دقدس نړیواله ورځ دفلسطین د مظلومیت د فریاد ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50544-دقدس_نړیواله_ورځ_دفلسطین_د_مظلومیت_د_فریاد_ورځ_ده
زمونږخبریال وایی دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت دقدس نړیواله ورځ دصهیونیسټ له جنایتکار او دماشومانو له وژونکی او دبشریت ضد د رژیم له ظلم څخه د فلسطینی کډوالو او په زندانونو کښې د خلکو د عدالت دغوښتنې او د مظلومیت د چغې د پورته کولو ورځ وبلله .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 22, 2017 00:48 Asia/Kabul
  • قدس د عدالت  دغوښتنې او د مظلومیت د چغې د پورته کولو ورځ ده .
    قدس د عدالت دغوښتنې او د مظلومیت د چغې د پورته کولو ورځ ده .

زمونږخبریال وایی دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت دقدس نړیواله ورځ دصهیونیسټ له جنایتکار او دماشومانو له وژونکی او دبشریت ضد د رژیم له ظلم څخه د فلسطینی کډوالو او په زندانونو کښې د خلکو د عدالت دغوښتنې او د مظلومیت د چغې د پورته کولو ورځ وبلله .

دایران دباندنیو چارو وزارت پرون دقدس دنړیوالې ورځ په درشل کښې وویل له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې په ظاهره اسلامی دځینو هیوادونو سیاستونه او اقدامات او په عراق ، سوریې ، یمن او بحرین کښې دتاوتریخوالو او کړکیچونو زیاتیدل نه یوازې د اسلامی نړی د وحدت سبب نه کیږی بلکې د صهیونیسټی دښمن د تمو او ګټو په خدمت کښې دی .

دایران دبهرنیو چارو وزارت وویل نن  سبا له بل هر وخت څخه زیات دسیمې عرب او مسلمان ملتونه د اسرائیلو د ماشومانو د وژونکی او بشر ضد رژیم په وړاندې د وحدت ، پیوستون او یوهیړوالی ساتلو ته ضرورت لری او ضروری ده چې په بصیرت او پوهې سره د عربانو او دمسلمانانو ګډ دښمن وپیژندو .

دایران دبهرنیو چارو وزارت زیاته کړه په فلسطین او لبنان کښې د مقاومت دغورځنګونو  دترهګر بللو په چټی پلمې سره مقاومت ته ګوزار ورکول او داردن سیند د لویدیځې غاړې او دغزې تړانګې په خلکو د دوه ګوڼه انسانی ضد دباو اچول ، دفلسطین په وسیدونکو او مبارزانو تیری ، د بې ګناه بندیانو شکنجه کول ، دښارګیو د جوړولو دکار پراخول ، دقدس په کامل ډول د صهیونیسټی کولو  او دقدس د تمدنی او دتاریخی هویت د بدلولو لپاره دهڅې دوام دهغوې اقداماتو کوچنۍ برخه ده چې صهیونیسټ رژیم یې دنړۍ دعمومی افکارو د دوکه کولو لپاره ترسره کوی .

دایران خارجه وزارت دغه راز دنړۍ له ټولو ازادی غواړو او  مسلمانو ملتونو وغوښتل دقدس دنړیوالې ورځې ددرنښت په خاطر ددغه ورځې په لاریونونو کښې پراخ ګډون وکړی .