکتاتور حسنی مبارک له محاکمه کولو وروسته بري کړی دی .

   دبحرین دعالمانو دشورا په وروستۍ اعلامیې کې ویل شوي دي ، آل خلیفه رژيم  د دغه هیواد مبارز اوانقلابی ولس په ځپنې کې  انګریز عسکرو ته بشپړ اختیارات ورکړي څو په  استعماري رودو سره  ولس وځپي .

داسرائيلو یو ه پوځي افسر روغي عبدان  چې  دغزې تړانګې  په ضد ئې د ۲۰۱۴کال  په یو پنځوس ورځني جنګ کې  ګډون درلودلی ،  له معاریو ورځپاڼې په خصوصي خبرو کې ئې  دغزې دجنګ په باب  ډير جالب اعترافونه کړي او  په دغه نابرابر جنګ کې ئې  دفلسطین حماس غورځنګ بریالی او اسرائيل هم بائیلونکي بللي دي.

دصهونیسټ رژيم  وحشي ډوله پوځیانو  یو ځل بیا پر فلسطنیانو یرغل کړی چې له امله ئې یولس کسان سخت ټپیان او یو شمیر نورهم نیول شوی دي

 دسورئې په  حمص او دیرالزور ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  په لسګونو  کلي آزاد شوي  اود ترهه ګرو  کابو اولس  کسان هلاک اویو شمیر نور هم ټپیان شوي اودغه راز په سترو وسلو سنبال  نهه ګاډي  ئې هم تباه شوي دي .

  دعراق په نینوا اوصلاح الدین ولایتونو کې هم د تکفیری داعشیانوپه ضد په پاکونکو عملیاتو کې   یوشمیر کلي آزاد شوي او دغه راز د  سورئې په لور د ترهه ګرو د تښتې  ځيني لارې هم تړل شوي دي . 

 دافغانستان  په  بیلابیلو سیمو کې  د حکومتي او بهرنیو عسکرو په ضد  د مخالفانو   وسله والې حملې او بمي چاودنې  هماغه راز په زیاتیدو دي او   ویل کیږي چې   په شمالي ولایتونو کې  هم دحکومتي اومخالفو ځواکون ترمینځ  یو شمیر سیمې   او پستې  هم لاس په لاس شو ي دي .

  دپاکستن په  خیبر ایجنسۍ کې  دپوځ په لاس په پاکونکو عملیاتو کې  دولس  وسله وال ترهه ګر هلاک او یوشمیر نور هم نیول شوي دي او دغه راز په دغو عملیاتو کې دترهه ګرو یو شمیر پټنځایونه هم تباه شوي دي . 

 دپاکستان په کراچۍ کې یو ځل بیا ټارګټ کیلینګ سر راپورته کړی اوداسې کومه ورځ نشته چې  په دغه ښار کې  یو شمیر  کسان خپل ژوند له لاسه ورنکړي ، ویل کیږي پرون هم  په کراچۍ کې  دیوه دکان مخې ته  په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور هم ټپیان شوي دي .

دپاکستان په لاهور کې  د دغه  هیواد  دبیلابیلو ټيمونو ترمینځ  دکرکټ  دپایزو لوبو  دترسره کولو لپاره  دخلکو ولوله او شوق   او د دغو  لوبو لپاره   امنیتي تابیاؤ  ښودلې ده چې   ولس  نور  دترهه ګرو  له دړکو او ګواښونو نه ویریږي او  غواړي  په  هره بیّه وي خپل سپورټي فعالیتونو ته دوام ورکړي  چې  د دغوسپورټي مینه والو دامنیت دم تامینولو لپاره  دپاکستان درستې امنیتی   ادارې او پوځ  لاس په کار شوی دی .

دسعودی عربستان تیریګرو جنګي الوتکو  دیمن په بیلابیلو سیمو یو ځل بیا بې امانه بمبارۍ کړي چې له امله ئې  دښځو او ماشومانوپشمول  په لسګونو  بې ګناه کسان په وینو کې لیت پیت کړي دي .

 دغې ورځپاڼې همداراز د کینیډائي ولس له خوا داسرائيلي شیانو د بایکاټولو د غوښتنو په اړه هم یوه مقاله لیکلې ده  او ویلې ئې دي چې دکینیډا ولس  غواړي  دفلسطین د ولس د دفاع لپاره  لاس په کار شي او  داسرائيلو  هرډول تولید شوي  شیان بائيکاټ کړي .

