دقطر چارواکي وائي سعودی عربستان دحج مناسک سیاسی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i53056-دقطر_چارواکي_وائي_سعودی_عربستان_دحج_مناسک_سیاسی_کړی_دی
فارس خبری آژانس راپورورکړ دقطر دبشری حقوقو ملی کمیشن ددینی اوعقیدتی آزادیو په چارو کې دملګروملتو ځانګړی راپورټر ته په یوه لیک کې دحج دفریضې دسیاسی کولو په تورونو دعربستان په خلاف شکایت کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 30, 2017 11:30 Asia/Kabul
  • دقطر چارواکي وائي سعودی عربستان دحج مناسک سیاسی کړی دی

فارس خبری آژانس راپورورکړ دقطر دبشری حقوقو ملی کمیشن ددینی اوعقیدتی آزادیو په چارو کې دملګروملتو ځانګړی راپورټر ته په یوه لیک کې دحج دفریضې دسیاسی کولو په تورونو دعربستان په خلاف شکایت کړی دی .

راپورښئ   په دغه لیک کې  دحج  دفریضې په اجرا کې  دسعودی عربستان  کړچار د ټولو نړیوالو کنونشنونو او تړونونو  ښکاره خلاف ورزی بللې ده .

  دقطر دبشری حقوقو  دملی کمیشن په لیک کې  راغلی دی ،  دسعودی عرب چارواکو  دجون په پنځمه  دقطر دکلابندۍ له وخت راهسې  دقطر دښآریزو دسفر   او د حج تمتع   اوعمرې    دترسره کیدادمخنیوی  لپاره یو لړ اقدامات کړی دی .

  له قطر څخه یو بل خبر دا چې ،  د قطر دحکومتی ارتباطاتو ددفتر  مدیر شیخ سیف بن  احمد بن سیف آل ثانی  په دې خبرې په ټینګار سره چې  دوحه  هیڅکله  هم دالجزیره ټیلیویژنی چینل په بندولو فکر نه کوی وئیلی دی ، عربستان ، امارات ،بحرین  اومصر د دوحې  دبهرنی سیاست  د فیصلو په مصادره کولو پسې دی  ،خو قطر هیڅکله هم د دغودباؤنو په وړاندې نه تسلیمیږی .