دقدس نړیواله ورځ درستې نړۍ سره اړه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50662-دقدس_نړیواله_ورځ_درستې_نړۍ_سره_اړه_لري
زمونږخبریال راپور راکړ دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... دقدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې ټينګار وکړ ، دقدس ورځ یوه نړیواله ورځ ده اویوازې دایران اویا عربی هیوادونوسره مخصوصه نه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 24, 2017 01:11 Asia/Kabul
  • دقدس نړیواله ورځ  درستې نړۍ سره اړه لري

زمونږخبریال راپور راکړ دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... دقدس دنړیوالې ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې ټينګار وکړ ، دقدس ورځ یوه نړیواله ورځ ده اویوازې دایران اویا عربی هیوادونوسره مخصوصه نه ده .

  هغه  همداراز ټينګار وکړ  قدس  به  انشاءا...   دخداي  په مهرباني اومرستو سره  دمومنانو  په لاس آزاد شي  او مونږ دغه  هدف ته نزدې شوي یوو .دقدس شرافت له دې ډير زیات دی چې  دمنافقینو او خائنانو  په لاس آزادشي .  داسرائيلو  نیواکګر اوترهه ګر رژیم دې پوه شي چې  دغه نیواکګري او ترهه ګري به یوه ورځ له فلسطیني ټاټوبي  له جرړو وباسل شي . هغه وویل  هغه څوک چې دسیسې کوي ، له اسلامی امت سره خیانت کوي او  له اسرائيلو سره ئې   داړیکو دعادي کولو  دروازې پرانیستي دي ،آل سعود رژیم دی  چې  نن سبا  دحرمیّن شریفیّنو او د دین په نامې سره  او  په اسلامی نړۍ کې له خپل مقامه په ناسمې استفادې سره  دغه کارونه کوي . هغه  دوهابیّت تفکر  او دسعودیانو په وسیله ئې دودیدا ته په اشارې سره  وویل ، داسلامي اوعربی نړۍ پر عالمانو لازمه ده چې  دآل سعود رژیم دموخو حقیقت  وپيژني  او اسلامی امت ئې ورښکاره کړي او له دغو سپیرو دسیسو سره مقابله وکړي .  له ترهه ګرۍ سره جنګ   باید  له سعودي عربستانه او  د دغه هیواد دتعلیمي نظام  په محکومولو او  لغوه کولو سره پیل شي .

سید حسن نصر ا...  دغه راز روښانه کړه ، په سیمې کې دوه  ډير ستر او اغیزمن بدلونونه رامینځة شوي دي  چې یو دعراق  او بل هم دیمن بدلون دی .دمقاومت چورلیز  د یو واحد او برخلیک په لور ګام پورته کوي ،دسیمې په ضد به هرډول دسیسې ماته وخوري  ، سیمه یوه  هغه  تاریخي ټکي په رسیدو ده  چې  له خطرو او چیلنجونو سره  یو ځاي ده .  امریکا  په سیمې کې د ولسی خوځښتونو موخې  پر هغو  دسلطې په موخې سره تحریف کړي دي .

دلبنان دحزب ا...ولسی غورځنګ  عمویم منشي  همداراز پخپلې وینا کې  زیاته کړې ، آل سعود رژیم  له دې ډیر کمزوری او  ډرن دی چې   وغواړي  دایران داسلامی جمهوریت په ضد کوم جنګ  پيل کړي . دایران  دمنزوي  کولو لپاره هلې ځلې او  د دغه هیواد په ضد  جنګ په   ناکام وي . سوریه  دمقاومت په چولیز کې  یو مرکزي هیواد دی او    د مقاومت د غورځنګونو   اساسی ملاتړو برخه  او  دهر ډول حل لپاره د هغوي  ملاتړی شمیرل کیږي .  هغه په عین حال کې روښانه کړې داعش تکفیری صهونیسټي ډله   دامریکا لاسپوڅي ده او  دسعودي عربستان په پیسو سره  تامینيږي    او ترکیه ورته آسانتیاوې برابروي خو بلاخره به  هم دغه تکفیری ډله ماته خوري او د هغو هیوادونو لپاره  به یوه بلا وي چې روزلي ئې دي او هر ډول ملاتړونه ئې کوي . مونږ دقدس په نړیواله ورځ  داسلامی امت به وړاندې دا اعلان کوو   چې دسعودي رژیم دې په یمن کې جنګ ودروي  او دبحرین ،عراق ، سورئې اوایران په کورنیو چارو کې دې لاسوهنې  نه کوي   او خپلې شتمنۍ  دې  دصهونیسټ رژیم  دخدمت په ځاي د خپل ولس  په ګټه او  او داقتصادي وضعیّت په ښه کولو ولګوي . اسلامی امت به هیڅکله  هم دفلسطین مظلوم ولس یوازې پرې نه ږدي او  دمقاومت چورلیز به دخدآي  په مهربانۍ سره  له دې نوره هم پیاوړي او قدرتمند شي .