په مقالې کې لیکل شوي دي ، د :مینځني ختیځ دعدالت اوسولې لپاره د کینیډا د ولسی اورګان داطلاع رسونې د دفتر له خوا په خپرې شوي  اعلامیې کې ویئل شوي دي  ، دکینیډا له خلکو دشوي وروستیو نظر غوښتنو نتیجې ښئ چې د دغه هیواد ښاریز داسرائيلي ښارګوټو دجوړونې په محکومیّت کې د ملګروملتو دامنیت شورا دپریکړه لیک په هرکلي سره د دغه رژیم په ضد دبندیز اعمالول یوښه اقدام ګڼي .

 مقاله زیاتوي ،په دغې نظر غوښتنې کې  د ځواب ویونکو  چورلټ اکثریّت   دصهونیسټ رژيم له خوا دنړیوالو  حقوقو دخلاف ورزۍ  کونې په محکوم کولوسره ویل شوي دي،داسرائيلو دبائيکاټولو لپاره د فلسطنیانو  غوښتنه  یوه منطقي غوښتنه ده .

  داسرائيلو دبائيکټولو نړیوال غورځنګ  په همداوروستیو څو کلونو کې  په تیره بیا  په غزې تړانګې  له پنځوس ورځنیو یرغلونو وروسته دنړۍ په بیلابیلوهیوادونوکې پخپلو دوامدارو فعالیتونواو پوهونې سره  توانیدلی، ډير زیات خلک داسرائيلي شیانو له پير پلوره  وغړوي او  زیاتې موسسې اوشرکتونه  له صهونیسټ رژیم سره  دملګرتیاؤ غوڅولو ته  اړ کړي چې  دا موضوع  د صهونیسټ رژيم  دمشرانو د انديښمنیدو لامل شوې ده .

=  اوس هم ر اګرځو  دکابل چاپ ځينوورځپاڼو ته  چې له انټرنیټه موراخسي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو .

(البته باید ووایو چې دغه لیکنې د دغوورځپاڼو خپل دریځونه دي )

د کابل چاپ ځينونننیوورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ  د قبایلي سیمو په اړه  د پاکستان د نوي دریځ او په برېښنايي تذکرو کې د دین، ملت او قوم د لیکولو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، د سلواغې په اته ویشتمه د پاکستان د سند صوبی د لعل شهباز قلندر پر زیارت له ځانمرګي برید ورسته دغه هېواد پرله پسې څو اړخیزه اقدامات وکړل.

په سر مقاله کې د دغه اقداماتو په اړه راغلي چې له افغانستان سره د تګ راتګ  ټولې لارې وتړلې او د وروستیو بریدونو پړه یې پر  هغو  لورو  ور واچوله  چې د دوی په اند په افغانستان کې دي او د ډیورند کرښې له پورې غاړې یې زموږ پر ختیځو سیمو د  درنو وسلو بریدونو ته دوام ورکړ.

په سر مقاله کې راغلي له دې او یو شمېر نورو اقداماتو وروسته اوس د نوموړي هېواد  کابینې پرېکړه کړې چې قبایلي سیمې به په پنځو کلونو کې له خیبر پښتونخوا صوبی  سره مدغمې شي.

د سرمقالې لیکوال اندېښنه څرګنده کړې چې د پاکستان د دغو ډېرو اقداماتو په اړه د افغانستان حکومت چوپه خوله دی، د سرمقاله لیکونکي په باور که داسې وي نو دا معنی لري چې چارواکي نه د ولس ګټې او لومړیتوبونه پېژني او نه د پاکستان په دې خطرناکو لوبو پوهېږي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، پاکستان په دې سره د ډیورند کرښې رسمي کېدو ته لا زیاتې هڅې کوي، خو سرمقاله لیکونکی لیکي دا چې د دې چارې نور زیانونه او ګټې څه دي بیل بحث دی خو دلته د افغان حکومت دریځ مهم دی.

سرمقاله لیکونکي په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزیر  له خولې لیکلي چې د پاکستان د حکومت دا ګام د ډیورند   کرښې په اړه د افغانستان د دولت او خلکو موقف باندې اغېز نه لري او بیا به یې هم په رسمیت نه پېژني.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د یادې موضوع په اړه څه نه دي لیکلي خو په برېښنايي تذکرو کې یې د دین، ملت او قوم د لیکلو په اړه سرمقاله لیکلې ده.

په سرمقاله کې راغلي چې، له ډېرو ناندریو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني وکولای شول چې د تقنیي فرمان له لارې د نفوسو د احوال د ثبت قانون په شپږمه ماده کې تعدیل توشیح کړي.

په سرمقاله کې راغلي د برېښنايي تذکرو په برخه کې د ولس غوښتنه دا وه چې د افغانستان د ملي هویت درې عنصره یعنې ملیت، دین او قوم دې په کې درج شي چې له نېکه مرغه اوس په کې دا درې واړه ملي او اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.